18/12/2025
د لغمان ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز او استوګنیز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې دي. د قرغیو ولسوالۍ ښاروال خالد شریفي رسنیو ته ویلي، چې دغه سوداګریز او استوګنیز مارکېټ د قرغیو ولسوالۍ اړوند سرخکانو سیمه کې د یادې ښاروالۍ له پراختیایي بودېجې څخه د ۲۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.