17/09/2026
کانونو او پټرولیم وزارت:
د طوطي میدان ګازو بلاک د تخنیکي ستونزې د حل په موخه یو پلاوی اوزبیکستان ته تللی
د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د طوطي میدان ګازو بلاک د تړون اړوند تخنیکي ستونزو د حل لپاره یې یو مسلکي پلاوی اوزبیکستان ته استولی دی.
د وزارت په وینا، افغان پلاوي له اوزبیکستاني چارواکو سره په ګډو تخنیکي ناستو کې د تړون ستونزې او د هغو د عملي حل لارې ارزولي دي، په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
سرچينه زياتوي، د کانونو او طبیعي ګازو په برخو کې له اوزبیکستان سره د همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابرولای شي.
#میثاق