Taroon Weekly تړون اونيزه

  • Home
  • Taroon Weekly تړون اونيزه

Taroon Weekly  تړون اونيزه تړون؛ د موثقو معلوماتو د ترلاسه کولو يوازينی ادرس!

د حلالو خوراکونو او اسلامي کلتور مطابق جامو او ګانو نندارتون
07/05/2025

د حلالو خوراکونو او اسلامي کلتور مطابق جامو او ګانو نندارتون

په دې ويډيو کې د نيوزلېنډ اکلنډ ښار د حلالو خوراکونو او اسلامي کلتور مطابق جامو او ګاڼو نندارتون ۲۰۲۵/۵/۳ جوړ شوی و، ځينې برخې خوندي شوي دي، او د ډېری اسلامي...

په دې لنډه ویډیو کې د انتقادي پراډایم په اړه معلومات راغلي دي او په دې بحث شوی چې مارکس د ټولنیز نظام په اړه څه نظریات ل...
01/05/2025

په دې لنډه ویډیو کې د انتقادي پراډایم په اړه معلومات راغلي دي او په دې بحث شوی چې مارکس د ټولنیز نظام په اړه څه نظریات لرل.
ویډیو در سره وګورئ، په کمېنټ کې خپله نظریات او انتقادات راسره شریک کړئ او د ټولنپوهنې چينل درسره لایک او سبسکرایب کړئ.
مننه

په دې ويديو کې په انتقادي پراډايم بحث شوی، او په دې رڼا اچول شوې چې ولې دا پراډايم په حاکم ټولنيز نظم انتقاد کوي.په دې هم بحث شوی چې ولې د غريب زوی غريب پاتې...

 په دې ويډیو کې د اوکراین او روسيې تر منځ په روانه جګړه او د هغې په میراث خبرې شوي دي.د مهربانۍ له مخې د ټولنپوهنې چینل ...
23/02/2025


په دې ويډیو کې د اوکراین او روسيې تر منځ په روانه جګړه او د هغې په میراث خبرې شوي دي.
د مهربانۍ له مخې د ټولنپوهنې چینل درسره خوښ او سبسکرایب کړئ.
مننه

محترمو ليدونکو په دې دې ويډيو کې به تاسو د اوکراين د جګړې او بدبختيو په اړه بحث واورئ، او دې ته هم اشاره شوې چې د جګړې ميراث د خلکو لپاره څه دی.

په دې ويډيو کې شاکرالله نيازي له ټولنپوه او ليکوال سپين روان نورزي سره د کلتور يا فرهنګ په اړه مرکه کړې ده.فرهنګ څه شی د...
08/02/2025

په دې ويډيو کې شاکرالله نيازي له ټولنپوه او ليکوال سپين روان نورزي سره د کلتور يا فرهنګ په اړه مرکه کړې ده.
فرهنګ څه شی دی؟
فرهنګ يا کلتور څه ډول رامنځته کېږي؟
څه ډول له نورو فرهنګونو سره تعمل وکړو؟
او دې ته ورته مسايلو باندې پوهېدل غواړی، دې مرکې ته غوږ شئ.
https://youtu.be/edsZl7Ot7nE?si=JyFGyTNsBW2oVvhi
دوستانو سلامونه!
د مهربانۍ له مخې، د ټولنپوهنې چینل درسره خوښ او سبسکرایب کړئ.
مننه

په دې ويډيو کې شاکرالله نيازي له ټولنپوه او ليکوال سپين روان نورزي سره د کلتور يا فرهنګ په اړه مرکه کړې ده. فرهنګ څه شی دی،؟فرهنګ يا کلتور څه ډول رامنځته کېږ...

سلامونه ستاسو د ښې روغتیا په هېلهد ټولنپوهنې په دې ویډیو کې په فنګشنالیزم بحث شوی دی.د مهربانۍ له مخې د ټولنپوهنې چینل د...
28/01/2025

سلامونه
ستاسو د ښې روغتیا په هېله
د ټولنپوهنې په دې ویډیو کې په فنګشنالیزم بحث شوی دی.
د مهربانۍ له مخې د ټولنپوهنې چینل درسره لایک او سبسکرایب کړئ.
مننه

د ټولنپوهنيزو درسونو په دې ويډيو کې د جوړښتي فنګشناليزم پراډايم په پيدايښت، بنسټ ايښوونکي، او همدا ډول د ياد پراډايم له نظره د ټولنې جوړښت او په ټولنه کې د خ...

   شاعر په الفاظو کې د نظر لاندې ټولنه رسموي او د يوې لفظي تابلو په څېر يې وړاندې کوي. د هنر کمال دا دی چې هر هنرمند د ي...
07/01/2025




شاعر په الفاظو کې د نظر لاندې ټولنه رسموي او د يوې لفظي تابلو په څېر يې وړاندې کوي. د هنر کمال دا دی چې هر هنرمند د يوې مسالې انځور هستوي، خو زاويې او بڼې يې توپير لري، د بېلګې په ډول يو انځورګر يوه ښکلې معصومه جينۍ رسموي چې د سړک په غاړه ولاړه ده او سوال کوي، خو يو شاعر همدا تاثير د شعر په ژبه وړاندې کوي او وايي:

(( مغرور دې په ښايست باندې اسمان دې کابلۍ

خو خير غواړې، اوس خپل وطن دې وران دی کابلۍ))

بل هنرمند همدا شعر په ښکلي غږ کې وايي… دا ټول که سره وپلټل شي، مساله يوه وي، خو د هنرمندانو هنرونه بېل وي، په همدې وجه خوندونه او ښکلاوې يې هم بېل بېل کيف لري، ځکه ( هنر دا وړتيا لري چې د فکر او عاطفې ترمنځ اړيکه ټينګه کړي او ژور انساني احساسات بيان کړي.)[۱]

لکه څه ډول چې د هنر هره څانګه بېل کيف لري، همدا ډول د يوه خاص هنر تخليقونکي هم طبيعت د خپل خيال له سترګو ګوري، چې ژوندی مثال يې شعر دی، هر شاعر د خپلې ټولنې ناخوالې، ستونزې، ښکلاوې، ښېګڼې او بدګڼې بيانوي، خو د بيان انداز د هر چا بېل وي، په همدې وجه د هر « شاعر» شعر د اورېدو لپاره يو څه لري، خو ځينې داسې شاعران هم شته چې هماغه ساده خبرې په داسې انداز وړاندې کوي چې انسان يې د تعريف لپاره الفاظ نه شي موندلی.

يو ډېره زړه خبره ده وايي چې شاعر د ټولنې ترجمان دی، د ترجمان په اړه بيا دا خبره ډېره مشهوره ده وايي چې ترجمان خاين دی، ځکه د اصلي موضوع سره خيانت کوي او نه شي کولی ژباړل شوي موضوع هغه ډول وړاندې کړي لکه څه ډول چې لازمه ده، يعنې خامخا کمی زياتی په کې کوي او د موضوع خوند ته زيان رسوي، خو شاعر که د ټولنې ترجمان شي نو داسې شاعران هم شته چې د ټولنې په داسې انداز ترجماني کوي چې له اصلي متن څخه هم خوندوره وي، په دې شاعرانو کې يو هم اتحاد پرواز دی.

زه (ليکوال) اتحاد پرواز په شخصي ډول نه پېژنم، خو څه موده وړاندې يې له ښاغلو نازک خان او جاويد شاه درمان سره مرکه کړې وه، هغه مې په فيسبوک وليده، نو داسې راته معلومه شوه چې د ده په شاعرۍ کې څه بېل انداز نغښتی دی.

د ښاغلي پرواز د شعرونو ترکيبونه او تشبېهات په يوه ځانګړي انداز اوبدل شوي دي، او شاعر د ټولنې لفظي انځورګرۍ ته ځانګړي خيالي چوکاټونه جوړ کړي دي.

زلزله کې ډېر بندي مرغان ازاد شول[۲]

د ښکاريانو دوکانونه په کې وران دي

په دې بيت کې د شاعر کمال دا دی چې پراډاکس په کې په ډېر مناسب انداز کارول شوی دی، ځکه د پراډاکس معنا دا ده چې يوه موضوع د منطق له مخې سمه نه وي، خو انسان يې مني چې رښتيا خبره ده. په لومړۍ مصراع (مسرۍ) کې شاعر زلزله او ازادي راوړي دي، چې په منطقي ډول زلزله د بربادۍ نښه ده، خو شاعر د قفسونو ماتېدو ته اشاره کوي او وايي چې بندي مرغان ترې ازاد شول.

دا په روان انساني سياسي ژوند کې هم يو پراډاکس دی، ځکه د نړۍ په روان سياست کې د دريمې نړۍ په خلکو داسې پېر او پلور روان دی لکه ښکاريان چې مرغان د حلالولو، سندرو، او جنګ لپاره خرڅوي او شوقيان يې ترې اخلي، دا دوکانداري به تر هغې روانه وي ترڅو پورې چې د دوی تختونه په خدايي افت سره نه وي لړځېدلي.

په عام ژوند کې د دوه مخو او موقع طلبه يا د ښې ورځې د يارانو ذکر ډېر شوی دی، ډېرې کيسې، شعرونه او مقالې پرې ليکل شوي دي، خو پرواز بيا همدې موضوع ته يو ځانګړی چوکاټ جوړ کړی او په ځانګړي ډول يې بيان کړې ده.

دغه يار خو دې د ورور په غم کې نه و

دغه يار دې په واده کې څنګه راغی

يا

چې خلک نه وو، يو خيرمار نه مې پيسې پټې کړې

چې خلک ډېر شول هماغه مې ورته بيا ورکړې

په شاعرۍ کې د کلمو انتخاب او ځای پر ځای کول، که څه هم يوه الهامي پروسه ده، خو بيا هم د شاعر ځيرکۍ ته اړتيا لري، د بېلګې په توګه، دلته شاعر په ډېر مهارت د طباق (متضاد)(*) صعنت څخه په استفادې غم او ښادي (واده)، يا له يو چا څخه غلا او بيا خپل مال بيا ورته صدقه ورکول، داسې سره راوړي دي چې د ځينو دوستانو او ملګرو، يا د خاينو او رياکارانو دوه مخي يې په کې په ساده ډول ښکاره کړې ده.

زموږ په ټولنه کې يوه ستره بدبختي دا ده چې موږ خپل خواخوږی او دښمن نه پېژنو، د ماشومانو په څېر تل په هغه پسې منډې وهوو، څوک چې راته خوږې کيسې کوي، دا يې نه ګورو چې دا په زهرو ککړې دي که په شاتو.

اکثره وخت هغه کسان چې دې ملت ته يې د شعور او روښانتيا خبره کړې ده، تحقير شوی، شړل شوی، حتا وژل شوی دی، او د هغو ملاتړ شوی دی چا چې د قام په سر سودا کړې ده.

د تاريخ په هر باب کې دا ډول ډېر مثالونه شته، پير روښان، خان عبدالغفار خان ( پاچا خان)، غازي امان الله خان، شهيد عبدالصمد خان دا يې هغه ژوندي مثالونه دي چې ټول افغانان يې په تاريخ او کارنامو خبر دي او په هغه وخت کې له دوی سره له هغو چلندونو هم خبر دي چې خلکو يې په مقابل کې کړي دي، خو اوس يې ارمان کوو، همدې موضوع ته اتحاد پرواز عجيب او غريب الفاظ کاروي او وايي:

ترڅو چې لمر ختلی نه وي جانان چېرته راځي

موږه کې داسې په اسانه ايمان چېرته راځي

دا د ښکاري دوکان خو هغه سې په درځ چليږي

زه غنم چېرته شيندم، او مرغان چېرته راځي

اتحاد پرواز د خپلې ټولنې ناخوالې ښې درک کړي او د خپل قام په جهالت او بې معنا سياليو ښه پوهېږي او هغه فکټورونه چې نن سبا پښتان پرې د بديو څښتنان دي د هغې ارزښت او پايلې په ډېره ساده، عام فهمه او هنري ژبه بيانوي:

دې کوڅه کې څه ډېران دی او ډېر لږ دی

خو په کور کې پرې خپګان دی او ښه ډېر دی

يا

په دې خځلو وو دوه وروڼه سره وران کور کی

دواړه مړه شوي وو او پاتې و ډېران کور کې

په پښتنو کې اکثره بدۍ او مړي په داسې خبرو کېږي، لکه ډېرانونه، پولې او د اوبو شل دقيقې وار او نور، چې هېڅ ارزښت نه لري، خو دوه وروڼه او يا دوې کورنۍ سره پرې تباه کړي، ډېر داسې مثالونه شته، زه ( ليکوال) د دې ليکنې پرمهال چې د هرې بدۍ په اړه فکر کوم، د هر قاتل او مقتول په اړه فکر کوم، يوه هم د ډېران نه په لويه خبره مرګ نه دی کړی.

زموږ شاعر د همدې ناخوالې نه په الهام خلکو ته پيغام ورکوي چې تا کوم کس وژلی او يا ورسره وران یې، همدا ستا د لاس امسا او د تکيې ځای دی:

خپل چې نه وي پردي کله په کاريږي

د مرغه خو خپل وزر انډيوالان دي

په پرمختللي نړۍ کې د ټولنې ټول ټولنيز کارونه حکومتونه کوي، لکه، د مړي تدفین کول، د مريض روغتون ته وړل او درملنه، د سپين ږيرو او معيوبو خلکو څخه پالنه او ساتنه دا ټول د حکومتونو کار دی، خو زموږ په ټولنه کې دا مسايل ټول د کورنۍ او خپلوانو مسؤليت دی، په داسې حال کې چې په نه خبره مو بدي او دښمني هم له همدې خپلوانو سره وي.

په پښتني ټولنه کې يوه ستره بدبختي ځوان يا پېغلې ته د انتخاب حق نه ورکول دي. ډېر کله نه ځوان خبر وي او نه پېغله خبره وي، خو يو بل ته واده شي، دا به هم د بخت خبره وي چې جوړه د ځوان او پېغلې برابره شي، ډېر داسې مثالونه شته چې يا ماشوم ته مشرې ښځې په نوم شوي او يا وړې ماشومې سپين ږيرو ته ورکړل شوي دي، ښاغلی پرواز د همدې ناخوالې او د خلکو د بې پروايۍ انځور د شعر په ژبه داسې وړاندې کوي:

نه به وي وخت او په ډک زړه به دې کيسه پرته وي

ته به راغلی وې کوټه به مې تاله پرته وي

کرړي به مړه وي له ديواله به يې شور نه راځي

ډيوه به هم د بلېدو په تمه مړه پرته وي

نن سبا څوک د چا د زړه اړو پروا نه کوي

خلکو ته ناوي وي او منځ کې جنازه پرته وي

کله چې دې شعر ته دقت وکړو او بيا په خپله ټولنه کې نظر واچوو، نو په دې به پوه شو چې دا خيالي خبرې د ټولنې څومره رښتينی حقيقي انځور وړاندې کوي، او د يوه څومره ستر محروميت څخه پرده پورته کوي.

غالباً افلاتون ويلي چې که له ژونده خوند اخلي نو هنر زده کړه او که په ژوند کې پيسې ګټې نو ساينس زده کړه، خو ښاغلي پرواز خلکو ته د دواړو مشوره ورکوي، ځکه ده خپله ټولنه ښه درک کړې ده او په دې پوهېږي چې زموږ د دواړو کمی دی او په دې ټولنه کې روانې ناخوالې هم د همدې لامله دي:

پروازه ژوند هنر او علم په رڼا کې ساتي

يو موجوده کور کې او بل په راروان کور کې

په يوه بل بيت کې وايي:

زه مې د يار په صفت پايم، يار زما په صفت

خلک د پاړو هم تماشه کوي د مار هم کوي

په عام ژوند کې مار هر وخت د انسان دښمن بلل شوی، خو اتحاد پرواز ورته د يار خطاب کړی، ځکه دی د يوه هنر يوه کمال په اساس هم ځان ساتي او هم خپل دښمن ساتي، دلته د کسب او د هنر ارزښت بيان شوی دی. د باکماله او کسبګر انسان ځانګړتيا دا ده چې هم ځان ساتي او هم نور، په داسې حال کې چې زموږ په ټولنه کې کسبګر ته په سپکه سترګه کتل کېږي او بېکاره او بېهودې انسان ته ترجح ورکول کېږي.

په ختيځو ادبياتو کې غزل ډېر مشهور او منل شوی شعري فورم دی، د لغت له مخې، ( له ښځو سره خبرې کول، د مينې او محبت کيسې، د ځوانۍ د کيسو بيانولو ته وايي)[۳] خو په معاصر عصر کې د غزل لمن دومره پراخه شوې چې د ژوند هره موضوع په کې بيان شوې ده. ښاغلی پرواز د غزل لغوي حق هم نه دی هېر کړې او د خپلې ځوانۍ بيان يې په ځانګړي انداز سره کړی دی:

تا ښکل کړي وو زنډي زما پالښت ته

راختلي وو ميږي زما پالښت ته

ستا خوشبو پسې د شاتو د ميچيو

يو غوبل وي سبايي زما پالښت ته

زما اوښکو لامده کړي وي پروازه

په سحر کې کشمالي زما پالښت ته

( د غزل يوه ځانګړتيا دا ده چې هر بيت يې د يوې بېلې موضوع بيان کوي او هر بيت يې په خپل ځای کې يوه بېله معنا لري)[۴]، په همدې وجه غزل په ټولنه کې تر نورو شعري ژانرونو مشهور او محبوب دی.

اتحاد پرواز همدې اصل ته په کتو په يوه غزل کې ډېر مطالب راټولوي او تقريباً هر بيت يې د يوې بېلې موضوع بيان کوي:

د سر قاتل مې داسې ځي د جنازې سر ته

لکه ملک وي د خپل قام د قافيلې سر ته

دا پښتانه د خپلې خور په حيا سر ماتوي

خو چې دوی جرم کوي اچوي برقې سر ته

دغه چاودنه کې شهيد ماشوم حافظ جوړېدو

دغه چې خورې ژاړي پښو ته او ادې سر ته

زموږ د کور مرغو خوړلي دي په ټکي مړه دي

څه دوايانې وې زما د بسترې سر ته

دوی به د ټولو نه اخر کې فاتحې له درځي

دغه چې تاسو يې اخيستې دي جنډې سر ته

موږه منزل ته خوشالېږو خو دا نه ګورو چې

د ژوند په ګاډي کې خو ناستې دي فتنې سر ته

زه چې بيمار شمه يوه راته نفلونه کوي

او بله لور مې راته ناسته وي د شپې سر ته

پروازه دا خلک د سر سړي بيا شاته پرېږدي

دومره به وروسته وې چې څومره څومره ځې سر ته

که په دې غزل يو اجمالي نظر واچول شي نو تقريباً د ژوند او انساني اړيکو ډېری ځانګړو ته په کې اشارې او مشورې موجودې دي.

په لومړي سر کې موږ د هنر بېلا بېل تعريفونه او ځانګړتياوې بيان کړې او په دې مو بحث وکړ چې هنر څه دی، خو ځينې هنرپېژندونکي په دې نظر دي چې په هنر کې ضروري خبره دا ده چې تخليق شوی اثر د ښکلا سره خوا کې په خلکو کې هڅونه راولي او د يوه ښه ژوند تلوسه په کې هسته کړي، چې د ځوان شاعر اتحاد پرواز شاعري په دې ګاڼه سمباله ښکاري، او موږ ورته د جمال او کمال متحده شاعري وايو، ځکه جمال يې په خوند او ښکلا کې دی ( په شعر کې د ښکلا او خوند معيار د الفاظو او کلمو ترکيب ټاکي)[۵] او د کمال اصطلاح يې د پيغام لپاره کاروو، ځکه داسې افکار په کې نغښتي دي چې ټولنه ويښوي او خلک خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کوي، . هيله لرم چې په راتلونکي کې هم په همدې سبک خپل فکر او خيال سره همغاړي کړي او په همداسې داودي الفاظو يې توليد کړي، او بيا يې په کتابي بڼه د موجوده او راتلونکو نسلونو لپاره خوندي کړي.

اخځليکونه:

۱- Mallory Shotwell, How Art Makes Us More Human, Mar 6,

۲- (د وصال مازيګر) Niazak Khan https://www.facebook.com)په دې ليکنه کې د شاعر ټول شعرونه د نازک خان او جاويد شاه درمان د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر مياشتې کړې مرکې څخه راټول شوي دي.

۳- غزل په پښتو کې، https://pashtotapamlarana.blogspot.com/2018/05/blog-post_39.html

۴- لغتنامه دهخدا

۵- د چونغر ترانې، سريزه، لطيف بهاند، ۱۳۸۶

۶- بېنوا، عبدالروف، ادبي فنون، ۱۳۸۳، خپرندويه: هوسۍ مجلې اداره، کابل

* – طباق (متضاد) هغه صنعت دی چې شاعر يا ليکوال دوې متضادې کلمې په خپله وينا کې ځای پر ځای کړي.

https://taand.net/?p=250032
https://taand.net/?p=250032

شاعر په الفاظو کې د نظر لاندې ټولنه رسموي او د يوې لفظي تابلو په څېر يې وړاندې کوي. د هنر کمال دا دی چې هر هنرمند د يوې مسالې انځور هستوي، خو زاويې او بڼې يې توپير لري، د...

په دې ويډیو کې د  #تيوريو د مطالعې په اړتیا، د  #پراډایم په  #تعریف او په  #ټولنپوهنه کې د هغې په رول خبرې شوي دي.که غوا...
28/12/2024

په دې ويډیو کې د #تيوريو د مطالعې په اړتیا، د #پراډایم په #تعریف او په #ټولنپوهنه کې د هغې په رول خبرې شوي دي.
که غواړئ چې د ټولنپوهنې په اړه دقیق او ژور #معلومات په ساده ژبه تر لاسه کړئ، دا #چینل درسره خوښ او سبسکرایب کړئ.

د ټولنپوهنيزو درسونو په دې ويډیو کې مو په علمي ډګر کې د تيوريو د پېژندنې او مطالعې په اړتیا، د پراډایم په تعریف او په ټولنپوهنه کې د هغې په مفهوم رڼا اچولې د...

 #تړون  #اونیزهایلان ماسک: ( اف ابي ای-F.B.I) به منحل کړم!د ډونالډ ټرمپ ملاتړی میلیاردر ایلان ماسک وايي چې د امریکا د پل...
13/11/2024

#تړون #اونیزه
ایلان ماسک: ( اف ابي ای-F.B.I) به منحل کړم!
د ډونالډ ټرمپ ملاتړی میلیاردر ایلان ماسک وايي چې د امریکا د پلټنې فدرالي اداره په منحل کېدو سره به له ملي بودیجې د بې ځایه لګښتونو مخه ونیول شي.
ټرمپ د خپلې نوي کابینې د دوو مهمو پوستونو، اغېزمنې حکومتوالۍ (Government efficiency) او دفاع وزارت لپاره ایلان ماسک او د فاکس نیوز شبکې مدیر پیټ هیګیسټ نومولي دي.
ټرمپ وايي چې د پخواني ټويټر يا ايکس مشر ايلان ماسک کولی شي چې د امریکا د دولت بې ځایه مصارفو مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده چې ایلان ماسک د ټاکنیز کمپاين پر مهال له ټرمپ سره ۲۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې وه.

د کبانو او لبنیاتو یو ځای خوړلو له کبله ایا رښتیا هم د پیس یا برګي په ناروغۍ اخته کېږئ؟د خوړو د خوند او رنګ خبرې خو هر چ...
06/11/2024

د کبانو او لبنیاتو یو ځای خوړلو له کبله ایا رښتیا هم د پیس یا برګي په ناروغۍ اخته کېږئ؟

د خوړو د خوند او رنګ خبرې خو هر چېرې کېږي خو ډېر کله به مو داسې فرضیې او خبرې هم اورېدلي وي چې که دا خواړه له پلاني خوړو/لبنیانو سره یو ځای وخورئ ښه نده یا مو په یوه ناروغۍ اخته کوي.

په مني او ژمي کې چې د کبانو د خوړو شوقیان ډېر او بازارونه یې ګرمېږي ورسره دا باور هم ډېر اورېدل کېږي چې پام له کب سره پۍ (شیدې، مستې، تروې) ونه څښئ.

د دسترخوانو په سر دا موضوع ډېر کله ګرمه وي چې که له کب وروسته پۍ څښی نو خدای مکړه د پیس یا برګي په ناروغۍ مو اخته کوي.

باور دا دی چې له دې ګډو خوړو سره پر بدن سپینې نښانې را وځي او دا د پوستکي په بېلابېلو برخو را برسېره کېدای شي.

د دې باورونو په اړه چې څومره هم پلټنه وشي له ساینسي څېړنو سره سر نه لګوي خو موندنې ښیې چې د کب له پاسه د پیو نه خوړلو باورونه ډېر ځایه عام دي او په دې اړه د یهودانو یوه فرقه زښته زیات احتیاط کوي.

ځینو دا هم لیکلي چې د کب او لبنیاتو ګډ نه خوړلو فلسفه له یوناني طب څخه اخیستل شوې او په وینا یې که څه هم له دې ګډو خوړو څخه د پیس ناروغۍ نه رامنځ ته کېږي خو کله نا کله په ځينو کسانو کې د معدې ځينې ستونزې را ولاړولی شي.

له دې ټولو سره په ډېرو عصري بازارونو او د روغتیا د سختې پلټنې لاندې هوټلونو کې هم لبنیات او کبان ډېر کله یو ځای پلورل کېږي.

بي بي سي د دې باورونو په اړه له ګڼو پوهانو سره خبرې کړي تر څو ومومي چې له کبانو سره یو ځای یا له هغې مخکې وروسته د مستو-تروو یا شیدو څښل رښتیا د پیس ناروغۍ سبب ګرځي؟

د پوستکي ناروغۍ متخصصه ډاکټره رامیله وایې " دا یواځې یو باور او فرضیه ده."

د هغې په وینا "د پیو او کبانو خوړل کومه ناروغي نه رامنځته کوي، بلکې دا ناروغي له کوم بل پخلي یا خوړو سره هم څه اړیکه نه لري."

ډاکټر رامیله وایې له طبي اړخه د پیس یا برګي ناروغي د خپل بدن له دفاعي نظام څخه رامنځته کېږي داسې چې د بدن حجرې د رنګ خلاف انتي باډي جوړوي چې له کبله یې کله نا کله دا حجرې په ځینو ځایونو کې ډېرې متمرکزې او حمله کوي د پوټکي په هغه ځای کې مېلانین له منځه ځي او بالاخره په پوستکي کې په بل رنګ را څرګندیږي.

یوې بلې ډاکټرې ډاکټر زېنب بي بي سي ته ویلي "زمونږ په منځ کې دا باورونه هرومرو شته خو دا کوم سایسني بنسټ او اعتبار نه لري."

د دې ډاکټرې په باور" داسې نشي کېدای چې د دوه طبیعي خوړو له یو ځای کېدو داسې څه رامنځته شي چې د بدن په پوستکي اغېز ولري."

د یادونې ده چې دا باور یواځې د کب او لبنیاتو په اړه نه بلکې د ډېرو نورو مخلوطو خواړو په اړه هم دی تاسې به د هندواڼې او چایو یو ځای خوړو په اړه هم هرومرو اورېدلي وي.

د کارپوهانو په باور د خوړو اړوند ناروغیو په اړه که غږېږو تر ډېره د خوړو روغتیايي ښه والی او اندازه مهمه ده، که مونږ ډېر خواړه خورو طبیعي ده چې د ځينو ناروغیو سبب به کېږي او یا که مو بدن د ځينو خوړو سره حساسیت لري ښکاره ده چې اغېز به یې څرګند وي خو په ټوله کې ساینس د پیو او کب له ګډ یا مخکې وروسته خوړو له کبله کومه ناروغي نه ده ثابته کړې.

BBC Pashto

په دې ويډيو کې د تجربي علومو ( ساينس) او فلسفې ترمنځ توپيرونه، د واقعيت او حقيقت ترمنځ توپيرونه په ګوته شوي.  هڅه شوې ده...
03/11/2024

په دې ويډيو کې د تجربي علومو ( ساينس) او فلسفې ترمنځ توپيرونه، د واقعيت او حقيقت ترمنځ توپيرونه په ګوته شوي. هڅه شوې ده چې په ساده مثالونو کې د واقعيتونو د حقيقت موندنې ميتودونه وښودل شي.
همدا ډول دا په کې تشريح شوې ده چې د حقيقت موندنې کومه نتيجه ساينسي ده او کومه فلسفي، او ولې ټولنپوهنه د ساينس يوه څانګه بللی شو.
په راتلونکي خپرونه کې به د ټولنپوهنې په پراختيا درسره خبرې وکړو. انشاءالله

په دې ويډيو کې د تجربي علومو ( ساينس) او فلسفې ترمنځ توپيرونه، د واقعيت او حقيقت ترمنځ پوپيرونه په ګوته شوي. هڅه شوې ده چې په ساده مثالونو کې د واقعيتونو د ...

نن د شنبه د شپې په دوو بجو اسرائیلو د ایران پلازمېنې تهران او دوو ولایتونو ایلام او خوزستان کې ځینې نظامي اډې په نښه کړي...
26/10/2024

نن د شنبه د شپې په دوو بجو اسرائیلو د ایران پلازمېنې تهران او دوو ولایتونو ایلام او خوزستان کې ځینې نظامي اډې په نښه کړي دي.
له ایرانه خبرونه وایي چې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

Address


Telephone

0093(0)770699282

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Taroon Weekly تړون اونيزه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Taroon Weekly تړون اونيزه:

  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share