Afghan Kings

Afghan Kings کريکټ

17/03/2024

*دروژې دمبارکې میاشتې اوله لسیزه درحمت ده، ددې لسیزې دوعا: َربِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَاَنْتَ خیْرُ الراحِمِْین.*
*ژباړه:ای ربه(ﷻ)! بخښنه او رحم وکړه، په رښتیا چې ته (ﷻ)د رحم کونکو څخه، غوره رحم کونکی يې!!*

*دغه دعا زیاته وايئ*
*ترڅو د رحمت جوګه وګرزو*

14/03/2024

د تهجد لمونځ طریقه او فضیلت!
د تهجد معنا (خوب ماتول او پاڅېدل).
له فرضي لمونځ څخه وروسته تر ټولو غوره لمونځ، د شپې د تهجد لمونځ دی.
د تهجد د لمانځه وخت د ماسختن له لمانځه څخه وروسته تر ریښتيني سبا پورې کيږي؛ خو غوره وخت يې د شپې آخره برخه ده.
د تهجد د لمونځ تر ټولو كم مقدار دوه (۲) متوسط يې څلور (۴) او زيات يې اته (۸) يا دولس (۱۲) ركعتونه دي.
د تهجد لمونځ فضیلت:
تهجد لمونځ د فرضي لمونځونو څخه وروسته تر ټولو افضل لمونځ دی، لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
«وأفضل الصلاة بعد الفريضة صلاة الليل»
(رواه مسلم).
يعنې:
د فرضي لمانځه وروسته غوره او افضل لمونځ د تهجد لمونځ دی.
همدارنګه سلمان فارسي روايت کوي چې، رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
د شپې په لمانځه باندې هميشوالی کوئ، بېشکه چې د شپې لمونځ له تاسې څخه مخکې صالحو خلکو عادت ؤ، او تاسې خپل رب ته نږدې کوي او د ګناهونو کفاره ده او د ګناهونو مانع ګرځي او د بدن څخه درد او مرض باسي.
(الترمذي والإمام أحمد وصحيح الجامع)
يعنې دا لمونځ څو صفتونه لري:
۱-د صالحو خلکو عادت دی.
۲- د ګناهونو کفاره ده.
۳- د ګناهونو د کولو څخه مخنيوی کوي او د بدن د سلامتيا سبب ګرځي.
همدارنګه په یوه بل حدیث شریف کې راغلي دي، چې جبريل عليه السلام د جناب رسول الله ﷺ حضور ته تشريف راوړ او هغه ته يې داسې وفرمايل:
«واعلم أن شرف المؤمن قيام الليل وعزه استغناؤه عنالناس»
(رواه الحاكم والبيهقي وحسنه المنذري والألباني)
ژباړه:
پوه شه! چې د مؤمن شرف د شپې په لمانځه (تهجد) کې دی او عزت يې د خلکو څخه په بې نيازه کيدو کې دی.
په یوه بل حدیث کي راغلي دي، ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: زموږ رب د شپې په آخري دریمه برخه کې لاندې او نږدې آسمان ته راښکته کېږي، او وايي: یو څوک دعاء کونکی شته؟ چې دعاء یې قبوله کړم؟ یو څوک غوښتونکی شته؟ چې ور یې کړم؟ یو څوک بخښنه غوښتونکۍ شته؟ چې بخښنه ورته وکړم؟
(بخاري و مسلم)
سبحان الله!
الله تعالی مونږ ته آواز کوي، چې څوک دعا غوښتونکی شته، چې دعا یې قبوله کړم! خو بدبختانه چې مونږ په هغه وخت کې په درانه خوب ویده یو، راځئ ګرانو ورونو او خویندو! چې له دې بهترین فرصت څخه ګټه پورته کړو، هیڅ معلومه نده چې مونږ به تر بل کال روژې پورې ژوندي پاتې کېږو او کنه؟
راځئ دا روژه ځان لپاره غنیمت وګڼو، تلاوتونه، نفلي لمونځونه او عبادتونه زیات کړو، د کورنۍ نور غړي، مو هم د تهجد لمانځه ته حتماً وهڅوئ او پر خپله یې هم اداء کړئ.
پېشنمی د تهجد لمونځ لپاره بهترین فرصت!
دا څرګنده خبره ده چې، مونږ ټول مسلمانان پېشنمي لپاره راپورته کېږو؛ نو له دې بهترین فرصت څخه نورې ګټې هم ترلاسه کړئ!
کله چې پیشنمي لپاره راویښ شوۍ؛ نو لمړی اودس وکړئ، بیا د تهجد لمونځ اداء کړئ، چې پدې سره به تاسې څو ګټې ترلاسه کړئ.
-لمړی خو دا یو ستر فضیلت دی، چې الله تعالی چاته د ته تهجد لمونځ اداء کولو توفیق ورکوي.
-دوهم دا چې، پدې سره به ستاسې ګنګسیت او خوب لرې شي، چې د پیشنمي خواړه به هم په استراحت سره وخورئ.
-دریم دا چې د سهار لمانځه لپاره به هم تیار په اوداسه کې یاست.

بسم الله الرحمن الرحیـم* سبحان الله الحمد لله لا اله الا الله الله اکبرلا حول ولا قوةالا با الله* *❤️(إذا جاءَرَمَضانُ ف...
11/03/2024

بسم الله الرحمن الرحیـم
* سبحان الله الحمد لله لا اله الا الله الله اکبرلا حول ولا قوةالا با الله*
*❤️(إذا جاءَرَمَضانُ فُتِّحَتْ أبْوابُ الجَنَّةِ، وغُلِّقَتْ أبْوابُ النَّارِ، و صُفِّدَتِ الشَّياطِينُ تُكفّر فيه الذنوب*
*❤️درمضان د میاشتی راتګ دی تاسی او تولو دوستانو او ددنيا مسلمانانو ته مبارک وی*
*❤️او خپل المولا العلی عظیم الله څخه‌یعنی خپل ډیر اوچت او لوی واکدار الله جل جلاله حضور‌ ته چه زمونږ اودټولو مخلوقاتو پیداکونکی او پالونکی دی سوال اودوعاکوو چه دروژی په نیولواو دشپی اوورځی دقران په لوستلو او اودریدلو اوطاعت اوعبادت اود مهربان کریم الله پاک درضا دحاصلولو په لیاره کی تیر او مشغول وفرمایی*
*❤️الله تعالي دی د نفس په خواهشاتو اودشیطان په ټولو وسوسو او داسلام دمبارک دین په عملی ژوند چه دبشریت دخیر خواهۍ لپاره راوړل شوی دی داسلام او مسلمانانو په دښمنانو برۍ اوقوی ایمان اوفتح مبين خصوصا دغزي اوفلسطين‌مجاهدينو او بي وزلو خلكو ته نصیب وفرمایی*
*❤️بسم الله الرحمن الرحیم.*
*❤️شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ.*
*❤️حلول ماه مبارک رمضان، ماه خیر و برکت، نزول رحمت، مهمانی و ضیافت الهی، دُعا و عبادت را به دوستان وعزيزان وخويشاوندان و مردم افغانستان و مسلمانان جهان خصوصا به مردم غزه وفلسطين تبریک و تهنیت می‌گوییم.*
*❤️امیدواریم خداوند متعال به ما وشما وهمه دوستان وعزيزان ومسلمانان توفیق عنایت فرماید تا در این ماه عبادت، نیایش، مغفرت وطاعت الهي و وظایف و مسوولیت‌ های دینی خویش را به وجه احسن انجام دهیم،*
*❤️اميد است عبادات و طاعات ما را پروردگار ماجل جلاله قبول فرماید و از فیض و برکت‌ این ماه مبارک همه ما وشما و تمام‌ مسلمانان جهان مستفید شویم وفتح مبين ونصرت الهي نصيب مردم غزه وفلسطين گردد*.
*❤️والحمد لله رب العالمين*
*❤️اللهم صل وسلم وبارك على محمد رسول الله صل الله عليه وسلم محبوب رب العالمين و اله وصحبه والتابعين باحسان الي يوم الدين*
*❤️امين يا ذوالجلال والإكرام*

يو خوږ سنت عمل دا دى چې پورته خيږې لکه غونډۍ غره يا پر ﺯينو نو الله اکبر وايه.او چې کښته روان يې سبحان الله وايه!
13/12/2023

يو خوږ سنت عمل دا دى چې پورته خيږې لکه غونډۍ غره يا پر ﺯينو نو الله اکبر وايه.
او چې کښته روان يې سبحان الله وايه!

پنځه کارونه هره شپه وکړئ او ویده شی!!!یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضی الله تعالی عنه ته وویل چې اې علي...
25/11/2023

پنځه کارونه هره شپه وکړئ او ویده شی!!!
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضی الله تعالی عنه ته وویل چې اې علي د شپې پنځه کارونه وکړه، بیا وېده شه.

۱.څلور زره دیناره صدقه ورکړه، بیا ویده شه.
څلور ځلې سورت فاتحه لوستل د څلور زره دینارو صدقې برابر ثواب لري.
بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ ﴿١﴾ الْحَمْدُ لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿٢﴾الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ ﴿٣﴾ مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ ﴿٤﴾ إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ﴿٥﴾ اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿٦﴾ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ ﴿٧﴾

۲.یو ځلې ټول قرآن کریم ولوله، بیا ویده شه
دري ځلې د سورت اخلاص لوستل د یو ځلې قرآن کریم برابر ثواب لري.
قُلْ هُوَ اللَّـهُ أَحَدٌ ﴿١﴾ اللَّـهُ الصَّمَدُ ﴿٢﴾ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿٣﴾وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ﴿٤﴾

۳. د جنت قیمت ورکړه، بیا وېده شه.
درې ځلې درود شریف لوستل د جنت د قیمت برابر دی.
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وعلی َآلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلیَ ِ إِبْرَاهِيمَ،وعلی ال ابراهیم إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وعلی َآلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ،وعلی ال ابراهیم إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.

۴. ددوو جګړه مارو ترمنځ سوله وکړه، بیا وېده شه.
لس ځلې استغفار ویل ددوو جګړه کوونکو ترمنځ د سولې برابر ثواب لري.
أسْتَغْفِرُ اللّهَ رَبِّىْ مِنْ كُلِّ ذَنْبٍ اَذْنَبْتُه عَمَدًا اَوْ خَطَاً سِرًّا اَوْ عَلَانِيَةً وَاَتُوْبُ اِلَيْهِ مِنْ الذَّنْبِ الَّذِىْ اَعْلَمُ وَ مِنْ الذَّنْبِ الَّذِىْ لا اَعْلَمُ اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الغُيُبِ وَ سَتَّارُ الْعُيُوْبِ و َغَفَّارُ الذُّنُوْبِ وَ لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّهِ الْعَلِىِّ العَظِيْم .

۵. یو ځلې حج وکړه، بیا وېده شه
څلور ځلې درېیمه کلمه لوستل د حج برابر ثواب لري.
سُبْحَان لِلّه وَ الْحَمْدُ لِلّهِ وَ لآ اِلهَ اِلّا اللّهُ، وَ اللّهُ اَكْبَرُ وَلا حَوْلَ وَلاَ قُوَّة ِلَّا بِاللّهِ الْعَلِىّ الْعَظِيْم.
نوټ: دا د روحي سکون، ښه خوب او خوشحالۍ تر ټولو غوره درملنه هم ده.
ده ثــواب په نيت يې درسره شير کړی.
مننه
کاپی

16/11/2023

نن غرمه یوه بجه د ۲۰۲۳ نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه د افریقا او استرالیا لوبډلو ترمنځ په کلکته کې ترسره کېږي. ګټونګې لوبډله به د یکشنبې په ورځ په یوه بجه له هند سره په احمداباد کې پایلوبه ترسره کړي.

افریقا او استرالیا له دې مخکې په نیمه پایلوبه کې دوه ځلې سره مخامخ شوي چې یو ځل ۱۹۹۹ نړیوال جام نیمه پایلوبه وه چې ترمنځ یې لوبه مساوي پای ته ورسیده،په ګروپ سټیج لوبو کې د استرالیا د لوړ مقام له امله استرالیا په نیمه پایلوبه کې ګټونکې ونومول شوه همداشان په ۲۰۰۷ نړیوال جام کې هم په نیمه پایلوبه کې سره مخامخ شول چې استرالیا بیا هم افریقا ته ماتې ورکړه.

استرالیا په ترسره شویو ۱۳ نړیوال جامونو کې ۹ ځلې نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړې ده چې په ۷ نیمه پایلوبې یې ګټلې دي او ځان یې تر پایلوبې ۷ ځلې رسولی ده او افریقا په ترسره شویو نړیوال جامونو کې ۵ ځلې نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړې ده چې تر اوسه یې له نیمه پایلوبې څخه پایلوبې ته لاره نده پیداکړې..

د ۲۰۲۳ نړیوال جام په ګروپ سټیج لوبو کې افریقا لوبډلې استرالیا ته ماتې ورکړې ړه.
څه فکر کوئ افریقا به د لومړي ځل لپاره پایلوبې ته لاره پیداکړي؟ او که استرالیا به د ۸ ځل لپاره پایلوبې ته ځان ورسوي.
زما خو نن افریقا فیورټ ده چې ځان تر پایلوبې ورسوي. استرالیا پنځه نړیوال جامونه ګټلي دي.

کاپي

01/11/2023

Numerous Afghan families have recently returned to Afghanistan from Pakistan following forced deportations. It is imperative that the international community, notably organizations such as the International Organization for Migration (IOM) and the United Nations High Commissioner for Refugees ( UNHCR ) in Afghanistan, promptly extend their assistance and support, given the imminent approach of the winter season.

In addition, we kindly request the Afghan residents within Afghanistan to offer their support and aid to these returning individuals. Solidarity and assistance from the local population can significantly alleviate the challenges these families are facing during this critical period of transition.

په دې وروستیو کې یو شمېر افغان کورنۍ له پاکستان څخه د جبري شړلو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي. دا اړینه ده چې نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه سازمانونه لکه د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ژمي موسم ته په کتو سره سمدستي خپلې مرستې او ملاتړ پراخ کړي.

برسېره پر دې، موږ په افغانستان کې د میشتو افغانانو څخه په مهربانۍ سره غوښتنه کوو چې د دغو راستنیدونکو کسانو سره خپل ملاتړ او مرستې وړاندې کړي. د سیمه ایزو خلکو پیوستون او مرستې کولی شي د پام وړ ننګونې کمې کړي چې دا کورنۍ د لیږد په دې حساس وخت کې ورسره مخ دي.

در پی اخراج اجباری، اخیراً تعداد زیادی خانواده افغان از پاکستان به افغانستان بازگشته اند. ضروری است که جامعه بین المللی، به ویژه سازمان هایی مانند سازمان بین المللی مهاجرت (IOM) و کمیساریای عالی سازمان ملل متحد برای پناهندگان (UNHCR) در افغانستان، با توجه به نزدیک شدن به فصل زمستان، کمک ها و حمایت های خود را به سرعت گسترش دهند.

علاوه بر این، ما از ساکنان افغانستان در افغانستان درخواست می کنیم که حمایت و کمک های خود را به این افراد بازگشته ارائه دهند. همبستگی و کمک از سوی مردم محلی می تواند به طور قابل توجهی چالش هایی را که این خانواده ها در این دوره حساس انتقال با آن مواجه هستند، کاهش دهد.







کرکټ نړيواله شورا روانه مياشت کي د سويلي افريقا په کوربتوب په دوه راتلونکو ټورنمينټونو باندي بحث کوي.د رواني جولای له لس...
06/07/2023

کرکټ نړيواله شورا روانه مياشت کي د سويلي افريقا په کوربتوب په دوه راتلونکو ټورنمينټونو باندي بحث کوي.

د رواني جولای له لسمي بيا تر ديارلسمي نيټې کرکټ نړيواله شورا د ۲۰۲۴ کال شل اوريز نړيوال جام او ۲۰۲۵ کال چمپينز ټراپي کوربتوب باندي بحث کوي.

د ۲۰۲۴ کال شل اوريز نړيوال جام کوربتوب ويسټ انډيز او امريکا ته ورکړل سوی دی چي د امريکا پر سر بحثونه را ولاړ سوي دي.

بلخوا بيا د ۲۰۲۵ کال چمپينز ټراپي کوربتوب پاکستان ته ورکړل سوی دی چي هند له ورتګ څخه انکار کوي دا دوه موضوعات د بحثونو مهم ټکي دي.

غونډه به د سويلي افريقا په دوربن ښار کي اوسي.

د افغان لوبډلې د ډګرساتنې روزونکي ريان مارون د بنګله دېش پر وړاندې د لومړۍ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې غوره ډګرساتونکي محمد نب...
06/07/2023

د افغان لوبډلې د ډګرساتنې روزونکي ريان مارون د بنګله دېش پر وړاندې د لومړۍ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې غوره ډګرساتونکي محمد نبي ته د افریقایي صنعت کارانو په لاس له مریو جوړه شوې خولۍ ډالۍ کړه.

محمد نبي د دغې لوبې په لړ کې یو بهترین کېچ ترلاسه کړی و.

افغان اتلان, د هېواد رښتيني استازي

نیپالیانو ته کلی ورکړئ دنیپال او متحده عرب اماراتو کوالیفای راونډ میچ دباران ښکار شو خو مینوال یی له میدانه نه وځي. کاپي
01/05/2023

نیپالیانو ته کلی ورکړئ
دنیپال او متحده عرب اماراتو کوالیفای راونډ میچ دباران ښکار شو خو مینوال یی له میدانه نه وځي.
کاپي

Address


Telephone

+93747424279

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Kings posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghan Kings:

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share