Kawoon Ghag Radio Laghman

Kawoon Ghag Radio Laghman کاوون غږ راډیو په لغمان کې خپلواکه او بې طرفه رسنۍ!
وروستي، کره،دقیق او تازه خبرونه.
کاوون غږ 89.4 FM

افغان کرکټ لوبډله نن ماسپښین ۲:۱۵ بجې د ایرلینډ پروړاندې د دوه اړخیز سیریز ۳مه لوبه ترسره کوي.
10/08/2026

افغان کرکټ لوبډله نن ماسپښین ۲:۱۵ بجې د ایرلینډ پروړاندې د دوه اړخیز سیریز ۳مه لوبه ترسره کوي.

راشد خان د غوره توپ اچونې له امله لوبډله بریا ته ورسوله د ایرلینډ او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ایرلینډ په کوربتو...
07/08/2026

راشد خان د غوره توپ اچونې له امله لوبډله بریا ته ورسوله

د ایرلینډ او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ایرلینډ په کوربتوب د پنځه یو ورځنیو سیالیو سیریز دویمه لوبه افغان کې ایرلینډ ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

یاده لوبه د ایرلینډ په بریډي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چیرته چې لوبه د ورښت له امله ۴۷ اورونو ته راکمه شوې وه.

په لوبه کې ټاس د ایرلینډ لوبډلې لوبډلمشر پاور سټرلینګ وګټه او افغان لوبډلې ته یې لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د لوبې په لومړي اننګز کې د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې ګربز ۳۲ ابراهیم ۸۴ صدیق ۴۵ رحمت شاه ۳۰ عظمت ۳۳ درویش ۱۶ او حشمت شهیدي ۳۶* ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او ایرلینډۍ لوبډلې ته یې د ۳۰۰ منډو هدف وټاکه.

په دوهم اننګز کې بیا مقابلې لوبډلې د لوبې پیل ښه وکړ خو د لوبې په وروستیو کې افغان توپ اچوونکو بهترینه توپ اچونه وکړه هماغه و چې ایرلینډۍ لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۰۷ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان ترټولو ښه توپ اچونه وکړه نوموړي ۶ عظمت ۲، فضل الحق فاروقي ۱، غضنفر او سلیم ساپی بیا د ویکټ په اخیستلو بریالی نشو.

د یادولو وړده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د یاد دوه اړخیز سیریز لومړۍ لوبه د ورښت له امله بې پایلې پای ته رسېدلې وه.
Report: Rafiullah Slimanzai

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دویمې او درېیمې ناحیو لپاره د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو اداري تعمیرونو د ج...
05/08/2026

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دویمې او درېیمې ناحیو لپاره د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو اداري تعمیرونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

مهترلام ښاروال وویل، د دغې پروژې لګښت د ښاروالۍ له داخلي بودیجې ورکول کېږي او په ترڅ کې به یې د ښار د دویمې او درېیمې ناحیو لپاره یو منزله اداري تعمیرونه په اساسي او معیاري بڼه جوړ شي.

هغه زیاته کړه چې د دغو ودانیو د جوړولو پروژه به راتلوونکو ۸ میاشتو کې بشپړه شي چې هر تعمیر به څلور خونې ولري.

د نوموړي په وینا، په یاده پروژه کې به په ورځني ډول ۶۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.

افغان لوبډله نن ماسپښین ۲:۱۵ بجې د ایر لینډ پروړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي. د یادو سیالیو ژوندی بهیر له کاوون ...
05/08/2026

افغان لوبډله نن ماسپښین ۲:۱۵ بجې د ایر لینډ پروړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

د یادو سیالیو ژوندی بهیر له کاوون غږ راډیو څخه اورېدلای شئ
89.4FM

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغان زده‌کوونکو له ځورونې او ستونزو سره د مخ کېدو په اړه اندېښنه څر...
03/08/2026

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغان زده‌کوونکو له ځورونې او ستونزو سره د مخ کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي کرزي په یوه بیان کې ویلي چې زده‌ کړه باید له سیاسي او نورو مسایلو جلا وساتل شي.

هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان زده‌کوونکو پر وړاندې اکاډمیک او مناسب چلند وکړي او د هغوی د زده‌ کړو بهیر له خنډونو سره مخ نه کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغان زده‌ کوونکي پاکستان ته د زده‌ کړو لپاره تللي او باید د زده‌ کړې حق یې خوندي وساتل شي.

نن د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا، زورورو بادونو او احتمالي سېلابونو د رامنځته کېدو اټکل شوی د...
03/08/2026

نن د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا، زورورو بادونو او احتمالي سېلابونو د رامنځته کېدو اټکل شوی دی.
دغه وضعیت د دوشنبې لپاره د نورستان، کونړ، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولایتونو کې اټکل شوی دی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په اوو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، برېښنا، تندو ...
01/08/2026

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په اوو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، برېښنا، تندو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

په دغو ولایتونو کې نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا شامل دي.

د یادې ادارې د وړاندوینې له مخې د باران اندازه به له ۱۰ تر ۳۵ میلي مترو پورې وي او د هېواد په یو شمېر مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې به د باد چټکتیا له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې په ساعت کې ورسېږي.

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان سره د برېښنا د تخنیکي معیارونو د ښه کولو په اړه خبرې کړې دي.دواړو لورو د برېښنا وسای...
01/08/2026

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان سره د برېښنا د تخنیکي معیارونو د ښه کولو په اړه خبرې کړې دي.

دواړو لورو د برېښنا وسایلو د ازموینې، لابراتوارونو د معیاري کولو، د کارکوونکو د تخنیکي روزنې او د نړیوالو معیارونو د پلي کولو په برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی.

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستانه غوښتي، چې د وسایلو د کالیبراسیون، ګرځنده لابراتوارونو جوړولو او تخنیکي ستونزو د ژر تشخیص په برخه کې مرسته وکړي.

ازبکستان هم د برېښنا شرکت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او تخنیکي همکاریو لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان جازان ښار کې له پنځو ډېرې چاودنې شوې دي. یمني سرچینې ادعا کوي چې د جازان په ص...
25/07/2026

د رسنیو د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان جازان ښار کې له پنځو ډېرې چاودنې شوې دي.

یمني سرچینې ادعا کوي چې د جازان په صنعتي سیمه یې برید کړی خو تر اوسه سعودي چارواکو د دغو راپورونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

Address

Laghman

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kawoon Ghag Radio Laghman posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share