
21/04/2025
راشد خان نن یو وار بیا ثابته کړه، چې د معاصر کرکټ بې جوړې لوبغاړی دی.
هغه د ګجرات لپاره په مهم وخت کې اورونه وکړل، چې ۲۵منډې یې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.
راشد خان په خپل لومړي اور کې سونیل نارین وسوځوو او درېیم اوور کې یې رسل، چې دغو دواړو د لوبې مخ بدلولی شوی.
هغه که څه هم د ای پي ایل له پیل راهیسې ښه نه و ځلېدلی؛ خو نن یې وښوده، چې هر ډول حالاتو کې د لوبډلې اړتیا ورته پېښېدی شي.
د ای پي ایل سیالیو کې راشد د کلکتې پر وړاندې ښه ریکارډ لري او نن د کلکتې لوبډلې هم په دې اړه غور کړی و، چې څه ډول له راشد څخه ځان بچ کړي؛ خو بیا یې هم ونشو کړی.
راشد د کرکټ ښکلا ده او خدای دې دا ښکلا د تل لپاره لري.