23/08/2023
يو مُلا مو کسب دَ ټوپک، تُورې، نېزې کوي
بل مُلا مو کار د دَم، تعويذ او اِجازې کوي
بل مُـلا مـو ملا د سياست کار ته تَړَلې ده
مونږ يې خوار و زار کړو او مُلا صاحب مزې کوي
دا فرقې فرقې رنګين اسلام راته اور شوے دے
يو مُلا مـو وژني بـل مُـلا مـو جنازې کوي
ارواښاد عبدالرحيم روغانے