مجله ييز ژورناليزم - Magazine Journalism

مجله ييز ژورناليزم - Magazine Journalism Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from مجله ييز ژورناليزم - Magazine Journalism, Magazine, Khost.

الله ج دې پر موږ ټولو ورحمیږي.دا غم یوازې د کونړیانو نه دی، دا د ټول افغان ولس غم دی.اَللّٰهُمَّ إِنِّيْ أَعُوْذُ بِكَ م...
01/09/2025

الله ج دې پر موږ ټولو ورحمیږي.
دا غم یوازې د کونړیانو نه دی، دا د ټول افغان ولس غم دی.
اَللّٰهُمَّ إِنِّيْ أَعُوْذُ بِكَ مِنَ التَّرَدِّيْ وَالْهَدْمِ
د #کنړ زلزله

د خپلواکۍ ورځ مو مبارک🇦🇫
19/08/2025

د خپلواکۍ ورځ مو مبارک🇦🇫

د ملي بیرغ 🇦🇫 ورځ مو مبارک شه.!
29/07/2025

د ملي بیرغ 🇦🇫 ورځ مو مبارک شه.!

کمکی عيد مو مبارک شه!
30/03/2025

کمکی عيد مو مبارک شه!

مؤقت زموږ يو ملګري سره د  #عمان هيواد دوه کلنه عادي ازادې ويزې شته. که مو پکار وي په لاندې وټساپ شماره اړيکه ورسره نيولی...
18/11/2024

مؤقت
زموږ يو ملګري سره د #عمان هيواد دوه کلنه عادي ازادې ويزې شته. که مو پکار وي په لاندې وټساپ شماره اړيکه ورسره نيولی شئ.
0096894425100
#يادونه يې کړي، چې د عمان او اماراتو تجارتي او ويزېټ ويزې هم لري.

تل دې رپاند او هسک وي. #ورځ يې مبارک
28/07/2024

تل دې رپاند او هسک وي.
#ورځ يې مبارک

اخلې په تندي باندې ډبره له سنګسارهودې سوځوله لکه زخم ټوله لارهچېرته یې روان لکه د مستو وینو دارهجار دې له ټپو ملنګه، جار...
14/07/2024

اخلې په تندي باندې ډبره له سنګساره
ودې سوځوله لکه زخم ټوله لاره
چېرته یې روان لکه د مستو وینو داره
جار دې له ټپو ملنګه، جار له یکه زاره
والوتې له زخمه لکه اور له لاله زاره
ونیسه دا غشی د لیندیو ذمه واره

هسکه یې په سر جنډه د بر وطن نیولې
موټي کې یې خاوره د د دلبر وطن نیولې

مینه یې نیزونو غوندې مسته وه سرشاره
غرقه وه له چېغو لکه نی وي له نیزاره
څو بهاره رنګ وه که رنګونه څو بهاره
څه په اتڼ هسکه شوله تاو کې له اظهاره
نه د تیندکونو ماته نه وه له انکاره
هسکه غاړه راغی د تا غاړې ته له داره

اې ساقي د مینې زړه چاودون نه یې بر کښېنوه
دا زموږ مجنون دی مجنون نه یې بر کښېنوه

مسته ازادي ناره کفن کې وه ایساره
ما وې که زه لاړم خو زه بېرته راغلم یاره
دا چیغه به غبرګه شي د تا روح کې روزګاره
ړنګه دې دا لاره شي دا لاره وه خونکاره
تاو ترینه اغزن مزي او تاو ترې توره ماره
اې نه منم دا نه منم دا د شرم سپاره

وغږوه ژوند ته د زخم پر زنګون رباب
سوی د خپل ویر په تاو ورک له هر پښتون رباب

ما به د منظور په جامه، روح د جانان ووینينن به مي په سره خولۍ کي ټوله جهان ووینينور به د غمونو د پاتا کمبلي ټولي کړوپرېږد...
14/07/2024

ما به د منظور په جامه، روح د جانان وویني
نن به مي په سره خولۍ کي ټوله جهان وویني

نور به د غمونو د پاتا کمبلي ټولي کړو
پرېږده چي اتڼ مو پنجابي رقیبان وویني

نن به مي په کټ کي په لړزه سي د غلیم غلام
شرنګ به مي د توري خپل بابا خوشحال خان وویني

تښتي به خلوت ته ابوجهل د تیارې بچی
پورته پر منبر چي زموږ بلال او آذان وویني

نن وي که سبا به زموږ شهیدي ویني رنګ راوړي
کور د دښمنانو به لمبې او توپان وویني

نن مو لر او برته ګیله من زخمونه وسپړل
زور به مو د چیغو سبا مځکه اسمان وویني

شیخ او محتسب دي نن کاڼه غوږونه ګرځوي
ګډ چي په محفل کي جهاني غزلخوان وویني.


د ۲۰۲۴ کال د جولای د میاشتي دیارلسمه، ویرجینیا

رادې کړ احساس ښکلی درې رنګه بیراغ چي* زه به بغاوت نه کوم څنګه بیراغ چي څه نو عمره ووړکي دي ، راوتي دي په ننګ څه لویې هست...
14/07/2024

رادې کړ احساس ښکلی درې رنګه بیراغ چي*
زه به بغاوت نه کوم څنګه بیراغ چي

څه نو عمره ووړکي دي ، راوتي دي په ننګ
څه لویې هستۍ شولې بې ننګه بیراغ چي

زه به شین خالۍ ټپې لښکر کړم درپسې
ته چې رانه مخکې وې ملنګه بیراغ چي

غشي دې خوړلي په تصویر دي د وطن
پروت یې د جنډې د لاندې دنګه بیراغ چي

کیېښول خالونه ستا په وینو په تندي
پاڅیده بدرۍ چې دې له څنګه بیراغ چي

* مونږ بیرغ ته بیراغ وایو ، او هغه کس چې بیراغ یې په اوږه وي او د قام یا لښکر سره روان وي هغه ته بیراغ چي وایوو

رابیا سپین رخسار مې تور شو ورک لالی دید شپېتو بړېڅو ورځ په ورځ کمی دیله عالمه به مې زړه ولې تور نه وي؟تا په سپین کفن پټ ...
13/07/2024

رابیا سپین رخسار مې تور شو ورک لالی دی
د شپېتو بړېڅو ورځ په ورځ کمی دی

له عالمه به مې زړه ولې تور نه وي؟
تا په سپین کفن پټ کړی تور پیکی دی

زموږ ژبې سرو سکروټو را سېځلې
پاچاهي ده د سخوندر مست سامیری دی

عزرائیل به دي اروا وړي کومې خواته؟
چا منلی کله لا هم ستا مرګی دی

زور دي نه کمېږي هغسې لا مست یې
د لالي غمه چاړه د زبردست یې

ستا دي پټې د ابد په خوب وي سترګې
په دې خاوره د هوا په رقم هست یې

څوک له چا دغسي نه درومي ناپامه
ګیلمن یو درنه بیا راشه ګلفامه

دا بیرغ ستا له اوږو پرته بې رنګه
خلاص دي څنګ کړ د کږو زلفو له دامه؟

د ادکي زړه دي زموږ سینو ته راغی
ستا اروا به څنګه پاته شي ارامه

په خبرو دي عالم عالم مدهوش و
شرابي ځواني دي چا توی کړه له جامه

خدای راکړې زموږ برخې څه سپېرې دي
بوري، وراري، کونډي ټولې پښتنې دي

د صراط په لاره منډه ترې اسانه
د دیدن دي پاته بس یو څو شېبې دي

له تا وروسته زندګي څنګه خبر یې؟
تورې شپې دي شپې دي شپې دي شپې دي شپې دي

تر خوږو کیسو دي ځار بیا تماشه که
ته خو یواري بس یوار غږ راوکه

قافلو کړې لویې لارې نادرکه
چېرته ولاړې د کاروان د سر هلکه؟؟؟

 #خوبخوب وینم جنت وي پهٔ جنت کې ګیله منناست وي د یوه دونیا ښکلاوو پر لمنسترګې یې اوترې وې، زهٔ پوی شوم پرې واللههلته هم ...
13/07/2024

#خوب
خوب وینم جنت وي پهٔ جنت کې ګیله من
ناست وي د یوه دونیا ښکلاوو پر لمن
سترګې یې اوترې وې، زهٔ پوی شوم پرې والله
هلته هم یادیږي ورته خپل شیرین وطن

***
حورو ته یې ویل: د ډول پهٔ ډنګ پښتانه ویښ نه شول
اوس کهٔ مې د خپل تندي پهٔ کړنګ پښتانه ویښ نه شول
بس بیا بهٔ وي پاتې، د مرګي پهٔ خوب ویدهٔ بهٔ وي
و زما پر وس دا وروستی زنګ، پښتانه ویښ نه شول
***
ما وپوښت چې څنګه داسې یو دم رانه لاړې
وې یې * د ګونډو لهٔ ژوند مرګ ښهٔ دی پهٔ ولاړې
ستاسې جهان داسې دی لهٔ ظلمه اباد شوی
هومره دې پهٔ سر خیږي چې څومره ورته ژاړې
***
بیا یې راته ویل: وایه زموږه دیار څنګه و؟
څنګه و؟ سیند څنګه و؟ غر څنګه چنار څنګه و؟
سخت راته یاد شوی دی، د کلي د ماښام اذان
هغه منظور ګل، هغه د سرې ټوپۍ یار څنګه و؟
***
وې یې، تهٔ روان یې او ما نه درسره بیایې؟
دومره خو بهٔ وکړې، سلامونه بهٔ پرې وایې
راشه او پهٔ قبر مې ګېډۍ ګلونه واړوه
زېری د ازاد وطن بهٔ سر ته را فرمایې

مه مرې ووړکیه مه مرې پښتانه به بې سندرو شيمات به دا میرات په هر میدان کې له لښکرو شي . مه مرې ووړکیه مه مرې لا خو اوس د ...
13/07/2024

مه مرې ووړکیه مه مرې پښتانه به بې سندرو شي
مات به دا میرات په هر میدان کې له لښکرو شي .

مه مرې ووړکیه مه مرې لا خو اوس د انقلاب وخت دی
لا خو ایله اوس د آزادۍ د مست رباب وخت دی
لا خو ایله اوس هر یو ژڼکي ټپه اخیستې ده
لا خو ایله اوس یې پښتنه جزبه اخیستې ده
پاڅیږه چې هیلې راژوندۍ د لرو برو شي
پاڅیږه چې مړې بیا ارادې د اشغالګرو شي

ډیرې پښتنې دې د راتلو لارې ته ناستې دي
ډیرې بورې میندې ستا د غږ بارې ته ناستې دي
ډکې ډکې سترګې پښتانه درته راغلي دي
پاڅیږه بس ووړکیه څه درانه درانه ښاغلي دي
برم به لا برم د ټول قام د مخورو شي
واخله یقربان چې بلینډې هم په خبرو شي

Address

Khost

Telephone

+93766003001

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مجله ييز ژورناليزم - Magazine Journalism posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to مجله ييز ژورناليزم - Magazine Journalism:

Share

Category