18/08/2026
مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیب الله احمدي، د پالم تېلو ټولنې د ۲۰۲۶ کال په کلني فورم کې ګډون کړی.
په دغه فورم کې د مالیزیا د کرنیزو محصولاتو وزیرې، داتو سري، ډاکټر نورعیني، د پالم تېلو صنعت استازو، د صرافیا کمپنۍ عمومي رییس او د افغان سوداګرو مشر نور احمد خان ګډون کړی و.
په یاد فورم کې د پالم تېلو د تولید، ارزښت، سوداګرۍ او د یاد صنعت د پراختیا پر بېلابېلو اړخونو خبرې شوې دي.
د افغانستان سفارت سرپرست د افغانستان او مالیزیا ترمنځ یې د پالم تېلو د سوداګرۍ پر پراختیا، شته فرصتونو او د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي.