02/08/2023
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
ستاسو ټولو قدرمنو د روغتیا په هیله
*د ټولو درمل پلورونکو د پام وړ!*
د خوړو او درملو ملي اداري، عامي روغتیا ریاست د هدایت په اساس د جعلي، تقلبي(ډبلوکیټ)، بې کیفیته او غیري معیاري درملو د پلټنې لړۍ دوام لري.
لاندي څلور قلمه غیري معیاري،جعلي تقلبي او بې کیفیته جوړ سوی دي.
۱:ډیټول لوشن
غیري معیاري،بې کیفیته جعلي او تقلبي دي.
۲:موت واش (لیسټرین)
نوموړې موت واش تر وخت تېر او د دوهم ځل لپاره په داخل هیواد کي نوی لېبل سوی دي ، پر لېبل لیکل سوی هیواد سره تعلق او تړاو نه لري.
۳:ORS peed-cef
۴:Ucee-Lar ORS
پورته ذکر سوي او ار ایس پوړۍ غیري معیاري، جعلي تقلبي او بې کیفیته جوړ سوی،
د نوموړو پوړیو لیبل کي لیکل سوي هیواد سره تعلق او تړاو نه لري.
په داخل د هیواد کي لیبل او پیکنګ سوي دي.
د کندهار د درملي خدمتونو اتحادیه د ټولو درمل پلورونکو څخه یو ځل بیا غوښتنه کوي چي د نوموړو جعلي،بي هویته ، تقلبي (ډبلوکیټ) او غیر معیاري درملو د رانیولو او خرڅولو څخه مخنیوی وکړئ، د مارکیټونو د برسي دا پروسه به دوام لري که چیري د هر درمل پلورونکي سره ونیول سوه اتحادیه یې په وړاندي کوم مسؤلیت نه لري، مسؤلیت یی د هغه شخص دي چي درمل یی ضبط او شخص یې د زیربطو ارګانو لخوا مجازات کیږي.
کاپي
د کندهار درملي خدمتونو اتحادیه