Hewad News هيواد نيوز

Hewad News هيواد نيوز د نړۍ څخه تازه کره او پر وخت خبرونو لپاره او هر اړخيزو معلوماتو ناپيلي او خپلواکه مرجع هيواد نيوز

د بست غږ خبرونه پر واټساف تعقيب کړي👇https://whatsapp.com/channel/0029VayWUFmBvvsd3nIIyz2E
23/01/2025

د بست غږ خبرونه پر واټساف تعقيب کړي👇
https://whatsapp.com/channel/0029VayWUFmBvvsd3nIIyz2E

د پاکستان د طالبانو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، ځواکونو یې پرون ماسپښین د شمالي وزیرستان ولایت، د شېوې ولسوالۍ الماره سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان برید کړی چې په ترڅ کې اووه پوځي عسکر وژل شوي او دوه دوه نور ټپیان شوي دي.

بشپړه راپور دلته ولولئ 👇
https://whatsapp.com/channel/0029VayWUFmBvvsd3nIIyz2E

26/11/2024

https://www.facebook.com/61568640735461

د کرېک لوکېشن نوي فيسبوک پاڼې ته ښه راغلاست دلته د افغانستان او نړي هر اړخيزه معلومات ترلاسه کولاي شئ

 #تازه د اصفهان د پېښې په غبرګون کې د ايران د پوځ لوی درستیز وويل: هلته څو الوتونکي شیان وو چې د هغو لخوا ډزې شوي وې. د ...
19/04/2024

#تازه د اصفهان د پېښې په غبرګون کې د ايران د پوځ لوی درستیز وويل: هلته څو الوتونکي شیان وو چې د هغو لخوا ډزې شوي وې.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د اعلی سرقوماندانۍ سرلښکر تورنجنرال سید عبدالرحیم موسوي د دې هېواد په اصفهان کې د چاودنو د غږونو د اوریدو په هکله وویل: چې زموږ د څارنې له مخې څو الوتونکي شیان وو چې د هغو په وسيله ډزې وشوې.

هغه همدارنګه د اسرايلو صهیونیسټ رژیم لخوا د ایران د ګواښ په باره کې زیاته کړه: بې عقلي له هر لیونی څخه کېږي، چې دا د هغوی په عقل پورې اړه لري.

موسوي همدارنګه اسرايلو ته د ګواښ په توګه وویلچې تاسو مخکې هم د ایران غبرګون لیدلی دی.

راشد خان: که آسټراليا مې له ملګرو سره نه لوبېږي زه هم بې ملګرو لوبي نکوم.د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د شل اوره لوبو لوبډ...
17/04/2024

راشد خان: که آسټراليا مې له ملګرو سره نه لوبېږي زه هم بې ملګرو لوبي نکوم.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د شل اوره لوبو لوبډلمشر او د کرکټ د نړۍ نړيوال او پېژندل شوي ستوري راشد خان ويلې د اسټراليا له لورې د افغان لوبډلې سره د لوبو لغوه کولو پريکړي خواشينی کړي يم.

راشد خان د کريک اينفو سره په یوه تازه مرکه کې ويلې د افغانستان سره د لوبو لغوه کولو له کبله به په بيګ باش ليګ کې د لوبیدو په هکله فکر وکړم.

د هغه په وينا، تاسې اسټراليا نه غواړئ چې زما له ملګرو سره لوبه وکړئ، خو خپل ليګ کې زما لوبېدل غواړئ، دا سره څه توپير لري نو يعنې زه خپل هېواد او ملګري پرېږدم او ستاسو سره ولوبېږم خو زه به دا کار ونکړم.

اسټراليا څه موده وړاندې افغانستان سره د شل‌اوريزو لوبو لړۍ د نه ترسره کولو پرېکړه اعلان کړه او لامل يې ورته افغانستان کې د طالبانو له لوري نجونو او ښځو ته د تعليم او نورو حقونو محدوديتونه بللي و.

افغان کرکټ لوبغاړي محمد نبي کابل کې د ادې روغتون د څانګې پرانيستلو خبر ورکړ.د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي...
16/04/2024

افغان کرکټ لوبغاړي محمد نبي کابل کې د ادې روغتون د څانګې پرانيستلو خبر ورکړ.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي د پلازمینې کابل په لويديځ کې د ادې روغتون د يوې څانګې د پرانيستلو خبر ورکړ.

ادې روغتون چې د يوې نړيوالي کمپنۍ څانګه ده، تېر کال يې افغانستان کې د محمد نبي په نوښت چاري پيل شوې چې ټولې برخې یې د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي.

ادې روغتون کې زېږنتون، د مور او ماشوم د روغتیا خدمات او د نسايي ولادې څانګې شاملې دي چې اکثر خدمات یې د ښځینه روغتیاپالانو له خوا مخته وړل کېږي.

محمد نبي پر ټولنيزو رسنيو ليکلې چې د کابل لويديځ کې يې د خلکو د غوښتنو په اساس دا روغتون پرانيست، او ټولې برخي يې پر نړيوالو معيارونو برابري دي.

د ايران د بريدونو پر وړاندې د اسراییلو په ملاتړ کې يې د روسيې د بريدونو پر وړاندې پر اوکراین ملاتړکړی دیهيواد نيوز (سه ش...
16/04/2024

د ايران د بريدونو پر وړاندې د اسراییلو په ملاتړ کې يې د روسيې د بريدونو پر وړاندې پر اوکراین ملاتړکړی دی

هيواد نيوز (سه شنبه، ۲۸ وری ۱۴۰۳):د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي پرون دوشنبه د وری پر ۲۷ نېټه په يوه نوي ويډيو کليپ کې لويديځ ته په خطاب کي وويل چي د ايران د بريدونو پر وړاندې د اسراییلو په ملاتړ کې يې د روسيې د بريدونو پر وړاندې پر اوکراین ملاتړکړی دی.

د رويټر د راپور له مخې زيلينسکي دا هم وويل چي اوکرایني ځواکونه په چاسيويار، پوکرفسک او کوپيانسک ښارونو کې د روسي ځواکونو پر وړاندې سخت حالت لري.

هغه په دې ويډيو کې د روسيې د نويو بريدونو خبرداری هم ورکړی او لويديځوال يي د هوايي دفاع بللي دي

د خيبر پښتونخوا په بونېر کې په جګړه کې دوه پوځيان او يو مشکوک وسله وال وژل شوي دي.د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو دفتر ويلي،...
14/04/2024

د خيبر پښتونخوا په بونېر کې په جګړه کې دوه پوځيان او يو مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو دفتر ويلي، چې په بونېر کې یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د وسله والو پر ضد عمليات کول چې نښته وشوه او په پایله کې یې یو وسله وال او دوه پوځیان ووژل شول

په هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله ۳۳ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ټپيان دي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي ...
14/04/2024

په هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله ۳۳ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي د سېلابونو له امله خلکو ته سخت مالي زيانونه هم اوښتي.
مسوولان وايي د سېلابونو له امله ۶۰۶ کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۱۹۵۵جریبه کرنیزه ځمکه هم تخريب شوې ده.
له تېرو څو ورځو راهيسې د هېواد په اکثره ولايتونو کې بارانونه پيل شوي چې له امله يې سېلابونه راوتلي او سخت زيانونه يې اړولي دي.

بایډن وایي، موږ به د ایران پر ضد په تعرضي عملیاتو کې برخه وانخلو د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي CNN ته ویلي چې د ام...
14/04/2024

بایډن وایي، موږ به د ایران پر ضد په تعرضي عملیاتو کې برخه وانخلو

د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي CNN ته ویلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی چې امریکا به د ایران پر ضد په هیڅ ډول تعرضي عملیاتو کې برخه وانخلي.

ايران د سلګونو توغنديو په مرسته پر اسرايلو بريدونه روان کړي دي.د ايراني، اسراييلي او امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، ا...
14/04/2024

ايران د سلګونو توغنديو په مرسته پر اسرايلو بريدونه روان کړي دي.

د ايراني، اسراييلي او امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، ايران په لومړي بريد کې ۷۰، په دوهم بريد کې ۸۰ او په درېيم بريد کې ۵۰ توغندي د اسراييلو پر جنوب توغولي دي.

که څه هم تر اوسه پورې د اسرايلو د دفاع وزارت له لوري د ۲۰۰ توغنديو د توغول کېدو خبر ورکول شوی دی خو اټکل کېږي چې ښايي تر دې زياتي توغندۍ توغول شوي وي.

د دغو بريدونو د تلفاتو په اړه تر اوسه پورې دقيق مالومات نشته.

د اسرايلو ولسمشر بنيامين نتانياهو د امریکا د ولسمشر جوبايډن سره او د اسرايلو د دفاع وزير د امريکا د دفاع وزیر سره پر ټليفون بېړنۍ خبري کړي دي، همدارنګه د امريکا د سنا مجلس رييس له امريکا څخه غوښتي تر څو ژر تر ژره د اسرايلو مرستي ته ځان ورسوي.

کانونو او پټرولیم وزارت: د شبرغان او مزار شریف د ګازو د لېږد د نل لیکې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شويد کانونو او پټرولیم وزارت پ...
13/04/2024

کانونو او پټرولیم وزارت: د شبرغان او مزار شریف د ګازو د لېږد د نل لیکې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبر کې وایي چې د شبرغان او مزار شریف د ګازو د لېږد د نل لیکې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي او د پاتو کارونو چارې یې هم په چټکۍ سره روانې دي.

د یاد وزارت د ویاند په وینا، د دغې نل لیکې اوږدوالۍ ۹۵.۵ کیلو متره دی او ۶.۹ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې شوې ده

د کورنیو چارو وزیر په خپل اختریز پیغام کې، چې د دغه وزارت پر ایکس پاڼه خپور شوی، له خلکو غوښتي چې د اوسني نظام او امنیتي...
09/04/2024

د کورنیو چارو وزیر په خپل اختریز پیغام کې، چې د دغه وزارت پر ایکس پاڼه خپور شوی، له خلکو غوښتي چې د اوسني نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او د اسلامي شریعت په پلي کولو کې همکاري وکړي.
د دغه پیغام په یوه برخه کې د کورنیو چارو وزیر امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې له هغو کړنو دي ډډه وکړي چې د هېوادوالو د خپګان لامل کېږي.
نوموړي دغه راز له امنيتي ځواکونو او ولايتونو امنیه قومندانیو له مسئولينو غوښتي، چې د اختر د لمانځه امنيت په ټینګښت کې له هيڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hewad News هيواد نيوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share