
02/07/2025
دبادرنګو سپږي( Cucumber aphids)
دا افت چي تقريبا په ټوله نړي کي خپور دي .چي دبادرنګو څخه پرته کدو،ټينډا،هنډوانه،خربوزه،خټکي،ليړو،توربانجيان،رومي بانجيان،لوبيا،نخود، کرم،کچالو،پنبه ،شړشم،جوار،لمرګلي،اوشفتالوته هم تاوان رسوي..چي دبادرنګو سپږي کوچني حشرات دي چي شين اوزيړ رنګ لري.چي دنباتاتونازکو پاڼو څخه شيره څښي.اونباتات کمزوري کوي. چي پاڼي غونجي اوزيړوي چي په نتيجه کي دميوو بدشکله کيدواود حاصل دکموالي سبب کرځي.دغه حشره دخپلو پاتي شونو له کبله دپاڼو سطحه غوړوي .چي بيا دغه غوړوموادوته غومبسي او ميږيان راټوليږي .اوهم پري چڼاسکي نمواو وده کوي چي د غه افت دغوړګي په نوم هم ياديږي.
دافت نښي Marks of pest))
دبادرنګو سپږي چي واړه حشرات دي چي دبدن اوږدوالي د۱ملي متر څخه ۲ملي مترو پوري رسيږي. دبدن شکل کابو ګرد چي شين رنګ لري اوږده ښکرګي چي توررنګ لري اودسترګو رنګ يي هم شين دي.دبادرنګو سپږيورنګ په پراخه اندازه توپير لري که چيري ددوي څونوعي په کمو او بي کيفته غذايي موادو باندي ژوند وکړي .رنګ به يي ژيړاوشين اود کوچني بدن درلودونکي به وي. سپږي معمولا دپاڼوپه ټيټ مخ باندي راټوليږي چي دتنکيو غوټيو اونازکو پاڼوڅخه شيره څښي په انساجو کي خپلي ستني ورننباسي اوشيره تري راوباسي.چي بيا ديو نبات څخه بل نبات ويروس انتقالوي چه داعمل بيا ډير خطرناک دي .
دافت طبقه بندي(Classification of pest )
Kingdom: Animal
Phylum : Arthropod a
Class : insect
Order : Hemiptera
Family : Aphididae
Genus : Aphis
Species : gossypii
دافت دژوند دورانLife cycle of pest ))
دبادرنګو سپږي چي وزرلرونکي اوبي وزره ډولونه لري وزرلرونکي سپږي په بوټو باندي ميشته کيږي اود غذايي توکو په حيث استعمالوي..په مناسب کوربه بوټي دبچيو توليد په تيزي سره پيلوي.چي نيمف د څلورو پړاونو تر تيرولو څخه وروسته په بي وزره بالغه حشره بدليږي .دپسرلي په رارسيدوسره په نوي نسل او جفتګيري باندي پيل کوي .چي په نتيجه کي هګي اچوي .اوپه تخمني ډول يوه سپږي۸پوري هګي اچوي.چه دهګي دالقاح کيدوڅخه وروسته په نيمف اونيمف د۴ځله دپوست اچولو څخه وروسته په مکمله حشره بدليږي.اوپه همدي ډول په يوه مياشت کي ۴نسلونه توليد وي ځيني افراد يي په مياشت ۶څخه تر۷ پوري نسلونه هم توليدولاي شي.کله چي د اوړي موسم راشي سپږي . داوړي په موسم کي دنورو اصلي اووحشي نباتاتو څخه تعذيه کوي.د مني په رارسيدو سره سپږي يوځل بيا په جفتګيري شروع کوي اود نوي نسلونو د توليد لپاره په کوربه نباتاتوباندي هګي اچوي. ښايي چي ژمي
دلاروا،پيوپااودبالغی حشری په شکلونو باندي تير کړي.
دافت زيانDamage to cucumber) (
دبادرنګو دسپږيو زيان په داسي ډول دي چي دسپږيوکامل حشرت اونيمفونه کولاي شي چي د بادرنګو پاڼو،غوټيواودساقوڅخه شيره څښي .چي په نتيجه کي نبات دشيري دضايع کيدو له امله ضعيفه اومړاوي کيږي .چه وروسته بيا نبات زيړ رنګ اختياروي اوپاڼي دتاويدواو ګونځي له امله توييږي. دبلي خوا سپږي دډيرو ويرسونو دليږد سبب هم کيږي .
افت تنظيمPest management) )
دسپږيودکنترول لپاره دبيلا بيلولا روڅخه کار اخستل کيږي.
۱-کرنيزي لاري چاريCultural method) )
د زياتي يوريا سري داستعمال څخه ډډه کول..
منظمه ابياري تر سره کول..
د نباتاتو وختي کرل..
دخاوري حاصلخيزي تنظمول .
حشره جلبوونکي نباتاتو.
هرزه ګيا له مينځه وړ..
د اوبو تنظمول..
د بوټو ترمينځ فاصله مراعتول..
۲ـ ميخانيکي لاري چاريMechanical methods) )
دڅابون يا مرچکو اوبوشيندل..
د لاس په وسيله دحشراتو لمځه وړ..
د نبات اخته برخي د لاس په وسيله لمځه وړ..
رڼا لرونکو تلکونو څخه استيفاده کول..
جال پوسيله د حشراتونيول..
۳ـ بيولوژيکي لاري چاريBiological methods) )
Predators: mites spisder
Parasitoids:Trichogramma spp
Aphid midge
Hover fly
Lady beetle
Lacewing
Maybug
Aphididius
۴ـ کيمياوي لاري چاريChemical methods) )
Lambda 2,5EC>50mi/10 lit water
Endosulfan EC>500ml> 125lit water/jreb
Malathion 50EC>50ml >125lit water/jreb
Cyluthrin2,5EC>4>0ml 100 lit water/jreb
Cypermethrin 25EC>50ml> 125lit water/jreb
Imidacioprid25WP50gr/ 10 lit water
کاپی