Bakhtar News Agency - Khost

Bakhtar News Agency - Khost Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Bakhtar News Agency - Khost, Media/News Company, Khost.
(1)

خوست کې د باختر خبري آژانس رسمي فسبوک پاڼه.
زموږ پخوانۍ پاڼه د فسبوک د ادارې له لوري د يو لړ بندیزونو سره مخ ده، نوی آدرس مو همدا دی، فالو یې کړئ.
زموږ د يوټيوب لينک 👇
https://youtube.com/-khost?si=XIibTmPdAG2PVVhG

خوست کې د مرحوم شاپور ځدراڼ د فاتحې او ختم مراسم ترسره شولباختر خبري آژانس ـ خوست۱۴۰۵ د چنګاښ ۲۲مهد خوست ولايت اړوند په ...
13/07/2026

خوست کې د مرحوم شاپور ځدراڼ د فاتحې او ختم مراسم ترسره شول
باختر خبري آژانس ـ خوست
۱۴۰۵ د چنګاښ ۲۲مه
د خوست ولايت اړوند په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي مرحوم شاپور ځدراڼ د فاتحې او ختم مراسم ترسره شول، چې په کې د بېلابېلو دولتي ادارو مسؤولینو، قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو، زده‌کوونکو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر هېوادوالو ګډون کړی و.

د مراسمو په پیل کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ.ـولوي محمد صابر صابري د ځدراڼو قوم او د مرحوم شاپور ځدراڼ کورنۍ ته د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کړل او د مرحوم پر مړینه یې ژوره خواشیني څرګنده کړه.

صابري د خپلې وینا پر مهال وویل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث له مخې، د امت شـ..ـهیدان یوازې هغه کسان نه دي چې د جګړې په ډګر کې شـ..ـهیدان شي، بلکې هغه کسان چې د ناعلاجه ناروغیو، سیلابونو او ورته نورو لاملونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، هغوی هم د شـ..ـهیدانو په ډله کې شمېرل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې مرحوم شاپور ځدراڼ هم د ناعلاجه ناروغۍ له امله وفات شوی او د همدې حدیث پر بنسټ د شـ..ـهیدانو له ډلې څخه ګڼل کېږي.

هغه وویل، مرحوم شاپور ځدراڼ د خپل ورزشي استعداد او اتلولیو له لارې د افغانستان نوم په نړیواله کچه روښانه کړی، د افغانانو پر شونډو یې خوښي او موسکا راوستې او د هېواد لپاره یې د ویاړ وړ خدمتونه ترسره کړي دي. د نوموړي په وینا، شاپور ځدراڼ یوازې د یوه قوم او یوه ولایت استازی نه و، بلکې د ټول هېواد ملي اتل و او مړینې یې د افغانستان ټول ولس غمجن کړی دی.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس همداراز ټینګار وکړ چې د مرحوم شاپور ځدراڼ ژوند، خدمتونه او ورزشي کارنامې به ثبت او خوندي کړي، څو راتلونکي نسلونه ترې الهام واخلي او د هېواد لپاره ورته ویاړونه راوړي.

په همدې حال کې د مرحوم شاپور ځدراڼ د کورنۍ غړو د خوست ولایت له ټولو اوسېدونکو او هغو کسانو څخه مننه وکړه چې د دوی په دې ستر غم کې یې ځانونه شریک کړي دي.

دوی غوښتنه وکړه چې په کابل کې د کرکټ نوی جوړېدونکی لوبغالی د مرحوم شاپور ځدراڼ په نوم ونومول شي. همداراز یې هیله څرګنده کړه چې د مرحوم یوازیني زوی محمد ځدراڼ ته د زده‌کړو او ژوند په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي، څو په راتلونکي کې د خپل پلار لاره تعقیب او د هغه تشه ډکه کړي.
#باختراژانس
#خوست

په خوست کې د يوه جومات د جوړېدو او د بل د بيا رغونې چارې پيل شوېباختر خبري آژانس ـ خوست۱۴۰۵ د چنګاښ ۲۱مهد خوست ولايت د ح...
12/07/2026

په خوست کې د يوه جومات د جوړېدو او د بل د بيا رغونې چارې پيل شوې

باختر خبري آژانس ـ خوست
۱۴۰۵ د چنګاښ ۲۱مه

د خوست ولايت د حج او اوقافو رياست مسئولينو ويلي، چې د دې ولايت په دوو بېلابېلو سيمو کې د يوه نوي جومات د جوړېدو او د بل د بيا رغونې چارې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

د مسئولينو په وينا، د اسمعیل‌خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د کندې په کلي کې د يو محراب نوي جومات د جوړېدو چارې پيل شوې. ياد جومات په يوه پوړ کې پر (۹۶) متره مربع ځمکه، د اړينو لوازمو په ګډون جوړېږي، چې په يو وخت کې به د نږدې (۱۵۰) لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفيت ولري.

د دغه جومات د جوړولو ټول لګښت نږدې (۱) ميليون افغانۍ اټکل شوی، چې نيمايي به يې ولسي وګړي او پاتې نيمايي به د هاوس مؤسسې له لوري ورکول کېږي.

همدارنګه، د هېواد د زعیم مشر د شفاهي حک. م له مخې، په سرحدي سيمو کې د روانو پراختيايي پروژو په لړ کې د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د بابرک تاڼې په سيمه کې د احمدي جامع جومات د بيا رغونې چارې هم د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پيل شوې.

د مسئولينو د معلوماتو له مخې، د ياد جومات د بيا رغونې پر پروژه (۷ ميليونه، ۷۳۶ زره او ۵۹۰) افغانۍ لګښت راځي.
#باختراژانس
#خوست

د‌ ازبکستان کرکټ ملي لوبډلې د‌ لومړنۍ بهرنۍ لوبډلې په توګه د خوست په رحمت ولي مسرور ملي کرکټ لوبغالي کې شل اوریزه سیالي ...
10/07/2026

د‌ ازبکستان کرکټ ملي لوبډلې د‌ لومړنۍ بهرنۍ لوبډلې په توګه د خوست په رحمت ولي مسرور ملي کرکټ لوبغالي کې شل اوریزه سیالي ترسره کړه.

باختر خبري آژانس – خوست
۱۴۰۵ د چنګاښ ۱۹مه

د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډله لومړنۍ بهرنۍ لوبډله شوه، چې د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور ملي کرکټ لوبغالي کې یې شل اوریزه سیالي ترسره کړه.

دغه دوستانه لوبه نن د جمعې په ورځ د سهار په ۹ بجو پیل او د غرمې تر ۱۲ بجو یې دوام وکړ، چې د افغانستان «ایلېون» او د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د زرګونه ننداره کوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په لوبه کې د ازبکستان ملي لوبډلې پچه وګټله او افغان «ایلېون» ته یې د لومړي بېټینګ بلنه ورکړه. افغان لوبډلې غوره توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې لپاره حسن عیسی‌خېل چټکې ۱۲۰، عمران میر ۷۴، فیصل خان شینوزاده ۳۱ او نورالرحمن ۲۹ منډې جوړې کړې.

د افغان «ایلېون» لوبډلې په توپ‌اچونه کې هم پیاوړې لوبه وکړه او ازبکستانۍ لوبډله یې د هدف له ترلاسه کولو راوګرځوله، چې په پایله کې یې د ۱۹۹ منډو په ستر توپیر بریا خپله کړه. د افغان لوبډلې په ګټه نصیر خان معروف‌خېل، عمران میر او وفادار مومند دوه ـ دوه او فریدون داودزي یوه ویکټ واخیسته. حسن عیسی‌خېل د سلیزې او غوره لوبې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

یاده دوستانه سیالي د افغانستان د کرکټ بورډ او د ازبکستان د کرکټ فدراسیون ترمنځ د کرکټ د پراختیا او همکارۍ د تفاهم‌لیک پر بنسټ ترسره شوه، چې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې د دواړو ادارو ترمنځ لاسلیک شوی و.

د لوبې په پای کې د ازبکستان د لوبډلې مشر اسد بېک موسایوف د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د سیالۍ د تنظیم، دوامدارې همکارۍ او د افغان چارواکو او خلکو د تود هرکلي او مېلمه‌پالنې مننه وکړه. نوموړي وویل، خوښ دي چې افغانستان ته راغلي او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې به هم د ورته سیالیو لپاره بیا افغانستان ته سفر وکړي.

موسایوف زیاته کړه، په افغانستان کې شته امنیتي وضعیت، له کرکټ سره د خلکو پراخه مینه، د لوبغاړو وړتیا او د خوست د رحمت ولي مسرور ملي کرکټ لوبغالي اسانتیاوې هغه عوامل دي، چې کولی شي دغه هېواد ته د نړیوالو کرکټ سیالیو د کوربتوب وياړ ور په برخه کړي.

د خوست د کرکټ آمریت مطبوعاتي مسؤول اکبر علي سمون باختر خبري آژانس ته وویل، که څه هم دغې سیالۍ دوستانه بڼه لرله، خو د افغانستان او په ځانګړي ډول د خوست لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، ځکه کولای شي په راتلونکي کې د نورو هېوادونو د لوبډلو د راتګ او د رسمي نړیوالو سیالیو د ترسره کېدو زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل، د ازبکستان د ملي لوبډلې ښه کوربتوب او مېلمه‌پالنه وشوه او د لوبډلې غړو يې د خوست له سفر او د سیالۍ له ترسره کېدو بشپړ رضایت څرګند کړ.

بلخوا د کرکټ مینه‌والو د لومړي ځل لپاره په خوست کې د یوې بهرنۍ لوبډلې کوربتوب د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې مهم پرمختګ وباله. د هغوی په وینا، د دغسې سیالیو ترسره کېدل نه یوازې د هېواد ملي ویاړ او نړیوال اعتبار پیاوړی کوي، بلکې د خوست نړیوال شهرت، سیمه‌ییز اقتصادي فعالیت، د ځوانانو هڅونه او نړۍ ته د افغانستان د سولې، ثبات او د نړیوالو ورزشي سیالیو د کوربتوب د وړتیا مثبت انځور هم لا پیاوړی کوي.
#باختراژانس
#خوست

د خوست ولايت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سايټ جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.باختر خبري آژانس ـ خ...
09/07/2026

د خوست ولايت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سايټ جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

باختر خبري آژانس ـ خوست
۱۴۰۵ د چنګاښ ۱۸مه.

د خوست ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ویلي، چې د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د شيرپاڼي غره پر سر د سلام مخابراتي شبکې د 4G انټرنيټي‌ خدمتونو نوی سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ياد سايټ د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د پرله‌پسې هڅو په پایله کې د افغان ټیلیکام د مخابراتي شرکت د TDF لسمې پروژې په چوکاټ کې جوړ شوی دی، چې په فعالېدو سره يې د د‌ یادې ولسوالۍ د لرې پرتو سيمو لکه: الګاډې، حسن‌خېلو، اکا کلي، سکندرا او شاوخوا نورو سيمو اوسېدونکو ته باکيفيته 4G انټرنيټي خدمتونه برابر شول او د همدې پروژې پر مټ د مخابراتي پوښښ او چټک انټرنېټ اسانتیاوې برابرې شوې، چې د سیمې د خلکو مخابراتي خدمتونه به د پام وړ ښه او لا اغېزمن کړي.
#باختراژانس
#خوست

د خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست او دعوت پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.باختر خبري آژانس - خوست ۱۴۰۵ د چن...
07/07/2026

د خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست او دعوت پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

باختر خبري آژانس - خوست
۱۴۰۵ د چنګاښ ۱۶مه.

د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د دعوت خصوصي پوهنتون ترمنځ د درېیو کلونو لپاره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو، چې موخه یې د ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو د فرصتونو پراخول، د مسلکي وړتیاوو لوړول او د بې‌وزله محصلینو ملاتړ بلل کېږي.

د یاد هوکړه‌لیک له مخې به دعوت خصوصي پوهنتون د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د معرفي کېدونکو ځوانانو لپاره د سیول انجینرۍ په برخه کې ۴۰ سلنه تخفیف، دوو مستحقو محصلینو ته ۵۰ سلنه تخفیف او یو تن ته بشپړ وړیا سکالرشپ برابروي.

د هوکړه‌لیک د لاسلیک مراسمو پر مهال د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس مــ..ولوي محمد صابر صابري د دعوت پوهنتون له مشرتابه او مل پلاوي څخه مننه وکړه او ویې ویل، د ځوانانو د زده‌کړو او مسلکي ودې لپاره د تعلیمي بنسټونو همکاري ارزښتناکه ده او کولی شي د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړه، ځوانان د ټولنې مهم او اغېزمن قشر جوړوي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست ژمن دی چې د هغوی د علمي، فرهنګي او مسلکي ودې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د هغه په وینا، یاد ریاست د ځوانانو د ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېل لنډمهاله او اوږدمهاله وړیا روزنیز پروګرامونه، مسلکي کورسونه او د مهارتونو د ودې پروژې پلې کړې دي.

مــ..ولوي صابري همدارنګه وویل چې د ځوانانو د لا ښه ملاتړ لپاره یې له یو شمېر خصوصي پوهنتونونو، انستیتیوتونو او تعلیمي مرکزونو سره ورته هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي او هڅه کوي چې دا لړۍ لا پراخه کړي، څو زیات شمېر ځوانان له تعلیمي او مسلکي فرصتونو څخه برخمن شي.

بل لور ته د دعوت خصوصي پوهنتون رئیس رحمت الله جان صمیمي وویل، د دغه هوکړه‌لیک له مخې به د درېیو کلونو په موده کې د بې‌وزله او مستحقو ځوانانو لپاره د لوړو زده‌کړو مناسب فرصتونه برابر شي. هغه زیاته کړه چې پوهنتون ژمن دی د ټولنې د علمي پرمختګ او د مسلکي کدرونو د روزنې په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

صمیمي وویل، د سیول انجینرۍ په برخه کې د تخفیفي او سکالرشپ پروګرامونو له لارې به ګڼ شمېر ځوانان وکولای شي خپلې لوړې زده‌کړې بشپړې او د هېواد د رغونې او پراختیا په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

د یادونې وړ ده چې د خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست په وروستیو کلونو کې د ځوانانو د علمي او مسلکي ودې لپاره له بېلابېلو تعلیمي او روزنیزو بنسټونو سره د همکاریو پراخې هڅې کړې دي، چې موخه یې د ځوانانو لپاره د زده‌کړو او کاري فرصتونو برابرول دي.
#باختراژانس
#خوست
#دعوت
#دعوت پوهنتون
#عبدالله آرين

په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۱۴۰ کلنې دوښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.باختر خبري آژانس ـ خوست ۱۴۰۵ د چنګاښ ۱۵مه. د خوست...
06/07/2026

په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۱۴۰ کلنې دوښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.

باختر خبري آژانس ـ خوست
۱۴۰۵ د چنګاښ ۱۵مه.
د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په سنکیو کلي کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو او مصلحینو په ګډو هڅو د دوو کورنیو ترمنځ له ۱۴۰ کلني دوښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.

د خوست ولايت د قومونو او قبایلو چارو رياست د مسؤلينو په وینا، د نیاز محمد او میرعاجم خان د کورنیو ترمنځ یاده دوښمني شاوخوا ۱۴۰ کاله مخینه لرله او د دې شخړې له امله د یوې کورنۍ یو غړی وژل شوی و، خو د پرله‌پسې هڅو په پایله کې دواړه لوري روغې جوړې ته حاضر شول.

د تڼیو ولسوالۍ د قومي مشرانو په استازیتوب حاجي شروف تڼي له قومي مشرانو او ځوانانو وغوښتل چې د خپلمنځي شخړو د حل لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. نوموړي وویل چې قومي مشران او ځوانان د ټولنیزو ستونزو په هواري کې مهم او بنسټیز رول لري او دا یې د هغوی ملي او ديني مسؤولیت وباله.

همدارنګه د مراسمو ګډونوال مـ..ــولوي محمد داود ترابي هم په خپلو خبرو کې وویل، اوس مناسب فرصت برابر شوی چې د ولسونو، قومونو او کورنیو ترمنځ شته شخړې د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي. نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل چې د ناسمو دودونو او هغو خبرو له تکرار څخه ډډه وکړي چې د دښمنیو د دوام سبب ګرځي.

د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مـ..ــولوي میا محمد ولي صدیقي د مراسمو ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د شخړو د مخنیوي کمېسیون د جوړېدو وروسته، د خپلمنځي شخړو د حل بهیر لا چټک شوی دی. د هغه په وینا، د همدې هڅو په ترڅ کې دا په خوست ولایت کې ۱۱۳مه روغه جوړه ده چې د قومي مشرانو او مصلحینو په همکارۍ ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په دغه ولایت کې ټولې ثبت شوې خپلمنځي شخړې تر څار لاندې دي او د حل لپاره یې لازمې هڅې دوام لري.

د مراسمو په وروستۍ برخه کې د تڼیو ولسوالۍ خطیب مولوي احسان الله د روغې جوړې پرېکړه‌لیک ګډونوالو ته واوراوه، چې دواړو کورنیو پرې رضایت څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د هر ډول کرکې او دښمنۍ پر ځای د ورورولۍ، سولې او متقابل درناوي ژوند ته دوام ورکوي.

مراسم د پښتني دود له مخې د دواړو کورنیو د مشرانو ترمنځ د «ټوپۍ ړنګولو» او غاړه ورکولو په دود سره پای ته ورسېدل او په دې توګه یې د دوستۍ او پخلاینې نوی پړاو پیل کړ.

خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست ته هنري او تاریخي اثار ډالۍ شول.باختر خبري آژانس ـ خوست ۱۴۰۵ د چنګاښ ۱۵مه.د خوست اطلاعاتو ا...
06/07/2026

خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست ته هنري او تاریخي اثار ډالۍ شول.

باختر خبري آژانس ـ خوست
۱۴۰۵ د چنګاښ ۱۵مه.

د خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ملي موزیم او ملي نګارستان ته د هنرمند اسماعیل ځدراڼ له لوري په ښکلي هنري خط لیکل شوي د الله جل جلاله مبارک نومونه او د قرآن کریم یوه پخوانۍ نسخه، چې په بېلابېلو برخو کې یې سره زر هم کارول شوې دي، ډالۍ شول.

اسماعیل ځدراڼ وویل، له پخوانۍ نسخې پرته د الله جل جلاله ټول مبارک نومونه او نور ډالۍ شوي هنري اثار یې په خپله په خطاطۍ او تابلوګانو کې لیکلي او جوړ کړي دي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه اثار یې د ساتنې، یادګار او د فرهنګي میراث د خوندي پاتې کېدو په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارلي دي.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي محمد صابر صابري، د نوموړي له دې فرهنګي نوښت او ارزښتناکې ډالۍ مننه وکړه او ویې ویل، د قرآن کریم د دې نفیسې نسخې په ډالۍ کېدو سره به ملي موزیم او د نورو هنري لوحو په سپارلو سره به ملي نګارستان نور هم غني او بډای شي.

د یادونې وړ ده، چې اسماعیل ځدراڼ د لاسي صنایعو، خطاطۍ، نقاشۍ، تاریخي، هنري او ادبي آثارو په ګډون نږدې زر بېلابېل اثار لري، چې دا مهال یې په شخصي امکاناتو او لګښت ساتنه کوي، خو د خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست ډاډ ورکړی، چې د دغو ارزښتناکو آثارو د خوندي ساتنې لپاره به مناسب ځای ورته برابر کړي او ځينې به يې د خوست ملي موزيم ته د نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته همدې موزيم ته وسپاري.
#باختراژانس
#خوست

05/07/2026

‏له څه مودې ځنډ وروسته د خوست نړیوال هوایي ډګر ته نړیوالې الوتنې بېرته پیل شوې.

‎ #باختراژانس
#خوست

د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د تېرې اوونۍ سېلابونو خلکو ته پراخ زیانونه اړولي.باختر خبري آژانس ـ خوست۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۱...
03/07/2026

د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د تېرې اوونۍ سېلابونو خلکو ته پراخ زیانونه اړولي.

باختر خبري آژانس ـ خوست
۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۱۲مه

د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځینو خېلو اړوند په سپين کاڼ او شاوخوا نورو سيمو کې د تېرې اوونۍ سختو سېلابونو په سیمه کې پراخې ويجاړۍ رامنځته کړې، ګن کورونه يې تخريب کړي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې او د سپین کاڼ د متوسطه ښوونځي ودانۍ یې د جدي ګواښ سره مخ کړې ده.

د سيمې اوسېدونکي حاجي سردار باختر خبري آژانس ته وويل، د سپین کاڼ اړوند سیمو کې شاوخوا ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. د هغه په وینا، د اوبو د تنظیم لپاره جوړ شوی کاریز او سیفون هم له کاره لوېدلی، چې د کلونو راهیسې د بنسټیزو تأسیساتو د نشتوالي ستونزه یې لا پسې زیاته کړې ده.

همداشان حاجي سبحان ګل وويل، په سیمه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې کورنۍ ژوند کوي، چې له منځه یې یو شمېر کورونه بشپړ تخریب شوي او نور د نړېدو له ګواښ سره مخ دي. نوموړی زیاتوي چې استنادي دېوالونه نړېدلي، کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې او حتی د خلکو موټرونه هم سېلاب وړي دي. د هغه په خبره، اوسېدونکي د خپلو ځمکو د پاکولو لپاره له ماشینرۍ او امکاناتو هم بې‌ برخې دي.

د سيمې يو تن زیانمن اوسېدونکي، سعودي، د سيلاب پر مهال د خپل کور د زيانمنېدو کيسه وکړه او ويې ویل، د سېلاب پر مهال یې کور دواړو خواوو ته د اوبو له امله سخت زیانمن شو. د هغه په وینا، کورنۍ یې اړ شوه چې لوړو سیمو ته پناه یوسي، ځکه د کور کوټې له خټو او اوبو ډکې شوې وې، موږ چې په باران او ږلۍ کې بهر ولاړ وو، يوازې مو د خپل کور د زيانمنېدو ننداره کوله او د ژغورنې لپاره هېڅ امکانات نه وو.

توکل خان، وويل سېلابونو له سپین کاڼ ښکته د "خراسپانه"، "ډاډیم" او شاوخوا نورو سيمو کرنیزو ځمکو ته هم پراخ زیان رسولی دی.

پر يادو زيانونو سربېره سيلاب په همدې سيمه کې د نهو کليو د زده کوونکو لپاره يوازېنی ښوونځی هم زيانمن کړی، اوبو د ښوونځي په مخه کې استنادي ديوال وران او لاندې کړی، او تر ودانۍ رسېدلې، چې له امله يې د ودانۍ په دېوالونو کې درزونه رامنځته شوي دي.
د ښوونځي مدیر، بايل خان صدیق باختر ته وويل، چې په دغه ښوونځي کې د سیمې د نهو کلیو ۴۱۴ زده‌ کوونکي تر نهم ټولګي زده‌ کړې کوي او په دې پراخه سیمه کې بل هېڅ ښوونځی نشته.
هغه وویل، د سېلابونو له امله د ښوونځي استنادي دېوال سخت زیانمن شوی او سېلابي اوبه تر ودانۍ رسېدلې دي. د هغه په وینا، اوبو د ودانۍ بنسټ ته لاره موندلې، چې په دېوالونو کې يې درزونه رامنځته کړي او که بیا سېلاب راشي، ښوونځی به له جدي نړېدو سره مخ شي.
په همدې اړه د سيمې اوسېدونکي کفتان باختر خبري آژانس ته وويل، دغه ښوونځی د سیمې د ماشومانو لپاره یوازینی تعلیمي مرکز دی، زده‌ کوونکي لرې پرتو سيمو او په ځانګړي ډول د شمبوات بازار ته چې له دې ځايه شاوخوا ۱۴ کيلومتره فاصله لري؛ د زده کړو لپاره د تګ راتګ او دلته د بل زده کړه ييز مرکز مناسب امکانات هم نه لري، چې له نړېدو سره به یې نسلونه له زده کړو بې برخې شي.
د سیمې اوسېدونکي او د ښوونځي مسؤلین له دولت، مرستندویه مؤسسو او خیریه بنسټونو غواړي چې د سپین کاڼ متوسطه ښوونځي د استنادي دېوال د بیا رغونې، د خوړ د مسیر د سمون، د کرنیزو ځمکو د پاکولو، د استوګنیزو کورونو د بیارغونې او د اړینو ماشینریو د برابرولو لپاره بېړني اقدامات وکړي، همدا شان له زيانمنو سره بېلابېل کومکونه وکړي، تر څو زيانونه يې جبران شي.

د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وایي، د پوهنې، کرنې او اوبو لګولو ریاستونو له لوري د سیمې د ستونزو د ارزونې او حل لپاره ګډه همغږي پیل شوې ده.

هغه وویل، تخنیکي پلاوی به په نږدې وخت کې سیمې ته واستول شي څو د اوښتو زیانونو کره ارزونه وکړي او د لومړیتوبونو له مخې د بیارغونې عملي پلان جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه چې ولایتي اداره ژمنه ده د سپین کاڼ ښوونځي د خوندي کولو لپاره عاجل تخنیکي اقدامات وکړي، استنادي دېوالونه بیا ورغوي او د خوړونو د مسیر د تنظیم لپاره اړینه ماشینري سیمې ته ولېږدوي. د هغه په وینا، د کرنیزو ځمکو، د استوګنیزو کورونو د بیارغونې او د زیانمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره به له اړوندو ادارو او مرستندویو بنسټونو سره ګډ کار وشي.

د خوست ولایت مقام د ژمنې له مخې، هڅه کېږي چې د بېړنیو اقداماتو ترڅنګ د سېلابونو د تکرار د مخنیوي لپاره بنسټیزې پروژې هم پلې شي، څو د سیمې د خلکو اوږدمهاله ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده چې خوست ولایت هر کال د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د کرنیزو ځمکو، استوګنیزو کورونو او عامه تاسیساتو له زیان سره مخ کېږي.
#باختراژانس
#خوست

خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د «تڼیو اتلانو جام» په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.باختر خبري آژانس – خوستد ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۶...
27/06/2026

خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د «تڼیو اتلانو جام» په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.

باختر خبري آژانس – خوست
د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۶مه.

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون تر چتر لاندې، د تڼیو ولسوالۍ د دورملکې سیمې د بیت‌الله ژوندون د والیبال پر میدان د «تڼیو اتلانو جام» په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د خوست د والیبال فدراسیون د مسؤلینو په وینا، په دغو سیالیو کې د خوست ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۳۰ لوبډلې ګډون لري او ټاکل شوې چې يادې سیالۍ د یوې میاشتې لپاره دوام وکړي.
د سیالیو د پرانیستې لوبه د تڼیو منتخب او د لکڼو کمرسر اجمل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د تڼیو منتخب لوبډلې په دوه پرله‌پسې سیټونو (۲-۰) بریا خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال وده، د ځوانانو ترمنځ د ورزشي سیالیو پیاوړتیا، د استعدادونو پېژندنه او د ورزش له لارې د یووالي او ورورولۍ روحیې پیاوړتیا بلل شوې ده.
#باختراژانس
#خوست

Address

Khost
2501

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bakhtar News Agency - Khost posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share