13/07/2021
د هېواد اقتصاد ته پس منظر!
د وخت پاچا آمان الله خان په اقتصادي چارو کې لومړی ګام د تولیدي فابریکو احیاء، له بهره د تولیدي ماشینونو واردول، د سرمايه دارۍ نظام دودول، ریل پټليو احیاء او سوداګرېزو اړیکو ته پراختیا ورکول وو.
د هېواد په اقتصاد کې یې په لومړي ځل د افغانۍ کرنسۍ په چاپ ورسوله، د مالیې راټولونې لپاره منظمه تګلاره وضع شوه، بهرنیو مٶسساتو او فابریکو ته د هېواد په دننه کې د کار فعالیت اجازه ورکړل شوه، لده وروسته دده اصلاحاتو تداوم ونه موند او د افغانستان اقتصاد په تېرو ١٠٠ کلونو کې له لوړو ژورو سره مخ شو. د هېواد د خودکفایې او صنعتې کیدو هیلې تر ننه پوره نشوې. افغانستان اوس هم یو مصرفې هېواد دی، اقتصادي تکیه يې په بهرنیو مرستو او نږدې ٩٢ سلنه اړتیاوې له بهره واردوي. ✍