Bawar News Agency

Bawar News Agency Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Bawar News Agency, Media/News Company, Kabul.

Bawar News Agency | Accurate and timely news from the country, the region, and the world you can trust.
-----
باور خبري اژانس | د هېواد، سیمې او نړۍ کره او پر وخت خبرونه چې پرې باور کولی شئ

افغانستان کې د بټرۍ جوړولو صنعت د پراختیا په حال کې دی او دا مهال ځینې فابریکې هره ورځ تر ۳۰۰۰ پورې بټرۍ تولیدوي. په دغو...
03/04/2026

افغانستان کې د بټرۍ جوړولو صنعت د پراختیا په حال کې دی او دا مهال ځینې فابریکې هره ورځ تر ۳۰۰۰ پورې بټرۍ تولیدوي. په دغو فابریکو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان په کار بوخت دي او د تولید بهیر د نوې ټکنالوژۍ په مرسته پر مخ وړل کېږي.
د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې نږدې ۱۱ فابریکې فعالیت لري چې شاوخوا ۱۱۰ میلیونه ډالره پانګونه پکې شوې ده. دغه فابریکې نه یوازې د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې نورو هېوادونو ته هم صادريږي.

خلیلزاد: د کابل پر بریدونو دې نړیوال غبرګون وښودل شيد افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکس...
17/03/2026

خلیلزاد: د کابل پر بریدونو دې نړیوال غبرګون وښودل شي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پوځي رژیم له لوري په کابل د تیرې شپې بریدونو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې د ملکي کسانو مرګ‌ژوبله د اندېښنې وړ ده.
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا بریدونه وغندي او د قربانیانو لپاره بېړنۍ بشري مرستې برابرې کړي.
خلیلزاد همداراز هیله څرګنده کړې چې ا.ا به د پاکستان پر وړاندې پر خپلو تګلارو بیا غور وکړي او د روان وضعیت په اړه به سنجول شوی غبرګون وښيي.
نوموړي د پاکستان د پوځي رژیم پرېکړو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د ملکي وګړو د زیان لامل ګرځي او د خلکو نظرونو ته پکې پاملرنه نه کېږي.

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر اېکس د پاکستان پوځي رژیم له لوري د تیرې شپې برید چې د روږدو د درملنې په مرکز ترسره شو...
17/03/2026

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر اېکس د پاکستان پوځي رژیم له لوري د تیرې شپې برید چې د روږدو د درملنې په مرکز ترسره شوی په کلکو ټکو غندلی دی.
هغه د پاکستان واکمنو پوځيانو ته خبرداری ورکړی چې د دغو بریدونو دوام به نه یوازې هغوی خپلو موخو ته ونه رسوي، بلکې د سیمې وضعیت به لا خراب کړي او د هماغه هېواد په زیان به تمام شي.
ښاغلی کرزی یو ځل بیا ټینګار کوي چې که پاکستان د خپل خیر او د سیمې د ثبات غوښتونکی وي، باید خپلې ناسمې پالیسۍ بیا و ارزوي او له افغانستان سره د ګاونډیتوب د اصولو په چوکاټ کې تعامل وکړي.

‏د امریکا پوځ ویلي، چې په عراق کې يې یوه پوځي الوتکه غورځېدلې ده. د پوځ په وینا، KC ۱۳۵ ډوله الوتکه چې د تېلو رسولو چاره...
13/03/2026

‏د امریکا پوځ ویلي، چې په عراق کې يې یوه پوځي الوتکه غورځېدلې ده. د پوځ په وینا، KC ۱۳۵ ډوله الوتکه چې د تېلو رسولو چاره یې ترسره کوله د دوو الوتکو ترمنځ له یوې پېښې وروسته وغورځېده. د امریکا مرکزي قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي د عملې د ژغورنې هڅې روانې دي او دا پېښه د عراق په لوېدیځه برخه کې شوې ده. په خبرپاڼه کې راغي، چې دویمه الوتکه چې په پېښه کې شامله وه په خوندي توګه ښکته شوې ده.

بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري د ناقانونه نیونو د ملاتړ هېوادونو په نوملړ کې د افغانستان شاملول د تأسف وړ بللي. یاد ...
10/03/2026

بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري د ناقانونه نیونو د ملاتړ هېوادونو په نوملړ کې د افغانستان شاملول د تأسف وړ بللي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هېڅ بندي د معاملې لپاره د وسیلې په توګه نه دی نیول شوی او افغانستان په تېر کال کې د قطر په منځګړیتوب د ځینو بهرنیو وګړو د قضیو د حل لپاره د حسن نیت له مخې مثبت ګامونه پورته کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې یاد مسایل د دواړو لورو ترمنځ د رغنده تعامل له لارې حل کېدای شي.

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې له (IFS) سويډني شرکت سره یې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د سافټویر او ډیجیټلي خدمتونو ...
05/03/2026

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې له (IFS) سويډني شرکت سره یې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د سافټویر او ډیجیټلي خدمتونو پراختیا په موخه انلاین ناسته وشوه. سرچینې ویلي، چې په یاده ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار، برېښنا سکتور خدمتونو روڼتیا کې د ځيرک سیسټمونو کارول ګټور بللي او ټینګار یې کړی، چې د دغه پرمختګونو پربنسټ کولی شو د پېرودونکو رضایت زیات کړو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم د...
24/02/2026

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم د وروستیو بریدونو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي، چې په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او پر دواړو لوریو یې غږ کړی، چې له زغم کار واخلي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پام وکړي او نړیوال بشري قوانین مراعت کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو بریدونو کې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۷ غړي شهیدان شوي دي. د راپورونو له مخې، د څلورو کسانو جسدونه لا هم تر خاورو لاندې دي او د موندلو هڅې روانې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې تهران او واشنګټن د اټومي لانجې د حل لپاره پر ځینو مهمو «لارښوونکو اصولو»...
18/02/2026

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې تهران او واشنګټن د اټومي لانجې د حل لپاره پر ځینو مهمو «لارښوونکو اصولو» هوکړې ته رسېدلي خو ټینګار یې کړی چې دا موضوع لا هم د ژر او نهایي تړون معنا نه لري.
د رویټرز د راپور له مخې، د عراقچي له څرګندونو وروسته د دغو خبرو اغېزې د تېلو په نړیوالو بیو کې هم لیدل شوې، چې راټیټې شوې دي. راپور زیاتوي، دې پرمختګ د سیمې په کچه د احتمالي شخړې اندېښنې هم تر یوه بریده کمې کړې دي.

سترې محکمې سبا د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړهد افغانستان سترې محکمې د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې اعلان کړی، چ...
17/02/2026

سترې محکمې سبا د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه
د افغانستان سترې محکمې د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې اعلان کړی، چې د پروان، کندهار، هلمند او زابل ولایتونو کې د ګڼ شمېر کسانو له لوري د روژې مبارکې میاشتې هلال لیدل شوی او یاد راپورونه له شرعي محاکمو سره ثبت شوي دي.
د همدې معلوماتو پر بنسټ، سبا (چهارشنبې) د سلواغې میاشتې ۲۹مه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان شوه.

ایلان ماسک: د سپوږمۍ پر مخ د ښار جوړولو تمرکز مو زیات کړیامریکایي میلیارډر ایلان ماسک ویلي، چې د هغه شرکت خپل تمرکز له م...
09/02/2026

ایلان ماسک: د سپوږمۍ پر مخ د ښار جوړولو تمرکز مو زیات کړی

امریکایي میلیارډر ایلان ماسک ویلي، چې د هغه شرکت خپل تمرکز له مریخ څخه سپوږمۍ ته اړولی او هڅه کوي، چې د راتلونکو ۱۰ کلونو په موده کې پر سپوږمۍ یو ځان‌بسیاینکی ښار جوړ کړي.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سپوږمۍ پر مخ د ښار جوړولو طرحه له تخنیکي او لوژستیکي پلوه د مریخ پرتله ژر عملي کېدای شي؛ ځکه سپوږمۍ ته سفرونه هر لس ورځې شوني دي، خو مریخ ته یوازې هغه مهال تګ ممکن دی، چې دواړه سیارې هر ۲۶ میاشتې وروسته په مناسب مدار کې سره برابرې شي. د ماسک په وینا، سپوږمۍ ته سفر شاوخوا دوه ورځې وخت نیسي، په داسې حال کې چې مریخ ته د تګ موده نږدې شپږ میاشتې ده. ایلان ماسک ټینګار کړی، چې د مریخ پر مخ د ښار جوړولو موخه لا هم د دغه شرکت د اوږدمهاله پلان برخه ده.

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bawar News Agency posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share