22/06/2026
د افغانستان لومړنی فضايي ستورمزلی عبدالاحد مومند د جرمني په شټوټګارډ ښار کې د ورپېښې (کېنسر)ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
اروښاد عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د میر فضايي سټېشن له لارې فضا ته تللی و او نهه ورځې یې په دغه فضايي مرکز کې تېرې کړې وې.
نوموړی د افغانستان لومړنی فضايي ستورمزلی بلل کېږي. نوموړی لومړۍ پښتون افغان وو چې په فضا کې یې په پښتو خبرې وکړې او ځان سره یې قرانکریم هم وړی وو.