ملنگ عبدالرحمن بابا شعرونه

  • Home
  • ملنگ عبدالرحمن بابا شعرونه

ملنگ عبدالرحمن بابا شعرونه Pashto poetry_ Pashto Ghazal

بس خو قـــــــــــــدرتی رابندې ښۀ لګی هو د کــــــــــــــار سړی رابندې ښۀ لګیلـــر کښې مې منظور جانان د سترګو توربر کښ...
16/10/2024

بس خو قـــــــــــــدرتی رابندې ښۀ لګی
هو د کــــــــــــــار سړی رابندې ښۀ لګی

لـــر کښې مې منظور جانان د سترګو تور
بر کښې بیه غــــــــــــنی رابندې ښۀ لګی

هو منم چې ټول انسانیت خوږ دې خــو
نوم د آفـــــــــــــــــغانی رابندې ښۀ لګی

حق غواړی پۀ نره خــــــــــــلکو ځکه خو
ګران مـــــــــــحسین علی رابندې ښۀ لګی

دي چـــــــې راوتلی د پـــــــښتون پۀ ننګ
ټول پیغلې ځـــــــــــــــلمی رابندې ښۀ لګی

سپین حقیقت وائې ګــــــــــــــــــیلامنه یار
ستا شعر شاعــــــــــــــــــری رابندې ښۀ لګی
ګیلامان پشتین

ګــران هیــواده تل پــه خپلو وینــو رنګ یمستا په غېـږه کې له ژوند سـتړی  ملنګ یمستا ښایست چــې تل اور اخلي لمبـه کیږيزه ...
24/07/2024

ګــران هیــواده تل پــه خپلو وینــو رنګ یم
ستا په غېـږه کې له ژوند سـتړی ملنګ یم

ستا ښایست چــې تل اور اخلي لمبـه کیږي
زه بــه هــم پــه تا ځـان سېــزمــه پتنګ یم

پرځېده مـې ناممکن دي خوب او خیال دی
لا پــه خپلـو پښــو ولاړ پــه قامـت دنګ یم

زمـانــې شـهـادت وکـــــړ چــې شـهـیـد یــم
زه د امـــن پــه نـغـمــو وژلــی جــنــګ یــم

مـا د حــق منصــوري چغــه کـــړلـه پـورتــه
نـه مې ډار شتـه دی لـه داره نـه بې ننګ یم

ټـول وطن مـې پـه مرمو سـوری سـوری دی
چــیرتــه لاړ شمـه کاتـبــه پــه کـې تنـګ یـم
کاتب_شاه_کاتب

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ملنگ عبدالرحمن بابا شعرونه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share