sadiqkhan noori

sadiqkhan noori ده قرآن غږ❤️

06/01/2026
03/01/2026

وايي يوسف عليه سلام چې د قحطي پر مهال غنم ويشل ، يو ماشوم دري واري راغی او غنم يې يوړل ، اخر يوسف عليه سلام مجبور شو ماشوم ته يې وويل: اې ماشومه !
خلکو ته يو ځل غنم نه رسېږي ستا دا څووم ځل دی چې غنم وړې نور يې بس که ، ډير اړ خلک پاتی دي.
ماشوم جواب ورکړ ، يوسفه ؟ که دي وپيژندم نو څه چې وايم هغه به منې او څه چې غواړم هغه به راکوي.
يوسف عليه سلام ورته وويل ته څوک يې؟ ماشوم جواب ورکړی ! زه هغه ماشوم يم چې د زليخا په تور کي مي ستا د پاکي شاهدي در باندې وويله .
يوسف عليه سلام ماشوم غيږ ته نېږدې کړ او بيا يې امر وکړ چې دغې ماشوم ته خزانې خلاصي کړی څه چې وړای شي مه يې ورڅخه ستنوئ.
په دې وخت کې الله ﷻ ورته وحي وکړه !
ويې ويل ای يوسفه ته يو بنده يې يو چا ستا پاکي بيان کړه ټولي خزانې دي ورته خلاصي کړې ، نو څوک چې زما پاکي ياده کړي ، ذکر مي وکړي ، نو څه به ور سره کوم ؟
فکر وکړئ ، چېري د يوسف خزانې او چېري د الله ﷻ خزانې !
چېرته د يوسف ورکړه چېرته د الله ﷻ ورکړه ! راځئ چې الله ﷻ تل ياد وساتو او پاکي يې بيان کړو!!

Address

Kandahar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when sadiqkhan noori posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share