26/05/2025
څه موده وړاندې په بلوچستان کې پر هغو مرکزونو بریدونه وشول چې د داعـ.ش اړوند ګڼل کېدل، مګر مسؤلیت یې رسماً چا نه و منلی.
تازه داعـ.ش په یوه ویډیويي پیغام کې اعتراف کړی، د دغو بریدونو مسؤلین یې بلوڅ بیلتونپال بللي او خبرداری یې ورکړی چې سخت انتقام به ترې واخلي.
دغه بریدونه هغه راپورونه تاییدوي، چې د اسـ.لامي امـ.ارت استخباراتي سرچینو وړاندې کړي وو.
اسـ.لامي امـ.ارت ویلي و: د داعـ.ش خراسان اصلي مرکزونه په پاکستان په ځانګړي ډول بلوچستان کې د ISI تر نظر لاندې دي او په افغانستان کې نه کومه ښکاره پناهګاه لري او نه هم کوم مرکز.