COME ² KHOST

COME ² KHOST Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from COME ² KHOST, Digital creator, 1200 Families, Khost.

زموږ د دې پاڼې هدف د خوست ولایت طبیعي ښکلاګانو، کلتوري ارزښتونو او د خلکو د مېلمه پالنې انځور نړۍ ته وړاندې کول دي. دلته به تاسو د خوست تاریخي انځورونه، ویډیوګانې او زړه پورې معلومات ترلاسه کړئ، زموږ سره ملګري شئ ترڅو د خوست رنګینه غېږه یو ځای تجربه کړو.

د خوست په ټولو انستیتیوتونو کې د خزاني کانکور لپاره داخلې جریان لري!که غواړی چې د نیمه طبي زده کړو په برخه کې زده کړې تر...
14/08/2026

د خوست په ټولو انستیتیوتونو کې د خزاني کانکور لپاره داخلې جریان لري!

که غواړی چې د نیمه طبي زده کړو په برخه کې زده کړې ترسره کړی، نو د خوست په ټولو طبي انستیتیوتونو کې د محتلفو طبي څانګو لپاره ثبت نام روان دی.

د ثبت نام لپاره اړین اسناد:

دولسم فراغت سند رنګه کاپي
د تذکرې رنګه کاپي
څلور قعطې سپین بګراونډ عکسونه

COME ² KHOST

کارموندنې خبرتیا:خوست پوهنې ریاست د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت د ۹۵ ښوونکو خالي بستونه اعلان ته سپارلي.له همدې امله، ټو...
14/08/2026

کارموندنې خبرتیا:

خوست پوهنې ریاست د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت د ۹۵ ښوونکو خالي بستونه اعلان ته سپارلي.

له همدې امله، ټولو هغو هېوادوالو ته چې لازم تحصیلي شرایط ولري او د ښوونې او روزنې په برخه کې د خدمت لېوالتیا لري، خبر ورکول کېږي چې ثبت نام ورته وکړي.

COME ² KHOST

13/08/2026

خوست
د نویو پرمختګونو او بې سارو نوښتونو په لور💚

خوست کې مو دا لوبه لیدلي، یا مو ترسره کړیده؟

COME ² KHOST

د COME ² KHOST ادارې د مبارکۍ پیغام:د شیخ زاید پوهنتون قدرمن استاد پوهنمل رحمت الله منګل ته د افغان نړیوال اسلامي پوهنتو...
13/08/2026

د COME ² KHOST ادارې د مبارکۍ پیغام:

د شیخ زاید پوهنتون قدرمن استاد پوهنمل رحمت الله منګل ته د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د اسلامي اقتصاد او بانکدارۍ څانګې د دوکتورا پروګرام ته د بریالي کېدو په پار د زړه له کومې مبارکي وایو.

دا ستر علمي بریالیتوب مو مبارک شه!

هیله لرو چې په دې نوي علمي پړاو کې لا ډېرې بریاوې او پرمختګونه درپه برخه شي.

COME 2 KHOST

خوست لپاره ښه خبر:خوست کې یو بزګر چې له څو کلونو راهیسې د کېلو په کرکیله بوخت دی،وايي چې دغه مېوه د خوست د اقلیمي شرایطو...
12/08/2026

خوست لپاره ښه خبر:

خوست کې یو بزګر چې له څو کلونو راهیسې د کېلو په کرکیله بوخت دی،
وايي چې دغه مېوه د خوست د اقلیمي شرایطو سره ښه سمون لري او ښه وده کوي.

د هغه په وینا، د لومړیو کلونو په پرتله یې اوس د کېلو نیالګي او حاصلات زیات شوي دي.

COME ² KHOST

خوست کې زیاتره خلک ورته ډوډه وایي.تاسو ورته خپله لهجه کې څه وایی؟COME ² KHOST
12/08/2026

خوست
کې زیاتره خلک ورته ډوډه وایي.

تاسو ورته خپله لهجه کې څه وایی؟

COME ² KHOST

د خوست ویاړ استاد ډاکټر شبروز پکتین ته د اګسټ ۱۲مه زیاته مبارک وي.دا ورځ خوستیو ولسونو د پکتین لوی شخصیت د ستاینې او اله...
12/08/2026

د خوست ویاړ استاد ډاکټر شبروز پکتین ته د اګسټ ۱۲مه زیاته مبارک وي.

دا ورځ خوستیو ولسونو د پکتین لوی شخصیت د ستاینې او الهام په پار دده په نوم ځانګړي کړي.

خوست ویاړ لري چې داسې یو شخصیت، ډاکټر او استاد له ځان سره لري.

COME ² KHOST

11/08/2026

پخوانی خوست، ۲۱۱مه لړۍ 📸

پر خوست صحراباغ اډه توغندیز برید، په دې ویډیو کې ښکاري چې پر یادې اډې توغندیز بریدونه کېږي، او یوه مرمۍ په داسې مهال د امریکايي سرتېرو پر هوټل لګېږي چې هغوی پر ډوډۍ خوړلو بوخت وو،
دا صحنه د هغه مهال د سالېرنو اډې د ناامنیو او پرله‌ پسې بریدونو یوه تاریخي یادونه ده.

خوست د سالېرنو پوځي اډه د پرله‌پسې راکټي بریدونو له امله د امریکايي ځواکونو ترمنځ په «Rocket City» مشهوره وه.

د خوست پخوانی تاریخ، یادګارونه، انځورونه او ویډیو ګانې له همدې پاڼې کتلی شئ.

COME ² KHOST

Address

1200 Families
Khost

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when COME ² KHOST posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share