کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی

  • Home
  • Afghanistan
  • Kandahar
  • کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی

کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی یاده صفحه دکندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي پورې اړه لري ، له دې څخه علاوه پدې نوم نورې پاڼې پدغه پوهنځي پورې اړه نلري.

۴۰ مسلکي ژورناليستان فارغه سول د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي، ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د خپلو دوو څان...
08/07/2025

۴۰ مسلکي ژورناليستان فارغه سول

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي، ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د خپلو دوو څانګو څخه د ۴۰ مسلکي فارغه ژورناليستانو په وياړ د فراغت شانداره مراسم جوړ کړل، چي پکښي د کندهار پوهنتون د رهبرۍ محترم غړي، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست رئېس محترم مولوي انعام‌الله سمنګاني صاحب، د کندهار د شریعت ږغ راډیو محترم آمر مولوي رفیع‌الله احسان صاحب، محترم استادان، علماء کرام او د فارغانو د کورنیو غړي حاضر ول.

مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سول؛ په سر کي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي رئېس محترم پوهنمل سيد انورشاه عابد ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي ئې وښودله، چي نن د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي څخه مسلکي ژورناليستان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کېږي؛ هغه د اسلام له نظره د ژورناليزم ارزښت بیان کړ او د صحابه‌ کرامو څو بېلګي ئې وويلې، چي په تاریخ کي ئې رسنیز مسئوليتونه در لودل. ښاغلي عابد فارغانو ته په خطاب کي وویل: اوس مو مسئولیت ډېر سوی، ملت او دولت ترمنځ به د اعتبار پُل ګرځئ او د اسلامي اصولو په رؤڼا کي به د اولس ږغ پورته کوئ.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وینا وکړه او وې ویل: کندهار پوهنتون داسي نیالګي کرلي، چي مېوه ئې نه‌ ېوازي کندهار ته؛ بلکي ټول هيواد ته رسېږي. هغه زیاته کړه؛ علم داسي آسانه هم نه دئ، نن ستاسي د استادانو او کورنیو د زحمتو نتیجه ده، چي تاسي تر دې ځایه رارسېدلي یاست؛ ستاسي هڅي، تکلیفونه او د کورنیو خواريو نن پایله ورکړه او نن د ېو مسلکي کس په نامه ياديږي؛
هغه د مجاهدینو قربانیو ته په اشاره وویل: د خپلو شهيدانو په قربانیو خو مو کفارو ته په فزیکي او سیاسي ډګر کي ماته ورکړله؛ خو اوس ئې د افغانانو سره فکري او تبلیغاتي جګړه پېل کړې، چي اوس باید د رسنیو په مټ ورسره مقابله وسي؛ په دې برخه کي ستاسو مسئوليت تر هر چا ډېر دئ؛ نور تاسي بايد خپل مسئوليت په ښه ‌ډول ادا کړئ او د دې ترڅنګ اوس وخت خو د نوښتونو دئ؛ باید ټولنه ستاسي له علم، مهارت او صداقت څخه ګټه واخلي، داسي کار وکړئ، چي نور تاسي ته اړتیا پیدا کړي.

په وروستیو کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست رئېس محترم مولوي انعام‌الله سمنګاني صاحب، د کندهار د شریعت ږغ راډیو محترم آمر مولوي رفیع‌الله احسان صاحب هم ویناوي وکړې. دوی فارغانو ته مبارکي وویله او هغوی ته ئې وویل: ېوازي خبر جوړول نه؛ بلکي د ټولني فکر جوړونه هم ستاسي ېو مهم مکلفیت دئ. هغوی یادونه وکړه، چي رسنۍ کولای سي د خلکو فکرونه هم سم یا هم خراب کړي، چي تېره‌ دوره ئې ښه څرګند مثال دئ؛ نو اوس ستاسي وار دئ، چي د خلکو ذهنونه وروزئ او منفي تبلیغات په پوره ډول شنډ کړئ.

د غونډي په وروستیو کښي ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړلي سوې او مراسيم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدل.

نېټه: ١٤٤٧/١/١٢
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت

د ژورناليزم او عامه اړيکو مينوالو لپاره ښه خبر د «ټولیزه اړیکه ـ Mass Communication» دا کتاب د هندوستان تکړه لیکوالي مېر...
23/05/2025

د ژورناليزم او عامه اړيکو مينوالو لپاره ښه خبر
د «ټولیزه اړیکه ـ Mass Communication» دا کتاب د هندوستان تکړه لیکوالي مېرمن سیما حسن ــ Seema Hasan ــ सीमा हसन په انګرېزي لیکلی دئ.
ياد اثر د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي افتخاري او نوماند استاد ښاغلي قدرت الله ساحل په پښتو ژبه ژباړلی دی.
په دې کتاب سره به ان شاءالله د ژورنالیزم او عامه اړیکو منځپانګه یو څه بډایه سي، ځکه په ازاد افغانستان کي د ژورنالیزم او اړیکو ډېر پوهنځي سته، چي د دا ډول کتاب اړتیا په کښي ډېره اړینه ده. د يادونې وړ ده چې قدرت الله ساحل خپلې د ليسانس دورې زده کړې، د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي کې سرته رسولې او د ماستري لوړې زده کړې يې په هندوستان هيواد کې بشپړې کړي دي ، او د 1403کال په آخر کې د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي په کادري ازموينه کې بريالۍ شو او د تقرر دوسیه يې تر پروسس لاندې ده،چې ډير ژر به د يادې پوهنځي د عامه اړيکو څانګې کادري غړی شي.

د کتاب ځانګړتیاوي

1. دا کتاب (10) څپرکي/ فصلونه لري، پر (2) ټوکونو وېشل سوی دئ.
2. ژورنالیزم/ جرنلیزم/ مطبوعات او اړیکي ئې له پیل څخه بیا تر اوسني عصر پوري په خورا ښه ترتیب اوډلي او رارسولي دي.
3. تقریباً د ژورنالیزم او عامه اړیکو د کتابونو غورچاڼ دئ.
4. کاغذ ئې سپین او په وزیري سایز کي چاپ سوی دئ.
5. د څپرکو نومونه او منځپانګه ئې د هر ټوک پر پوښتۍ سته.

اړیکه، د اړیکي پېژندګلوي، ژورنالیزم، عامه اړیکي، سوداګریزي اړیکي، تبلیغات او په ژورنالیزم او عامه اړیکو کي نوي تمایلات د دې اثر ټولیزه منځپانګه جوړوي.

21/05/2025

د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي "په عامه اړیکو کي نوښت" په نامه څېړنیز سمپوزیم جوړ کړ

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کي، ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي، "په عامه اړیکو کي نوښت" په نامه څېړنیز سمپوزیم جوړ کړ، چي پر مهال ئې د پوهنتون د رهبرۍ محترم غړي، د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي ښاغلي استادان او محصلان حاضر ول.

ياد څېړنیز سمپوزیم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو، ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن صاحب د خپلو خبرو په سر کي، د زده کړي، لیکلو او د علمي څېړني پرارزښت خبري وکړې او محصلان ئې تشویق کړل، چي خپل نيتونه د ټولني خدمت ته لا نور ځانګړي کړي؛ همداراز هغه زیاته کړه: نظام پر تاسي ډېره پانګونه کوي؛ د دې له پاره چي سبا تاسي، نظام او ټولني ته خدمت وکړی او د ټولني د درد دوا سی؛ تاسي خو ژورناليستان یاست، مسئولیت مو خورا دروند دئ؛ دښمنانو تېر شل کاله، په رسنیو کي د دیني علماءکرامو پر وړاندي ‌ډېر منفي تبلیغات کړي؛ خو الحمدلله هغه دښمنان ولاړل او نن ټولي رسنۍ ستاسي دي؛ تاسي باید د خپل دین او نظام په ملاتړ ‌ډېر کار وکړئ. شېخ صاحب وویل: زه ستاسي سره ژمنه کوم، چي کندهار پوهنتون به د استادانو او محصلانو په مرسته نه ېوازي د هيواد په سطحه؛ بلکي د نړۍ په سطحه ېو معتبر پوهنتون سي.

وروسته د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي محترم رئېس پوهنمل سید انور شاه عابد وویل: د دې نوښت ترڅنګ به، ان شاءالله نور د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي د ټولو ټولګیو محصلان خپل سیمينارونه د څېړنیزو مقالو له لاري وړاندي کوي، چي دا به د علمي کار پر لور ېو نوی حرکت يي. همداراز د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو ښاغلي آمر پوهنمل فضل الرحمن سهېل هم یاد څېړنیز سمپوزیم وستایه او وې ویل: دا ډول فعالیتونه د څېړني د کچي د لوړوالي له پاره ډېر ارزښت لري.

ورپسې د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو د يادي پوهنځي د استاد ښاغلي پوهنيار سید ګلاب امیني په لارښوونه " په عامه اړیکو کي نوښت" اړوند ۶ علمي څېړنيزي مقالې وړاندي کړې؛ دوی وویل: د یادو مقالو موخه دا ده، چي محصلان وښيي څنګه عامه اړیکي د عصري وسایلو، نوو تګلارو او تخلیقي نظریاتو له لاري لا اغېزمني، شفافي او باور وړ جوړېدای سي؛ محصلانو په خپلو مقالو کي دا روښانه کړه، چي عامه اړیکي ېوازي د معلوماتو خپرولو وسیله نه ده؛ بلکي د عامه باور جوړوني، د سازمان او ټولني ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کولو او د ټولنیزو اړیکو د ښه تنظیم مهمه وسیله ده؛ هغوی د ټولنیزو رسنیو ونډه، د سټراتیژیکو اړیکو ارزښت، د نوو ټکنالوژیو اغېز او د پیغام رسوني نوي لاري تشریح کړې.

وروسته ياد سمپوزیم د ستاینلیکو د وېش او دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۳
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت

08/12/2024

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو علمي سير وکړ.

کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي دوه کادري بستونه اعلان ته سپارلې په شرايطو برابر کسان کولی شي، د کندهار ...
08/12/2024

کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي دوه کادري بستونه اعلان ته سپارلې په شرايطو برابر کسان کولی شي، د کندهار پوهنتون د استاد او علمي ترفعاتو محترم آمريت ته مراجعه وکړي او ماخذونه د وزارت په سايټ کې له دغه بستونو سره اعلان شوي دي.
https://form.123formbuilder.com/5821821/grade-1-5-kbl

اعلان کادر علمی پوهنتون کندهار! naser_admin پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۶:۳۵ https://mohe.gov.af/dr/node/12038 Closing Date پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۲:۰ پوهنځی څانګه تعداد بست ها تحصیلي کچه اعلان تاریخ شروع ....

08/12/2024
10/10/2024

د ځغاستي په بازۍ کښي، د ژورنالیزم او د عامه اړیکو پوهنځي اول مقام وګوټ

د چهارشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت، د محصلانو تر منځ د ځغاستي بازي جوړه کړه، چي په دغه بازي کښي، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځیو څخه منتخب سوي، ۱۳ محصلانو ګډون درلود، چي ۸۰۰ متره ئې وځغستل، چي د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي محصل ښاغلی سمیع الله بختیار، په (۲دقیقو او ۲۵ثانیو)، دوهم مقام ګټونکي په (۲دقیقو او ۲۷ ثانیو) او درېیم مقام ګټونکي په (۲دقیقو او ۲۷،۳ ثانیو) کښي ټاکله سوې لاره ووهله،

په همدې موخه جوړ سوو مراسمو کښي، د کندهار پوهنتون ښاغلي رئېس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د اسلامي قوانینو په رؤنا کښي، محصلان و ورزش کولو ته وهڅول؛ هغه وويل: کندهار پوهنتون رهبري هڅه کوي؛ تر څو د ورزش په برخه کښي لا ډېر امکانات د محصلانو له پاره اماده کړی او د بېلابېلو بازیو ډګرونه به، په مجهز ډول درته جوړ سي. وروسته ښاغلي طیبي، د لومړي، دوهم او درېیم مقام ګټونکو ته زر - زر افغانۍ جایزه ورکړه او د لابریالیتوب دؤعا ئې ورته وکړه.

د یادوني وړ ده، چي راتلونکې یکشنبه به، د ټولو پوهنځيو تر منځ د فوټبال بازۍ هم شروع سي.
نېټه: ۱۴۰۳/۷/۱۸
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت

04/07/2024

ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي ۶۷ ژورنالیستان فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل

د چهارشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي څخه ۶۷ محصلان له څلور کلونو زده کړو وروسته فارغ سول، چي په همدې موخه یاد پوهنځي د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون مسئولان، د دولتي او شخصي ادارو مسئولان، استادان، علماء کرام او د فارغو سوو محصلانو د کورنیو غړي حاضر ول.

مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سول؛ په سر کښي د ژورنالیزم پوهنځي رئېس پوهنمل سیدانور شاه عابد ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي پر تاریخي اړخ، فعالیتو او راتلونکو پلانو خبري وکړې، چي په خبره ئې؛ د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي په تېرو ۹ پړاونو کښي ۷۴۲ ژورنالیستان په مسلکي ډول روزلي او بیا ئې ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي؛ هغه وویل: د ژورنالیزم بنسټ په اسلام کښي اېښوول سوی، د اسلامي احکامو رسول تر خلګو پوري خپله د ژورنالیزم ېوه برخه ده؛ نو ځکه ئې ارزښت هم زیات دئ. ښاغلي عابد د خپلو خبرو په وروستیو کښي پر مسئولانو ږغ وکړ، چي د یادو فارغینو له وړتیاو څخه دي په ټولو رسنیزو او نشراتي ادارو کښي ګټه واخیستله سي.

وروسته د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ م-ولوي عبدالرحمن طیبي ټولو فارغانو ته مبارکي وویله؛ ورپسې ئې زیاته کړه، چي د مجاهدینو د قربانیو او د اولس د همکاریو په پایله کښي الله جل‌جلاله شرعي نظام حاکم کړ، باید اوس ټول اولس په ګډه ددې نظام شکر وباسي او دغه راز ئې د دوام او ټینګښت په برخه کښي هر ېو خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کړي.

ښاغلي طیبي د فارغو سوو محصلانو د کورنیو غړو ته په خطاب کښي وویل: تاسي څلور کاله مخکي پوهنتون ته، خپل زامن امانت سپارلي ول، چي الحمدلله د خپلو استادانو په مټ مو ستاسي زامن په اسلامي او افغاني فکر سمبال، په دیني او عصري علومو پوهه او په عملي او نظري زده کړو سمبال درته وروزل، مصارف په وسول، چي دوی به نور خپلي کورنۍ، دې نظام او اولس ته خدمت کوي، چي دا ستاسي او زموږ له پاره د ویاړ ځای دئ.

د غونډي په وروستیو کښي، د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریاست رئېس مولوي انعام الله سمنګاني، د آزمویني ملي ادارې د دعوت الارشاد رئېس سیدمحمد صابر او د ژورنالیزم پوهنځي استاد پوهنیار شېر خان افغان هم ویناوي وکړې، دوی وویل: ا.ا.ا د خپل اولس د هوسایني او خلګو ته د کاري زمينې د برابرولو په لټه کښي دئ او هڅه کوي، چي ستاسي له وړتیاؤ څخه په نظام کښي ګټه واخلي؛ ولي تاسي هم باید نوي نوښتونه وکړئ او د خپل مسلک مطابق نوي فرصتونه رامېنځ ته کړی او لا نور مهارتونه زده کړى.

همداراز مسئولانو، فارغان و نورو لوړو زده کړو او د هيواد پرمختګ او آبادۍ ته وهڅول، چي دا هیواد مسلکي کادرونو ته اړتيا لري او د آبادۍ له پاره به ئې په ګډه کار کوو‍. د غونډي په ورستیو کښي، ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.
۱۴۰۳/۴/۱۴
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت

17/06/2024
27/05/2024

انا لله وانا اليه راجعون
په ډيرې خواشينۍ سره د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د عامه اړيکو د څانګې د څلورم ټولګي يو با استعداده محصل محمد نسيم ساعي د یکشنبې مازدیګر مهال د ظاهر شاهي کانال(لويې ويالې ) په اوبو کې د لامبو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی. د کندهار پوهنتون رهبرۍ غړي، د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي مسولين او استادان د ش هيد محمد نسيم د کورنۍ سره په دغه غم کې ځان شريک بولي ، کورنۍ،دوستانو او ټولګيوالو ته يې د الله تعالی څخه د جميل صبر غوښتنه کوي او د ټولو څخه غواړي چې د ش _هيد په حق کې دعا وکړي.
ش_هيد محمد نسيم کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی د ممتازو محصلانو له جملي څخه وو ،چې ځينې وخت به يې د پوهنځي په لمانځ غونډو کې د وياندویې چارې هم مخ ته وړلې.
روح يې د ښاد وي

Address

Kandahar

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 13:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share