18/09/2025
پر جلالاباد ـ کابل لویه لار د کاکڅ په سیمه کې نن ماسپښین د یوې کرولا او رنجر موټر ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، پېښه هغه مهال وشوه چې دواړه موټر په تېز سرعت د یو بل مخې ته ولاړل او په سخت ډول سره وجنګېدل.
د یادې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې وړ ده چې پر جلالاباد ـ کابل لویه لار وخت ناوخت د ترافیکي پېښو راپورونه ورکول کېږي، چې ډېری یې د موټر چلوونکو بې احتیاطۍ او د ترافیکي اصولو نه مراعت له امله رامنځته کېږي.
Soola Arman Radio / سوله ارمان راډیو