
19/07/2025
بِسْـــــــــــــمِ اللَّهِ الرَّحْمٰــــنِ الرَّحِيْـــــمِ
د خـوست چاپیریال سـاتنې ریـــاست
تاریخ: ۱۴۰۴/۴/۲۸ هـ ش — ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
___________________________
موضوع: د پیپسیو قطیو د ویلی کیدلو اوالمونیم تولیدی کارخانی د نظارت او بررسي په اړه .
د خوست د چاپېریال ساتنې رئیس، ښاغلي قاري شریف الله مهاجر، په هدايت د نظارت او تفتیش مدیریت کارمندانو د (۱) باب د پیپسیو قطیو د ویلی کیدلو اوالمونیم تولیدی کارخانې څخه نظارت او ارزونه ترسره کړه. دا ارزونه د فردي او محیطي حفظالصحې، د ککړتیا عواملو تشخیص، د ککړونکو منابعو موندلو، او د هغوی د کنټرول او مخنیوي په موخه تر سره شوه.
د بررسی پر مهال د یادې کارخانې شاوخوا چاپېریال، کاري ساحې پاکوالی، د سالمې حرارتي انرژۍ نشتون، د حفظالصحې اصولو نه رعایت، د کارکوونکو د شخصي یونیفورم نشتون ، او د شنو ساحو وضعیت وڅېړل شو.
اړونده کاری صنف مسؤول ته د چاپېریالي اصولو په رڼا کې د مفتشینو له لوري مشخصې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې شوې، څو د عامې روغتیا او چاپیریال له زیانمنیدو مخنیوی وشي.
په درنښت