Ayzal Media

Ayzal Media Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ayzal Media, Media/News Company, Kabul.

05/10/2026

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال طاهر خان د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له سلاکار ډاکټر عمران زېب سره د افغان کډوالو د وضعیت، ستونزو او په پاکستان کې د هغوی د راتلونکي په اړه مرکه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ماموریت د یوه بل کا...
05/10/2026

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو په کندهار کې د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره د دوحې پروسې، ټولنیز...
05/10/2026

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو په کندهار کې د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره د دوحې پروسې، ټولنیزو او اقتصادي فشارونو، اقلیمي بدلون او افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنېدو په اړه خبرې کړې دي.

د جمهوریت پر مهال د افغانستان د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د څلورو لوړپوړو...
05/10/2026

د جمهوریت پر مهال د افغانستان د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو د حکمونو علني کېدل ښيي چې د افغانستان دوسیه نه ده تړل شوې او د قانون پر وړاندې مسولیت هم د وخت په تېرېدو له منځه نه ځي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، طالبان د جرمونو نړیواله محکمه نه پېژني او د دې محکمې دریځونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي...
05/10/2026

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، طالبان د جرمونو نړیواله محکمه نه پېژني او د دې محکمې دریځونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د طالبانو مشرانو داسې هېڅ عمل نه دی ترسره کړی چې د کومې محکمې له لوري د نیولو یا سزا وړ وګرځي.

د سعودي دفاع وزیر خالد بن سلمان وايي، د مکې د دفاع ایتلاف د سعودي عربستان او سپېڅلو ځایونو پر وړاندې د وروستیو بریدونو پ...
05/10/2026

د سعودي دفاع وزیر خالد بن سلمان وايي، د مکې د دفاع ایتلاف د سعودي عربستان او سپېڅلو ځایونو پر وړاندې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د غړو هېوادونو پر یووالي ټینګار کړی او د بریدونو او د هغوی د مسؤلینو پر وړاندې یې د ګډ مخنیوي اقداماتو د فعالولو پرېکړه کړې ده.

سرگئی لاوروف، وزیر خارجه روسیه، روز دوشنبه در سخنرانی افتتاحیه هشتمین نشست «فرمت مسکو» درباره افغانستان، استقرار زیرساخت...
05/10/2026

سرگئی لاوروف، وزیر خارجه روسیه، روز دوشنبه در سخنرانی افتتاحیه هشتمین نشست «فرمت مسکو» درباره افغانستان، استقرار زیرساخت‌های نظامی ناتو در افغانستان و کشورهای همسایه را «غیرقابل قبول» خواند. لاوروف گفت این موضوع «تحت هر بهانه‌ای» غیرقابل قبول است و تاکید کرد که تجربه تاریخی نشان داده است حضور نظامی خارجی در افغانستان به بی‌ثباتی و افزایش درگیری‌ها منجر شده است. او افزود: «ما در دهه‌های اخیر نتیجه دیگری از چنین حضوری مشاهده نکرده‌ایم.»

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، په افغانستان کې پر لمریزې برېښنا د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د سمبالولو ...
05/10/2026

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، په افغانستان کې پر لمریزې برېښنا د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د سمبالولو له لارې یې په دریېو کلونو کې له ۷۴۳زره او ۴۷۰ ښځو او نجونو سره د زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په برخه کې مرسته کړې ده.

آنتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل متحد، برای گفت‌وگو درباره نقش میانجی‌گرانه پاکستان در مناقشه میان امریکا و ایران به اسل...
05/10/2026

آنتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل متحد، برای گفت‌وگو درباره نقش میانجی‌گرانه پاکستان در مناقشه میان امریکا و ایران به اسلام‌آباد رفت. خبرگزاری دولتی پاکستان (APP) روز دوشنبه، ۵ اکتوبر، گزارش داده است که گوترش شام یک‌شنبه نیویارک را به مقصد اسلام‌آباد ترک کرده است. او در سفر چهارروزه خود درباره نقش پاکستان در میانجی‌گری میان امریکا و ایران و همچنین نقش «سازنده» این کشور در حمایت از مذاکرات میان دو طرف گفت‌وگو خواهد کرد.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش به د سې‌شنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي او په اسلام‌اباد کې به د دغه هېواد له لومړي...
05/10/2026

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش به د سې‌شنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي او په اسلام‌اباد کې به د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف، بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې وکړي.

Address

Kabul
EC2A1JP

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ayzal Media posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share