
11/08/2025
نن دا یو ږغ ښه سم راسره بدرګه کړی، چي ږغ مو واورېدل سي، ثواب به مو سي
په کومه ورځ چي دهله وچه سوه، په هغه ورځ د کندهار جغرافیه ختمه سوه. د احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه دا ټاټوبی نور سپېره دښت او سور ریګ سو.
د استسقاء لمونځونه کوو، له الله تعالی څخه باران غواړو خو کله چي باران وسي، نو بیا زموږ په پېخر اوبه بې ځایه ولاړي سي. د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۴ په شروع کي چي کوم بارانونه وسول، کومي اوبه چي دهلې ته راغللې، بې ځایه ولاړې، دهله له وخت څخه مخکي پارچاو سول. ظاهرشاهي کانال یا لویه ویاله داسي ډیزاین سوې، چي په کال کي نهه یا لس میاشتي و بهیږي، نو زموږ د کورنو برمو کي به اوبه وي.
دهله پاکېدل غواړي، دا بیخي ډېر کلونه نه ده پاکه سوې. و دهلې ته سیلابي اوبه را رواني دي، ټول دهله لاندي د لی او خټو ډکه ده، فقط پر سر ئې اوبه دي. اوس ئې عجب ښه موقع ده، ځکه چي دهله ډېره تشه سوې ده، پاکېدل ئې تقریبا اسانه دي. ترڅنګ دي ئې د دېوالونو پر پورته کولو هم غور وسي. که د دېوالونو په پورته کولو سره ئې سل دوه سوه کورنو ته زیان رسیږي، حکومت شاوخوا په همدې او نورو ولسوالیو کي خورا ډېره ځمکه لري، هغه دي په استملاک کي ورکړي.
په نن وخت کي بیداره حکومتونه هغه دي چي څومره ئې اوبه وساتلې، څومره ئې ځنګلونه وساتل او څومره ئې شنګیا او وني ډېري کړې، ځکه اقلیمي بدلون و ټول نړۍ ته د سردرد دئ، اوبه کمیږي، بارانونه یا نه کیږي او که کیږي نو بې وخته کیږي او د نړۍ د تودوخي کچه لوړيږي.
دا یوازي د یو څو نفرو ږغ نه دئ، دا د درست کندهار ږغ دئ، دهله دي پاکه او پراخه سي. که دهله نه وي، کندهار به نه وي، هرڅه به ختم سي.
یادونه: حکومت نن خورا غښتلی دئ، خامخا بدیجه هم ورته لري او په نننی ماشینري ئې خورا ژر پاک کولای سي.