فاطمه لباس او حجاب خوست

  • Home
  • فاطمه لباس او حجاب خوست

فاطمه لباس او حجاب خوست ادبی, کلتوري او تجارتي پاڼه
د اړېکې شمېره: 0776528880

13/07/2025

غزل

لمونځ مو په تېښته او دنیا ته مو خورجین جوړ دی
نه مو دنیا کړه ځان ته جوړه نه مو دین جوړ دې

که په عمل وي بیا خو وچ د جهنم حقدار یو
خدای ج مهربان دی بس په دا زموږ یقین جوړ دی

نن به نو بیا د خپل غرور میچنې وګرځوي
نن یې نو بیا څه کاپېر خال پاس په جبین جوړ دی

هغې ویل د مازدیګر چای مې له تا سره دی
ما ورته ځای په بَرَانډه له ماسپښین جوړ دی

چې د خیال اس مې پاس په ستورو کې ټوپونه وهي
یوې نجلۍ یې په ځونډیو راته زین جوړ دی

کلونه کیږي چې یې مخ ته حق حیران پاتې یم
څومره ښایسته جوړ شوی، څومره نازنین جوړ دی

ملا درمل دی د دوستم او د عطا لپاره
او له خلقیانو سره باالکل ګلبدین جوړ دی

په هر یو بیت کې یې بدل او بېل رنګونه دي واه……
جلاله دا غزل دې بل رقم ګلچین جوړ دی

جلال خپلواک
۱۴۰۴ ل. ل.

دا زما غږ و او که غږ و دې چادا په صحرا کې چیغه چااااااا وکړاااااادا په صحرا کې چیغه چااااااا وکړاله خپله حده دې نییاز کړ...
06/06/2025

دا زما غږ و او که غږ و دې چا
دا په صحرا کې چیغه چااااااا وکړاااااا
دا په صحرا کې چیغه چااااااا وکړا

له خپله حده دې نییاز کړو سېوا
له خپله حده دې نیياز کړو سېوا

حمزه نو دا خو دې ریااااااا وکړااااااااا
حمزه نو دا خو دې ریاااااااا وکړه

31/05/2025
غزلعجیبه دا ده چې زما د زړه په سر اوسیږيزما جانان له کائیناتو نه بهر اوسیږيعمرې ته ځم دوی ته مکه کې دعاګانې کوممورې کوڅه...
01/04/2025

غزل

عجیبه دا ده چې زما د زړه په سر اوسیږي
زما جانان له کائیناتو نه بهر اوسیږي

عمرې ته ځم دوی ته مکه کې دعاګانې کوم
مورې کوڅه کې مو ډېر وږي او نهر اوسیږي

لکه رقیب، لکه غماز، لکه هغه او دغه
ډېر حشرات مې داسې لاندې تر وزر اوسیږي

د هغې زړه د خدای ج له نوره وي تر ژۍ پورې ډک
د چا چې سترګو کې د اوښکو سمندر اوسیږي

جلال له هېچا سره نه شي اوسېدی خو مګر
د یوې نجلۍ په زړه کې څومره په هنر اوسیږي
جلال خپلواک
۱۴۰۴ حمل

13/11/2024

غزل

په قهر په غضب شوم, حوصله مې زده کوله
له ژوند سره د ژوند مقابله مې زده کوله

له ټولو انسانانو نه یواځې په صحرا کې
له ځان سره مې وژړل ګیله مې زده کوله

عجبه تنهایۍ کې وم په خپلو زنګنونو
لګیا ومه, په سور کې وم, تبله مې زده کوله

ولاړ وم ایېنې ته خوله مې خښه په مړوند کړه
په خپل ځان د لېوه غوندې حمله مې زده کوله

قلم خو راسره وو, خو بیا هم چې ضرورت و
کوشش مې کاوه هر ډول وسله مې زده کوله

ما وې چې خپل جلال او ستا جمال پکې راغونډ کړم
ډېررررر غلی ومه داسې یوه جمله مې زده کوله
جلاله خپلواک
عقرب/1403 خوست

05/11/2024

غزل

ستا د نظر عجب تآثیر ستا په ملنګ وشي
ته چې را اوګورې څه چل زما په رنګ وشي

له اېم, ټي, اېن, 60, 35, 9 اخر یې 5
وار مې خطا شي چې له دې شمېرې نه زنګ وشي

ما ته د ستا او زما مینه را په یاد شي اشنا
چېرته چې ذکر د ډېوې او د پتنګ وشي

ددې شیطان به ستونی تریخ کړي ترېنه منډه به کړي
په دا محفل کې د یو څه لوګی د بنګ وشي

صاحبه غلی کېنه دا مالومول ګران دي چې
څوک باید جنګ وکړي, له چا سره دې جنګ وشي

جلاله عیب دی چې له شرمه په ما وژاړي څوک
زما جنازه د لکه ورا په شور او شرنګ وشي
جلال خپلواک
عقرب/1403

20/10/2024

غزل

حق یې دی, چې وه یې پوښتې حال کمزوری شوی دی
ستا د تورو شپو, سپین انډیوال کمزوری شوی دی

نه کوي تکیه په چا, باور ورباندې نه لري
شاته یې د شنو تیږو دیوال کمزوری شوی دی

ورکه شه, زما په نارینتوب مسخرې مه کوه
څومره چې لونګۍ ده, هومره شال کمزوری شوی دی

لشکي له نشې په زړه کې کرکه رالوېدلي ده
لشکې مې په شعر کې سور او تال کمزوری شوی دی

شین و له خندا, د ورور تابوت یې په اوږه و, خو!
اوس هغسې نه دی, اوس جلال کمزوری شوی دی
جلال خپلواک
1403/ میزان

06/10/2024

غزل

په هیله ناست د نورو ګټې او تاوان ته یمه
نن سبا ډېرررررر وَرته زه لوی افغانستان ته یمه

نه د چا شوم او نه د هېچا د ښَمَرې شومه
د یتیم اوښکه یم لوېدلي خپل ګرېوان ته یمه

د ژوند په دښت کې د لېوه په پل, لېوه پسې ځم
چې شاته وګورم هېڅوک هم نشته ځان ته یمه

کعبه په ځمکه ده, له ځمکې مې خیر وه نه لیده
دا ځل ولاړ په لمانځه مخامخ اسمان ته یمه

زه هم انسان یمه د ستا په ستر جهان کې خدایه ج
څه عجیبه ده مجبور کړی دې انسان ته یمه

جلاله څښم یې نن, بې حده یې څښم, ډېر یې څښمه
په مۍ کده کې لشکي غلی ناست اذان ته یمه
جلال خپلواک
1403 میزان

31/08/2024

زه ټول عمر په لټون د هغه مخ یم
چې له ډېرې پدیدۍ نه ناپدید دی
خوشال بابا

16/08/2024

غزل

په شنو خالونو نه په ستورو یې سینګار غواړم
څه لېونی یم په خپل مخ کې مخ د یار غواړم

بیخي وزګار یم چې تر پوزې پکې غرق کړمه ځان
چې مې کار وشي, کار مې وکړي داسې کار غواړم

د لږ اېډېټ, کټ, کاپي, پېسټ او شېفټ ډیلېټ په خاطر
خدایه ج که کیږي د تېر ژوند بېرته تکرار غواړم

وروره بې ابه یم, سرتور یمه خولۍ راکړه بس
نور دې د ستا شي نه لُنګۍ او نه دستار غواړم

چې ستا زمزم چینه در وچه کړم پرې ماته نشي
د ستا د مینې داسې تنده او خمار غواړم

چې ستا عظمت او زما غربت ټوله دنیا وویني
چې مې ذرې, ذرې کړي داسې یو ګذار غواړم

چې دا خپل نفس, هوش او خواهش مې پکې خرڅ کړم په چا
داسې دکان غواړم او داسې یو بازار غواړم

مست یم شراب غواړم, رباب غواړم مستي غواړمه
شور غواړم, ځوږ غواړم, غورځي غواړم چغار غواړم

چې له رندانو پرته څوک پرې پوهېدلای نشي
داسې جلال په شعر کې, داسې ابتکار غواړم
جلال خپلواک
اسد/1403

Address


Telephone

+93776528880

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when فاطمه لباس او حجاب خوست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share