M Bilal Turabi Niazai

  • Home
  • M Bilal Turabi Niazai

M Bilal Turabi Niazai Software Engenier

09/05/2026

فکر کوم، هغه ورځ را روانه ده کومې ته چې سوچ کې ډوب یو!
خدای تعالی دې ټول ملګري کامیاب او مؤفق لري!

زېری‼د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت د خوست د علم‌ پروره ځوانانو لپاره د Computer Scie...
25/01/2026

زېری‼
د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت د خوست د علم‌ پروره ځوانانو لپاره د Computer Science د Software برخې محصلینو ته د Web Development په برخه کې د Front-End (HTML او CSS) وړیا ټولګی ترتیب کړی دی.
زرین فرصت مه ضایع کوئ‼
د ټولګي موده: ۲ میاشتې.
د پیل نېټه: ۲۰۲۶/۲/۴
ورځ: چهار شنبه.
اړيکې: 0765945624 / 0777835291
استاد: انجینر محمد بلال ترابي
څانګه: خوست ځوانانو چارو آمریت

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! عزيز نيازي, Sadiqullah Wiqar, خیرخوا نيازی, Rahmanullah L...
23/01/2026

Shout out to my newest followers!
Excited to have you onboard!
عزيز نيازي, Sadiqullah Wiqar, خیرخوا نيازی, Rahmanullah Lakanwal, عزيز ملنګ, Mushraf Niazai, Anwarshah Malal, هيمت افغان, خاموش هلك

قدم په قدم تدوم او تحول راځي، ټوله دنیا په اوو ورځو کې جوړه ده، چون خدای تعالی هر کار کون فیکن ده.
21/01/2026

قدم په قدم تدوم او تحول راځي، ټوله دنیا په اوو ورځو کې جوړه ده، چون خدای تعالی هر کار کون فیکن ده.

  vs   (short distinction): : Space inside an element, between the content and its border. : Space outside an element, b...
06/01/2026

vs (short distinction):
: Space inside an element, between the content and its border.
: Space outside an element, between the element and other elements.
affects the element’s inner spacing; affects spacing around the element.

هغه کسان چې دوی غواړې Full Stak Web Developer شي ددوی لپاره تر ټولو مهمه زده کړیزه تګلاره.
23/12/2025

هغه کسان چې دوی غواړې Full Stak Web Developer شي ددوی لپاره تر ټولو مهمه زده کړیزه تګلاره.

Data Type...
11/12/2025

Data Type...

د سرور ډولونه‼1. Web Serverدا سرور ویب پاڼې کاروونکو ته ښکاره کوي.Example: Apache, Nginxکله چې URL ټایپ کړې، ویب سرور  H...
16/11/2025

د سرور ډولونه‼
1. Web Server
دا سرور ویب پاڼې کاروونکو ته ښکاره کوي.
Example: Apache, Nginx
کله چې URL ټایپ کړې، ویب سرور HTML/CSS/JS درته لیږي.
2. Mail Server
دا سرور ایمیلونه لیږي، اخلي یې او ذخیره کوي یې.
Example: Gmail servers, Outlook servers.
3. Database Server
دا سرور ټوله ډیټا ذخیره کوي او د Query له لارې یې بیرته موږ ته راکوي.
Example: MySQL, PostgreSQL, MongoDB.
4. Application Server
دا سرور د اپلیکیشن لوجک چلوي (Backend code).
Example:Node.js server,Java Tomcat server
5. DNS Server
د IP نمونه په DNS بدلوي.
Example: google.com ➝ 142.250.190.78
که DNS نه وي، انټرنیټ کار نه کوي.
6. Proxy Server
دا ستا او سرور ترمنځ منځګړی وي.
– اصلي IP پټوي ددې لپاره چې د ستا او سرور ترمنځ د اړیکې امنیت Security وساتي.
7. Game Server
آنلاین لوبې پرې چلیږي، Players له همدې سرور سره وصل کیږي او خپلې لوبې مخته وړي.
Example: PUBG servers, Free Fire servers.
8. File Server
دا سرور فایلونه ذخیره او Share کوي.
په دفترونو او شرکتونو کې ډېر کارېږي.
9. Print Server
په دې سرور کې د پرینټ چاپ برابریږي نیټورک ورباندې برابریږي او دغه پرینټر نه ډیر خلک اکسیس کولی شي.

What is API?مخکې له دې چې API ته ورشو، د یو څو پوښتنو په اړه فکر وکړئ .1.څنګه مصنوعي زیرکتیا مختلفو پوښتنو ته ځواب وایي؟...
14/11/2025

What is API?
مخکې له دې چې API ته ورشو، د یو څو پوښتنو په اړه فکر وکړئ .
1.څنګه مصنوعي زیرکتیا مختلفو پوښتنو ته ځواب وایي؟
2. ولې یو اپ ته د لوګین لپاره د ګوګل یا کوم بل اپلیکشن څخه ګټه پورته کوو؟
3. د هوا د حالاتو دمعلومولو آپ څنګه د نړۍ د هرې سیمې معلومات موږ ته په دقیق ډول راکوي؟
4. څنګه د فیسبوک آپ د ویریفای کوډ موږ ته په وتسپ کې ښودل کېږي؟
5. که یو ویب‌سایټ هم په تلیفون او هم کمپیوټر کې کاروئ، څنګه یو ډول معلومات درکوي؟
د دې ټولو پوښتنو په تعقیب سره ویلای شو چې دا ټول کارونه API کوي.
API = Application Programming Interface
یو اپلیکشن نه دی، بلکې دا یو میتود، یوه طریقه او یوه لاره ده چې د همدې لارې په وسیله هر اپ د نورو اپونو سره تګ راتګ کوي.
د دوو اپلیکشنونو ترمنځ API د دریم ګړي په ډول کار اجراء کوي.
مثلاً: کله چې فیسبوک ته د لوګین لپاره د ویریفای کود وتسپ ته ځي، فیسبوک آپ دغه معلومات مستقیماً د وتسپ ډیټابیس ته نشي ذخیره کولی، بلکې فیسبوک به وتسپ سره د دریم ګړي په صفت خبرې کوي، بیا به هغه کود د وتسپ API ته ورکوي، او وتسپ به یې په خپل ډیټابیس کې ذخیره کوي او بیا به یې استعمالونکي ته ښايي. په همدې ډول هر اپلیکشن د نورو اپلیکشنونو سره د API په مرسته خبرې کوي.
داډ ډیر زیات ډولونه لري:
ځینې فري (وړیا) دي او ځینې پېډ (د پیسو په بدل دي).
وړیاــــ
دا هغه API دي چې بې ‌پیسې کارېدلی شي، خو اکثر وخت یې حد (limit) وي،
مثلاً په ورځ کې یوازې ۱۰۰ یا ۱۰۰۰ غوښتنې.
مشهور فري APIs
* JSONPlaceholder → د تمرین لپاره جعلي ډیټا (users, posts...)
* OpenWeatherMap → د هوا معلومات
* News API → د نړۍ خبرونه (newsapi.org)
* Unsplash API → وړیا عکسونه (unsplash.com/developers)
* PokeAPI → د Pokémon لوبې معلومات (pokeapi.co)
* REST Countries API → د هېوادونو معلومات (restcountries.com)
* Cat Facts API → د پیشوګانو په اړه معلومات (catfact.ninja)
* Advice Slip API → مشورې یا Quotes (api.adviceslip.com)
د پیسو بدل کې کارونکي:
دا هغه API دي چې د کارولو لپاره باید پیسې ورکړې. اکثر وخت یې وړیا نسخه ( Free trial) لري، خو بشپړ امکانات یې پېډ وي.
مشهور Paid APIs
* ChatGPT / OpenAI API → مصنوعي ځیرکتیا، ژ
* Google Maps API → نقشه، لارو، موقعیتونه
* Twilio API → SMS، زنګونه، WhatsApp
* Stripe / PayPal APIs → Online payment
* Spotify API → میوزیک معلومات
* DeepL / Google Translate API → ژباړې

نو په لنډ ډول ویلی شو چې API هغه پُل دی چې د مختلفو اپلیکشنونو ترمنځ اړیکه جوړوي.
هر اپ د بل اپ سره خبرې کوي — خو د API په ژبه!

Address

Last Station Bus Stop Of Kabul University Road

1900

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when M Bilal Turabi Niazai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share