05/01/2023
#کیسه.
#لنډژوند
______________________________
ملګرو لایک او کومنټ مو هیر نه شي
کیسه. د انجونو ډلې په منځ کي روانه وه، شیبه په شیبه یی شاته کتل، دنګ نری ځوان یی تر شا روان وو ، هرې خوا د ښوونځې انجونې وي د نرګس زړه ډاډه وو، خو کله به,چې د انجونو څه جدا کیدله له زړه به یې یو الله خبر وو، غټ، غټ قدمونه به یې اخیستل، په تیزۍ به د کور خوا ته روانه شوه، یو ورځ چې له انجونو څخه د کور په لور یواځې روانه شوه په لاره کي ځوان ورسره یو ځاي شو، نرګس به له ډاره کله ورو شوه او کله به چټکه تله، ځوان ورته وویل! مینه درسره لرم، نرګس پښو حرکت پریښود يو خوا بلخوا یې وکتل کوڅه کې څوک هم نه وو، ستونې یې وچ شو ځان یې خولې وو وجود یې داسې رپیده لکه پاڼه چې باد خوروې، ځوان، چې د نرګس دې حالت ته پام شو جیب ته یی لاس کړ ، له جیبه یی یو لیک راوویست، نرګس ته یې ونیوه ، خو نرګس لکه بې روحه جسد ځاي پر ځاې ولاړه وه، تورې غټې سترکي یې له اوښکو ډکي وي، ګلابې اننګې یې خولې وو، تور پیکی یې سپیره باد یوخوا بل خوا وړه او راوړه ، ځوان لاس په خپل زړه کیښود په ترخه مسکا یې وویل! دا ډیره موده کیږې ته مې خواښیږی خو د دې لپاره چي ته خفه نشي درته مې نه ویل، خو زما هم همدا اخیري هیله وه چې د خپل زړه خبر درته وکړم ، ځوان سترګې نمجنې شوي لیک یې په ځمکه کیښود، ویی ویل! زه ستا د ځواب په تمه یم خو په ژوند باور نلرم ، لیک یې پر ځمکه پریښود او لاړ، نرګس چې لاسونو او پښو یې کار پریښي وو لیک یې د دې له ډاره له ځمکې پورته کړ چې بل څوک یې ونه وینې ځکه د دوي په کوڅه کې يواځې نرګس ښوونځې ته تله، که لیک د هر چا لاس ته ورشي په هغې شک کوي، سبا سهار د دې له ډاره، چې ځوان یې بیا په لار کي ونه دروي ښوونځې ته ورنه راغله، بل سبا زړه نا زړه ښوونځې ته لاړه، چي رخصت شوه له ډاره یې یوخوا بلخوا کتل، خوشحاله په دې شوه چي هغه هلک یې ونه لیده، بله ورځ چي رخصت شوه هلک بیا نه وو نرګس له خوشالې نه انجونو ته د خبرو کولو نوبت نه ورکولو، ورځې تیریدې نرګس به پرته له ډاره ښوونځې څخه کور ته راتله ، د هلک لټول او څارل یې هم هیر کړل، څه موده وروسته نرګس د امتحانونو لپاره تیاري نیوله، د ښوونځې بکس یې خلاص کړ او ټول کتابونه او کتابچې یې رواخیست، چې په دې وخت کي یې سترګې په هغه لیک ولږيدې، چې هغه ځوان هلک ورکړی وو، یو ځل بیا ډار واخیسته په ورخطایې پورته شوه د کوټې دروازه یې بنده کړه لیک یې رواخیست، د لیک په شروع کي یې لیکلې وو
نرګس له دې بیت لوستلو وروسته دیوال ته تکیه وکړه او لیک لوستلو ته یې ادامه ورکړه
له سلام وروسته یې لیکلې وو،
ای د ښایست مالکئ، ای د ښکلو میرې ، ای د حورو ذاته، له هغې ورځې مې، چې ته لیدلې یې زړه درزا مې زیاته شوي، ژوند کولو هیله راته پیدا شوي، ای د ښایست ښاپیرۍ ستا تورې سترګي، تور زلفان، سره اننګې سپین رخصار او شونډی د پاسه تور خال دا ټول قدرتونه د رب ستا په ساده جمال کې.
بیا یې دا بیت لیکلې وو
له دې بیت وروسته نرګس هیندارې ته وکتل، خپل خال یې ولیده مسکۍ شوه ، لیک یې له همدې بیت څخه بیا پیل کړ، بیا یې لیکلې وو، کله، چې خاندې ګل ګل اننګو کې دې کندې وشي، او د زلفو دا توره حلقه ستا په سپین مخ لکه د لمر په مخ توره کرښه
نرګس هینداري ته وویل! زه په رښتیا دومره ښکلې یم؟
له بیت وروسته یې لیکلې وو
ای د ښایسته خزانې، زړه مې غواړې تر قیامته ستا په تمه پاتې شم خو ژوند راسره دوکه وکړه، د زړه په ناروغې اخته شوم یو خوا ستا مینه لکه د ژوند هومره ښکلې
بلخوا ژوند لکه د خوب لیدل دومره لنډ دی
دا شپږمه میاشت ده، چې سرطان لرم، ډاکټرانو شپږ میاشتې وخت راکړي، چې ژوندې پاتې کیداې شي خو دا دي شپږ میاشتي پوره شوي زه اوس هم ژوندې یم، ښایې ستا مینه مې مرګ ته نه پریږدې، خو بیا هم په ژوند اعتبار نشته د لیک ځواب ژر راکړه،
د بیت لاندې یې لیکلې وو، که کومه ورځ دې ښوونځې مخه کې ونه لیدم حق دې را وبخښه ښایې مړ شوي وم.
په احتــــرام: ستا لیونی " ...... "
نرګس بې اختیاره په ژړا شوه، لیک یې زړه پوري ونیوه، دا دریم کال دې، چې د ښوونځې مخې ته هغه لټوي...
خو هغه له تورو خاورو لاندې ژوند کوي .
ـــــــ ❤️🥀 ستا ارماني
مینې ته کمپیان