04/08/2026
په افغانستان کې چې خپله په ګېډه موړ وې نو، هغه بل بېچاره ته به وایې چې ولې غوښه نه خورې ډنګر شوی یې.🥺🤬
کله چې یو مسئول هره ورځ په آرام ژوند، ښه خوراک، خوندي دفتر او موټر کې تګ راتګ کوي، ممکن داسې احساس وکړي چې ټولنه هم په همدې حالت کې ده. خو حقیقت هغه وخت څرګندیږي چې د خلکو تر منځ واوسو ، د هغوی غږ واورو او د هغوی ستونزې له نږدې ووینو.
اسلامي حکومت یوازې د نظام په نوم نه پیاوړی کېږي؛ بلکې د عدالت، امانت، ساده ژوند او د ولس د حال په پوښتنه ټینګېږي. رسول الله ﷺ او راشدینو خلفاوو خپلو رعیتونو ته ځانونه نږدې ساتل، د بېوزلو حال یې پوښت، او د بیت المال هر حق یې امانت باله.
که موږ رښتیا اسلامي نظام غواړو، نو باید مسئول او ولس دواړه یو بل ته د خیر غوښتونکي واوسو. د مسئول لپاره تر ټولو ستر امتحان دا دی چې د خلکو درد احساس کړي، د هغوی ستونزې په خپلو سترګو وویني او د حل لپاره یې عملي ګامونه واخلي.
#افغانستان
اصلاح د نیوکې دښمنه نه ده؛ اصلاح د خیر غوښتنې نوم دی. هر څومره چې یو مسئول له ولس سره نږدې وي، هماغومره به پرېکړې یې عادلانه، ولس ته ګټورې او د الله تعالی د رضا سبب وي.
الله تعالی دې زموږ ټولو زړونه د عدالت، امانت او د ولس د خدمت احساس څخه ډک کړي، ځکه د هر مقام تر ټولو لوی عزت د خلکو خدمت دی، نه د مقام امتیاز.