Habiburahman shida

Habiburahman shida تل د نورو نیکمرغی غواړئ او ځان ته د خیر دعا کوئ.

د نن ورځي غوره وینا
01/11/2025

د نن ورځي غوره وینا

 !ژمی را روان دی، هېواد ته کډوال جوپه جوپه راځي، کنړ زلزلې ځپلی او   د صhیوnیستانو او خنزیرانو د انسانیت د تاريخ د بې سا...
08/10/2025

!
ژمی را روان دی، هېواد ته کډوال جوپه جوپه راځي، کنړ زلزلې ځپلی او د صhیوnیستانو او خنزیرانو د انسانیت د تاريخ د بې ساري وحشت سره مخ ده.
څوک چې لږ څه هم لري، له خپلو هېوادوالو، په ځانګړې توګه کډوالو او زلزله ځپلو يې مه درېغوئ؛ خو سربېره پر دې زموږ د په وروڼو او خویندو یو داسې ژمی را روان دی، چې د خپلو زړو جامو څخه جوړو شوو خېمو کې شپې او ورځې تېروي، اوړی سوځوونکې ګرمۍ وسوځول او که مرستې ورسره ونه شي، د ژمي یخني به يې له مرګ سره مخ کړي او دا به درېیم ډول مرګ شي؛ چې د جګړې او لوږې په مرګونو ور زیاتېږي!
په دې ورځو کې په لسګونو خویندې او وروڼه له غزې مسېجونه کوي او د ژمي د جامو لپاره خپل ځان ته نه(!) بلکې یوازې خپلو ماشومانو ته د جامو پیسې غواړي.
که غواړئ د خير په دې ستر کار کې ګډونوال شئ او له الهي مسووليت مو هم اوږې سپکې کړې وي، له ٠٧٧٨٩٧٠٥٢٨ واټساپ سره اړيکه ونیسئ، ستاسو د مرستو د رسېدلو او خوندیتوب په اړه هر ډول سوال مطرح کولی شئ.

03/10/2025

تاسو خو دا فعال ځوانان ځانونه معلوم کړئ.

د نن ورځي دعاء
03/10/2025

د نن ورځي دعاء

قیامت کله دی؟ لنډه او مهمه لیکنه:په دنیا کي ډیر انسانان دا پوښتنه کوي چي قیامت کله دی او دا ډیره لویه پوښتنه ده ځکه چي د...
28/09/2025

قیامت کله دی؟ لنډه او مهمه لیکنه:

په دنیا کي ډیر انسانان دا پوښتنه کوي چي قیامت کله دی او دا ډیره لویه پوښتنه ده ځکه چي د قیامت د راتګ پوره علم د الله جل جلاله سره دی، خو زه به یي صرف زموږ ورتګ قیامت ته حالات بیان کړم...
🍂 د قیامت اړوند به دومره درته ووایم انسانه چي په کومه ورځ او کومه شیبه چي ته وفات سوي، مرګ درته راغلی بیا وار به ستا راپورته کیدل په قیامت کي وي او تر هغو به په قبر کي یي.
🍂 د قبر حالات او د قیامت حلات ټول ستا په عمل پوري تړلي دي، مهمه دا نده چي ته په قبر کي حو زره کاله یا څو سوه کاله پروت یي بلکي مهمه داده چي ستا عمل څه رنګه دی، نیک عمل یي او که بد عمله، که نیک عمله وي نو دا زرونه او سوونه کلونه به درباندي یوه شیبه غوندي تیر سي او قیامت ته به ژر جګ شي او خدای مکړه بد عمله وي نو بیا به به قبر کي لږ کلونه درباندي کیدای سي سوونه کلونه شي.
🍂 د قیامت او مرګ تر منځ صرف ستا قبر فاصله ده، یعني تاته هر وخت مرګ راتلای سي، کال بعده، میاشت بعده، ورځ بعده، یو ساعت بعده او ان یو دقیقه او یوه شیبه بعده، خو مهم ستا عمل دی چي باید تل په نیک عمل کي واوسي او د لوی رب جل جلاله د رضا کارونه وکړي او د نافرماني څخه یي ځان وساتي، نیک کارونه وکړي، له حرامو ځان وساتي، د بنده حق و نه خوري او ټول غلط کارونه پریږدي ،د ټول بدن اندامونه د ګناه څخه وساتي او دیني فرایض او نفل ترسره کړی.
💝 نو خلاصه دا سوه چي قیامت د نیک عمله لپاره ډیر نیژدی دی او قیامت کي بیا جنت ته تګ ورته ډیر نیژدي دی، او پاته سوه د بد عمل انسان لپاره هغه نو دده د ګناه په اندازه دغه کس په خپل لاس ځان د قیامت او جنت څخه لیري کوي.
ومن الله التوفیق

یو هیله کوم محترمینو، دا لیکنه له خپلو ملګرو سره شیر کړئ.

Day and night view of the Royal Clock Tower🌙🌹🌹
26/09/2025

Day and night view of the Royal Clock Tower🌙🌹🌹

🍂 ډیره د افسوس او ارمان خبره ده چي کورونو کي مو قرآنکریم پروت وي مګر تلاوت یي نکوو او نه یي را اخلو، آخر چي کله یي ورقي ...
21/09/2025

🍂 ډیره د افسوس او ارمان خبره ده چي کورونو کي مو قرآنکریم پروت وي مګر تلاوت یي نکوو او نه یي را اخلو، آخر چي کله یي ورقي زړي شي نو مسجد یا کوم بل ځای ته یي یوسو.
🍂 په ژوند کي ډیرو شیانو ته کار، کسب، لوبو، ټلیفون، میلو، بانډار، حتی ډرامو او فلمونو ته وخت لرو، مګر د قرآنکریم تلاوت په ټوله ورځ کي نیم ساعت نکوو هغه په معنی او تفسیر زده کول خو هلته پریږده.
🍂 د خپل مبایل ښه سمه ساتنه کوو، پاک یي ساتو او پوښ ورکوو، مګر د کورونو قرآنکریمونه مو ګردونو او دوړو ته پراته وي او اخر یي راڅخه پاڼي یي زړي شي.
💝 ای زما وروره او خوري! دا د لوی رب جل جلاله کلام او اقوال دي، ستا د هدایت او سمون لپاره یي رالیږلی دي، ستا د دنیا او آخرت نیکمرغي او کامیابي په کښي پرته ده، په تلاوت کي یي سکون او آرام پروت دی، نو ته هم اول زیات کوښښ وکړه چي په معنی او تفسیر یي زده کړي، د مفهوم او معنی څخه یي د ژوند طریقه او اسانتیاوي زده کړي او خپل ژوند په نیکه طریقه سره د الله جل جلاله په رضا سره پر مخ بوځي او بل ته یي هم ورزده کړي، که هغه نه وي نو لږ تر لږه په تلاوت خو یي زده کړه او هره ورځ یي تلاوت کوه او دغسي یي یوازي کور کي مه ایږده.

ومن الله التوفیق

🍂 هغه څوک چي و تاسو ته نصیحت کوي، یا نیکه مشوره درکوي او یا د دین کوم څه درښیي، نو هغه مه رټئ او مه یي سپکوئ او نه هغه س...
16/09/2025

🍂 هغه څوک چي و تاسو ته نصیحت کوي، یا نیکه مشوره درکوي او یا د دین کوم څه درښیي، نو هغه مه رټئ او مه یي سپکوئ او نه هغه ستاسو په شخصي ژوند مداخله کوي.
🍂 کیدای سي هغه ستاسو دوست او خواخوږی وي، یا کیدای سي پر تاسو یي بد نه فیرزو کیږي، یا نه غواړي چي دنیا کي شرمنده او ذلیله سئ یا آخرت کي د عذاب مستحق وګرځئ.
🍂 تاسو د هیچا په نصیحت، نیکه مشوره او دیني امورو ته په رابللو خوا مه بدوئ، اګر که هغه کس خپله هغه عیبونه ولري، خو هدایت او لارښونه د الماس په څیر دي!یا څه کیږي دا الماس ستا سره وي یا دده سره وي او یا د دواړو سره وي، مهم یي تري استفاده او ګټه اخیستل دي او عمل کول دي چي دونیا او یا آخرت کي د نفعي سبب وګرځي.

ومن الله التوفیق

ـ دا نو نه عشق سو، نه مینه سوه او نه وفاداري چي د الله جل جلاله وطرف ته بلنه یعني آذان شروع وي، مګر ته د غفلت، مصروفیت ا...
14/09/2025

ـ دا نو نه عشق سو، نه مینه سوه او نه وفاداري چي د الله جل جلاله وطرف ته بلنه یعني آذان شروع وي، مګر ته د غفلت، مصروفیت او یا دونیاوي اسبابو په وجه جماعت ته حاضر نسي او د جماعت لمونځ قضا کړي.
ـ تر دي نو غفلت نسته چي الله جل جلاله پردي عاجزه ځمکه زموږ لپاره خپل کورونه یعني مسجدونه پیدا کړي دي او د هر لمانځه لپاره و موږ ته د لمانځه بلنه راکول کیږي او دا راته ویل کیږي چي" حی علی الفلاح " یعنی راسئ د کامیابی و خواته مګر موږ هم هغي غافله یو.
ـ او که یو کس د ګټي شوقي وي نو هم د جماعت لمانځه ته دي راسي چي د یوه لمانځه یو په ۲۶ یا ۲۷ درجي ثواب دی.
ـ نو خبره مي دا کوله چي هر کس د ځانته لپاره عمل کوي او ځان لپاره ثواب ګټي، لوی رب جل جلاله د بندګانو د جماعت لمانځه ته هیڅ ضرورت نلري، هر کس باید د ځان لپاره نیکي وکړي او د ځان لپاره لوی اجر او ثواب حاصل کړي.
ومن الله التوفیق

اسلام څومره د ساتني، حفاظت او عزت دین دی، حتی یو کس نشي کولای چي د خپل مسلمان ورور یا خور په غیب کي د هغه مال وخوري، یا ...
11/09/2025

اسلام څومره د ساتني، حفاظت او عزت دین دی، حتی یو کس نشي کولای چي د خپل مسلمان ورور یا خور په غیب کي د هغه مال وخوري، یا یي عیبونه ووایي، یا سپکي سپوري ورته ووایه،د هغه وینه تویول، قتل کول او چور کول خو هلته پریږده.
ایا سته! بل داسي د ارامي، سوکالي او عزت خوندي کولو دین په دنیا کي؟؟؟؟.........
#الحمدالله٠على٠نعمة٠الاسلام

Address

Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Habiburahman shida posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share