Anar News Kdr_سایت خبرگزاری انار نیوز

  • Home
  • Anar News Kdr_سایت خبرگزاری انار نیوز

Anar News Kdr_سایت خبرگزاری انار نیوز Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Anar News Kdr_سایت خبرگزاری انار نیوز, News & Media Website, .

دکندهار امنيه قوماندانۍ خبرتيا!دکندهار ښار ټول متدين ولس ته خبر ورکول کيږي چي تاسو په خپلو کار ځايونو ، کورنو کي دتلاشې ...
28/10/2023

دکندهار امنيه قوماندانۍ خبرتيا!

دکندهار ښار ټول متدين ولس ته خبر ورکول کيږي چي تاسو په خپلو کار ځايونو ، کورنو کي دتلاشې لپاره هغه امنيتي ځواکونو ته اجازه ورکړي چي يونيفور ( دريشي ) يي په تن وي د (دريشي ) دنه لرلو په صورت کي دلاندي شميرو سر عاجل اړيکه ونيسي
۰۷۰۸۸۸۸۹۲۴
۰۷۰۵۰۷۸۳۰۲
دکندهار امنيه قوماندانۍ وياند حافظ صابر

https://t.me/newschannelkdr/13621

د نن شپی لوبی..!
28/10/2023

د نن شپی لوبی..!

شپږیږه لیګ:له کندهاره نوی راټوکېدلي لوبغاړي ضیا ځلاند نن د بوست ساتوونکو لوبډلي سره په خپله دوهمه لوبه کي څلور آورونه تر...
30/07/2022

شپږیږه لیګ:

له کندهاره نوی راټوکېدلي لوبغاړي ضیا ځلاند نن د بوست ساتوونکو لوبډلي سره په خپله دوهمه لوبه کي څلور آورونه ترسره کړه او درې لوبغاړي ئې د ۲۳ منډو په مقابل کي وسوځول.
ضیا وړاندي په لومړي لوبه کي هم دوه لوبغاړي سوځولي وه.

بوست ساتوونکي لوبډله چي د لوی کندهار نمائنده ګي کوي له کلونو وروسته یوه منظمه لوبډله جوړه کړې او د لوی کندهار څخه ئې پکښي څو لوبغاړو ته چانس ورکړی دی.

سږ کال په شپږیږه کي د بوسټ لوبډلي لوبډلمشر حشمت شاهدي، روزونکی رئیس احمدزی، مدیریت او تخنیکي برخه ئې جار عبدالرحمیزی او مسعود رحماني کوي.
https://t.me/newschannelkdr

د کندهار د والي ویاند: په سپین بولدک ولسوالۍ کي سخت مالي زیانونه رسېدلي دي.هغه وايي، تېره شپه امنیتي ځواکونو له عامو خلک...
30/07/2022

د کندهار د والي ویاند: په سپین بولدک ولسوالۍ کي سخت مالي زیانونه رسېدلي دي.
هغه وايي، تېره شپه امنیتي ځواکونو له عامو خلکو سره په وېښه تېره کړې ده او سلګونه کسان ئې له سېلابونو څخه ژغورلي.
هغه زیاتوي سلګونه کورونه نړېدلي او په زیاته کچه خلګ بېځایه سوي دي.
هغه وايي، چي د بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او پر ټولو مؤسیساتو، خیریه بڼسټونو او شتمنو یې د مرستي ږغ کړی.
https://t.me/newschannelkdr

30/07/2022

افغان کرکټ بورډ:
راسئ نن بېله کم ټکټ څخه لوبي ننداره کړئ او د افغانانو دوښمن ته وښیاست چي هیڅکله به مو له کرکټ او یووالي څخه بېل نه کړئ.
https://t.me/newschannelkdr

د ایران ولسمشر: د هلمند په سیند کي له خپلي برخي اوبو څخه نه تیریږو.هغه وايي، که افغان واکمنان ئې خپله برخه اوبه ور ایله ...
30/07/2022

د ایران ولسمشر: د هلمند په سیند کي له خپلي برخي اوبو څخه نه تیریږو.
هغه وايي، که افغان واکمنان ئې خپله برخه اوبه ور ایله نه کړي اړیکي به یې ورسره ترینګلي سي.

در چینل تلگرام خبری، تحلیلی ، آموزشی و معلومات عمومی سایت خبرگزاری انار نیوز کندهار خوش آمدید

26/07/2022

په جنوب لویديځه حوزه کي د کولرا ناروغي مخ پر ډېرېدو ده
کولرا چي یوه نړیواله او لېږدېدونکې ناروغي ده، په دې وروستیو کي په جنوب لویديځه حوزه کي شدت موندلی دی او په چټکي سره خلک ورباندي اخته کیږي.
نړیوال روغتیايي سازمان د یادي ناروغۍ د اخته کېدولو نښانې د ککړو اوبو استعمال، د ماهیانو د خامو غوښو خوړل، د ککړو سبزیجاتو استفاده کول یاد کړي دي.
https://t.me/newschannelkd r

د کندهار او کابل تر منځ پر لويي لاري یو مسافر وړونکی موټر سېلاب چپه کړیتېره شپه د کابل څخه د کندهار پر لویه لار باندي د ...
26/07/2022

د کندهار او کابل تر منځ پر لويي لاري یو مسافر وړونکی موټر سېلاب چپه کړی

تېره شپه د کابل څخه د کندهار پر لویه لار باندي د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کي سېلاب یو مسافروړونکي موټر چپه کړی دی، چي پر مهال یې څلور تنه مړه او ۴۸ تنه نور ژوبل دی او اوس مهال په زابل ولایتي روغتون کي تر درملني لاندي دي.
https://t.me/newschannelkdr

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په لوی اخترزي کلي کي پنځه میاشتي وړاندي د کندهار والي حاجي یوسف وفا د خوړو د نړیوال ...
25/07/2022

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په لوی اخترزي کلي کي پنځه میاشتي وړاندي د کندهار والي حاجي یوسف وفا د خوړو د نړیوال پروګرام په مرسته ځانګړی د اوبو د بند د جوړولو چاري پیل کړي وې، چي اوس يې ۹۳ فیصده چاري بشپړي سوي دي.
یاد د اوبو بند ۱۷۰ متره اوږدوالی، ۳۰ متره عرض او ۷اووه متره ارتفاع لري، چي یو میلیون او اووه لکه افغانۍ ورباندي لګښت راغلی دی.

کندهار کي نن د ۱۲ غوره لوبډلو تر منځ د احمدشاه ابدالي په نوم شل اوریزي کرکټ سیالۍ پیل سوې.په یادو سیالیو کي اته لوبډلي د...
25/07/2022

کندهار کي نن د ۱۲ غوره لوبډلو تر منځ د احمدشاه ابدالي په نوم شل اوریزي کرکټ سیالۍ پیل سوې.

په یادو سیالیو کي اته لوبډلي د کندهار ښار او څلور لوبډلي د سپین بولدک، دامان، ارغنداب او ډنډ ولسوالیو څخه غوره سوي دي.
https://t.me/newschannelkdr

د کندهار امنیه قوماندانۍ وايي د ارغنداب ولسوالۍ امنیتي ځواکونو په یاده ولسوالۍ کي دوه مهم غله نیولي دي.د دې ولسوالۍ ولسو...
25/07/2022

د کندهار امنیه قوماندانۍ وايي د ارغنداب ولسوالۍ امنیتي ځواکونو په یاده ولسوالۍ کي دوه مهم غله نیولي دي.
د دې ولسوالۍ ولسوال وایي، چي خلګ ورڅخه زیات راضي دي او چاته اجازه نه ورکوي چي خلګو ته کمي ستونزي جوړي کړي.

در چینل تلگرام خبری، تحلیلی ، آموزشی و معلومات عمومی سایت خبرگزاری انار نیوز کندهار خوش آمدید

د کندهار امنیه قوماندانۍ وايي یو ښځه چي د دیارلسمي حوزې اوسېدونکې ده او په زیاتو غلاو کي لاس لري نیولې ده.د دوی په خبره ...
20/07/2022

د کندهار امنیه قوماندانۍ وايي یو ښځه چي د دیارلسمي حوزې اوسېدونکې ده او په زیاتو غلاو کي لاس لري نیولې ده.
د دوی په خبره یادي ښځي په خپلو غلاو کي له ګڼو کورونو څخه، ۱۴۰۰۰ کالداري، ۱۰۰ ډالر، ۲۰۰۰۰ افغانۍ، ۴ دانې غټ تلفونان، او ۲ دانې کوچني تلفونان، غلا کړي و.
امنیه قوماندانۍ خبریالانو ته ویلي، یاده ښځه یې تېره شپه د کشفي معلوماتو په اساس ۱۳ حوزه کي نیولې ده

در چینل تلگرام خبری، تحلیلی ، آموزشی و معلومات عمومی سایت خبرگزاری انار نیوز کندهار خوش آمدید

Address


Telephone

+93711113548

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Anar News Kdr_سایت خبرگزاری انار نیوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share