Millat Zagh

Millat Zagh Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Millat Zagh, Radio Station, Kandahar City, Muslim Ishaq Market, 5th Floor, Millat Zagh Radio, Kandahar.

که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ نشرات ژوندي واورئ👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676

‏د مقاومت جبهې قومندان حسیب قوای مرکز ووژل سو ‏یو شمېر امنیتي سرچینو او المرصاد ویبپاڼي خبر ورکړی چي، د مقاومت جبهې غړی ...
20/08/2026

‏د مقاومت جبهې قومندان حسیب قوای مرکز ووژل سو
‏یو شمېر امنیتي سرچینو او المرصاد ویبپاڼي خبر ورکړی چي، د مقاومت جبهې غړی حسیب قوای مرکز "حسیب پنجشېری" د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا په "یو لړ پیچده عملیاتو" کي ووژل سو.
‏یادي سرچینې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
‏⁦‪ ‬⁩

هلمند کي ترافیکي پېښي ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې د هلمند امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د باباجي ولسوالۍ په مهاجر بازا...
20/08/2026

هلمند کي ترافیکي پېښي ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د هلمند امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د باباجي ولسوالۍ په مهاجر بازار کي د یوې ترافیکي پېښي له امله درې کسان وژل سوي او څلور تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (پنج شنبه) د یوه ټېلر او یوه کوچني موټر ترمنځ رامنځ ته سوې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه د ګرشک روغتون ته لېږدول سوي او له ډلي ئې د یوه روغتیايي حالت د اندېښنې وړ یاد سوی دی.

20/08/2026

د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۵
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۳۱
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۲
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۳۰
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۳
نوی ډهلی: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸

د غورچاڼي خپروني مطلبونه: ۱ـ په سریلانکا کي د یوه کس له پښتورګو څخه د ۳،۱ کیلوګرامه ډبرو را ایستل. ۲ـ په ورځني ډول د باد...
20/08/2026

د غورچاڼي خپروني مطلبونه:
۱ـ په سریلانکا کي د یوه کس له پښتورګو څخه د ۳،۱ کیلوګرامه ډبرو را ایستل.
۲ـ په ورځني ډول د بادامو خوړلو ګټي.
۳ـ په چین کي د دوو کسانو د میني کیسه.
۴ـ په برېټانیا کي د ۵ میلیونه پونډو په ارزښت د (A.I) نوې پروژه.
۵ـ کورکمن څه شي دي، ګټي ئې څه دي؟
۶ـ جاپان کي داسي صندوق چي انسان یخ ساتي.
۷ـ روباټونه لا هم ولي نه دي توانېدلي، چي په اروپايي او امریکايي شرکتونو کي د انسانانو تشه ډکه کړي؟
۸ـ د اروپا په استونیا کي د داسي موټر په اړه معلومات چي چلوونکي ته اړتیا نه لري.
۹ـ په ټولنیزو رسنیو کي د تنکیو ځوانانو د روږدي کېدلو له امله د میټا شرکت جریمه کېدل.
۱۰ـ د سپاډر مین- ۴ فلم په اړه بشپړ معلومات.
دا او ورته نورو په زړه پوري مطلبونو ته نن او سبا شپه نهه بجې د ملت ږغ راډیو پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو او ملت ږغ اپلکېشن غوږ ونیسئ!
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676

اسلام کلا کي ایران ته د ۱۷۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونیول سوهد کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د هرات ولایت اړوند په اسلام...
20/08/2026

اسلام کلا کي ایران ته د ۱۷۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونیول سوه
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د هرات ولایت اړوند په اسلام کلا بندر کي ئې ۱۷۰ زره امریکايي ډالره نیولي چي، ایران ته قاچاق کېدل.
دغه وزارت نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد امریکايي ډالر له یوه کس سره نیولي او زیاتوي چي، دغه کس د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوی دی.

د افغانستان او ایران ترمنځ د ۵ میلیونه ډالرو تړونونه لاسلیک سوي د فراه ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی چي، په یاد ولایت ...
20/08/2026

د افغانستان او ایران ترمنځ د ۵ میلیونه ډالرو تړونونه لاسلیک سوي
د فراه ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی چي، په یاد ولایت کي د افغانستان او ایران ترمنځ د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک سوي دي.
یاد دفتر ویلي، دا تړونونه د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ په یوه ناسته کي لاسلیک سوي چي د سیمنټو او نورو توکو په برخه کي دي.
په یاده ناسته کي د دغه هیواد د جنوبي خراسان ولایت والي محمد رضا هاشمي ویلي، د سوداګرو له پاره به اسانتیاوي هم زیاتي کړي؛ ترڅو د دواړو لورو سوداګري وده وکړي.
د سرچینې په وینا، په دغه ناسته کي دواړو لورو د افغانستان او ایران د سوداګرو د ستونزو د حل او د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ د زیاتوالي په اړه هم خبري کړي دي.

په ۲۶۹ میلیونه افغانۍ د ۳۱ مخابراتي انتنونو فعالولو تړون لاسلیک سو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان بیسیم ...
20/08/2026

په ۲۶۹ میلیونه افغانۍ د ۳۱ مخابراتي انتنونو فعالولو تړون لاسلیک سو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان بیسیم مخابراتي شرکت ترمنځ په ۲۶۹ میلیونه او ۳۶۶ زره افغانۍ په څلورو ولایتونو کي د ۳۱ مخابراتي انتنونو د فعالولو تړون لاسلیک سوی دی.
د دغه وزارت ویاند عنایت الکوزی وایي، یاد تړون، چي د (T.D.F) پروژې ۱۱مه پروژه ده، نن (پنج شنبه) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر ملا عبدالاحد فضلي او د افغان بسیم مخابراتي شرکت د رئیس علي الله سروري ترمنځ لاسلیک سو او پر مهال ئې د مخابراتو وزیر ملا عبدالاحد فضلي ویلي، هڅه کوي له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخي سیمي له مخابراتي پوښښ څخه برخمني کړي.
د الکوزي په وینا، د یاد تړون له مخي به دغه شرکت ۱۴ انتنونه د کندهار په سپین بولدک، ارغستان، معروف، ښورابک او رېګستان ولسوالیو، ۱۲ د پکتیکا په برمل، ګومل، وړممۍ او تروې ولسوالیو، څلور د هلمند په رېګستان، خانشین، دیشو او یو مخابراتي سایټ د زابل په شملزو ولسوالۍ کي فعالوي.

نن پنځنۍ د زمري میاشتي ۲۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.  :وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغا...
20/08/2026

نن پنځنۍ د زمري میاشتي ۲۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۹۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۲۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۹ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۷ قضیې حل سويد امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د رواني اوو...
20/08/2026

روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۷ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۷ قضیې حل کړي دي.
د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي، په دې قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالی مخنیوی، مېرمني له ولور، میراث او د هغوی له نورو حقوقو څخه برخمني کول او د طلاق قضیې حلول شامل دي.
د خیبر په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په ګوټ، ګوټ کي د کوډو او غیر اسلامي کړنو ترسره کولو په تور نهه کسان تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي او د هیواد په بېلابېلو سیمو کي ئې ۷۵ قومي شخړي او دښمنۍ هم په دوستۍ بدلي کړي دي.

سمنګان کي ترافیکي پېښي ۳ کسان وژلي د سمنګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په دولت اباد سیمه کي د...
20/08/2026

سمنګان کي ترافیکي پېښي ۳ کسان وژلي
د سمنګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په دولت اباد سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله درې کسان وژل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (پنج شنبه) سهار د یوه اکټروز او کرولا موټر ترمنځ سوې چي د کرولا موټر درې سپاریان په کښي وژل سوي دي.
یادي سرچینې د دې پېښي لامل بې احتیاطي یاده کړې او زیاتوي چي، د اکټروز موټر چلوونکی تر پېښي وروسته له سیمي تښتېدلی او د نیولو هڅي ئې پیل سوي دي.

Address

Kandahar City, Muslim Ishaq Market, 5th Floor, Millat Zagh Radio
Kandahar
2301

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Millat Zagh posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category