غزل

غزل ښه راعلاست درته ووایم.!

26/08/2022

ادې مې د بایللي رنګ علت رانۀ پوښتلو!
نژدې وه، چې له خولې نه مې وتلې وه کوکاره.

28/05/2022

څــــــــــــــه دعا ده؟څه آزار دے؟
بس يـو رنګ کښې يو اظهار دے

انــــــــــــــــــــــځورونه يو سړيه
دنيـــــــــــــا څه ده؟ خو تالار دے

چــــــــــي هر ښکلي پسې مړ شم
مـــــــا ته دومره ژوند په کار دے

تــــــــــــــــــــــا نه څه پرده ده ياره
چــــــــــــي انسان دے زما يار دے

دا ګــــــــــــــــــــناه ده ، مسته پيغله
دا مـــــــست ځوان دے،استغفار دے

ځـــــــــــــــــــــــه مزې کوه ،کم عقله
دلته هـــــــــــــــــــر سړے هښيار دے

نــــه زړګــــــــيه ته ګـــــــــــــرم نه يې
هــــــــــــــــــــــــغه سم ډير مزيدار دے

مــــــــــــــــــــــــــــــمتاز تا پسې لاليه
ليـــــــونے.لوفــــــــر،کـــــــــوپار دے

ممتاز اورکزے ❤

22/05/2022

اور په لمدې سترګې راواچوه
یخ یمه سرې سترګې رواچوه

که په محفل کې راته نېغ نهٔ ګورې
خیر دی کږې سترګې رواچوه

زما د زړهٔ د ځولۍ زر رنګ غم ته
تهٔ خالي دوې سترګې رواچوه

سترګې مې هم نشه کیدل غواړي
سترګو کې مړې سترګې رواچوه

رباندې حِس جنت جنت شیبې کا
زما ادې سترګې رواچوه

په زولنو مې جنون نهٔ شي کابو
تهٔ دې اوږدې سترګې راواچوه

نوي رنګونه به نړۍ ته راوړو
تورو ته شنې سترګې راواچوه

ملا منلی پړانګی زړی نهٔ دی
غرڅو! غرڅې سترګې رواواچوه

@ملا

22/05/2022

غزل
ـــــــــــــــ
درد مې په زړګي کې د لېدو دی، ته یې نه ګورې؟
یاره ستا عدت هم د پردو دی، ته یې نه ګورې؟

داسې بې نوه چې مې پریدې حیا هم نه درځي؟
ګوره نو وطن خو د پښتو دی، ته یې نه ګورې؟

ته رانه روانه یې او سترګې مې نمجنې دي
مه ځه چې باران په ورېدو دی، ته یې نه ګورې؟

وخت لکه تیزاب زما په مخ ګونجي راوستې دي
ستا هم د مخ خال په ورانېدو دی، ته یې نه ګورې؟

خدای خبر تنها پکې د چا په سترګو ژوند کوي؟
اوس نو پیښور د وسېدو دی، ته یې نه ګورې؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نجیب تنها

24/04/2022

زه یې خراب کړم ما نشې وکړې
خلکو په مینه کې مزې وکړې

د شاعرۍ زور مې منې او که نه؟
په ملایانو مې ټپې وکړې

څه د کم اصلو در ته ودریدمه
وخت څه کم اصلې فیصلې وکړې

تاته مې چغې کړې ته ونه دریدې
بیا مې خپل ځان پسې نارې وکړې

زمونږه ورځې د سیالۍ رانغلې
تل مو د نورو تماشې وکړې

ستا د وصال دعا قبوله نشوه
په جماعتونو کې مې شپې وکړې

سپینې چپنې سره مخ ته راغله
ډاکټرې بیا نوې کانې وکړې
Azal Jee

24/04/2022

زما زړهٔ کخ وکړ جانان تګ ته پښې ووهلې
صوفیانو آخ کړ درویشانو نارې ووهلې

عاطفه دومره شوه چې زړهٔ مې په خپل درد سوځیږي
دې غریب ما سره واړې اوږدې شپې ووهلې

یاران مثال د چارراهۍ وو ټول په خپله لاړل
لکه ویشتلی ځای په ځای مې ګونډې ووهلې

په میخانیز نظر دې روږدی کړمه روږدې کړمه
تهٔ رانه لاړې ما لوېدو ته داورې ووهلې

بد قسمتۍ دومره تنګ کړی یم ورغوی سېځم
د تندي کرښې مې بار بار سجدې ووهلې

ملا منلی د په قران نهٔ وهي مګر مه ځه
که لاړې تهٔ یې د شعرونو نغمې ووهلې

ملا منصور منلی

شاهي ماڼۍ
24/04/2022

شاهي ماڼۍ

20/04/2022



سهار اته بجې وې د هغې زنګ راغی ويې ويل؛ جوړ پخير ډاکټره
ما هم جوړ پخير ورته وويل د کورنۍ پوښتنه مې وکړه،

خو هغې خبرې زر زر کولې ويې ويل؛
ټول ښه يو
سم له واره يې خبره رالنډه کړه ويې ويل؛

اختر ته دې کالي کړي؟
ومې ويل؛ هو خو ولې؟
ويې ويل؛ کوم رنګ دي؟

ورته ومې ويل؛ ساده رنګ دی، نورو ملګرو سره مې يو ځای اخيستي،

ويې ويل ملګرو سره دې ښه کړي خو ما مې کوچني ورور باندې يوه جوړه کالي يو ساعت يو ګوتمۍ درليږلی، هغه جوړه وګنډه خو غاړه کندرۍ ورکړه او د اختر په دريمه ورځ يې واغونده زموږ کره به پکې راځې، او ريښتيا ورور مې بېرته راوليږه تاسو کره يې مه متله وه بیا مې پلار غوصه کيږي په پټه مې درليږلی.

ورور يې سم چکليټ دی، ټينګار مې پرې وکړ چې ورور دې نشي درته خو ويې نه منله په بيړه يې وويل؛ ناااا مه يې متله وه نور دې په خدای سپارم
بيړه مې ده کار لرم سبا خبرې کوو خدای پامانی يې وخيست:
زه يې خبرو ته نه پريښوم زنګ يې پرې کړ.
ـــــ
#لومړۍ😘
#سیالو✌️

Address

Khost

Telephone

+93704198378

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when غزل posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to غزل:

Share

Category