نن ټکی اسيا nunn.asia

نن ټکی اسيا nunn.asia Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from نن ټکی اسيا nunn.asia, News & Media Website, Lashkar Gah.

د ازمویني ملي اداره: له دې وروسته د کانکو ازموینه په څلورو ژبو اخیستل کېږينن ټکی اسیا (پنجشنبه، جوزا ۳مه، ۱۴۰۳ل): د ازمو...
23/05/2024

د ازمویني ملي اداره: له دې وروسته د کانکو ازموینه په څلورو ژبو اخیستل کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، جوزا ۳مه، ۱۴۰۳ل): د ازموینو د ملي ادارې سرپرست وايي، له دې وروسته د کانکو ازموینه په څلورو ژبو اخیستل کېږي.

د اسلامي امارت د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني نن په کابل کې په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته ویلي، د کانکور ازموینه به د پښتو او دري سربېره په انګلیسي اوعربي ژبو هم اخیستل کېږي.

د حقاني په خبره، دا پرېکړه يې هغو کسانو ته د سهولت برابرولو په موخه کړې چې په دري او پښتو ژبو نه پوهېږي، خو افغانستان ته راستانه شوي او غواړي چې زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د نن ورځې د اسعارو بیه د افغانيو پر وړاندې نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، د جوزا ۳مه، ۱۴۰۳ل)
23/05/2024

د نن ورځې د اسعارو بیه د افغانيو پر وړاندې

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، د جوزا ۳مه، ۱۴۰۳ل)

عبدالغني برادر د اسماعیل هنیه سره په ایران کې لیدلي دينن ټکی اسیا (پنجشنبه، د جوزا ۳مه، ۱۴۰۳ل):د سرپرست حکومت د ریاست‌ال...
23/05/2024

عبدالغني برادر د اسماعیل هنیه سره په ایران کې لیدلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د جوزا ۳مه، ۱۴۰۳ل):د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د حماس ډلې د سیاسي دفتر له رییس اسماعیل هنیه سره په ایران کې لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم شتون درلود.

د سرپرست حکومت یو لوړپوړی پلاوی تېره ورځ د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د جنازې مراسمو کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته تللي دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې عبدالغني برادر او امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او چارسمبالي ولسمشر ترڅنګ د پوځ مشر سره هم لیدلي دي.

په لومړي ځل دولتي روغتون کې د زړه وال د تبدیلۍ عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوينن ټکی اسیا (پنجشنبه، جوزا ۳مه، ۱۴۰۳ل): ...
23/05/2024

په لومړي ځل دولتي روغتون کې د زړه وال د تبدیلۍ عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، جوزا ۳مه، ۱۴۰۳ل): د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي په خپله ایکس پاڼه ویلي چې د لومړي ځل لپاره په دولتي روغتون کې د زړه وال د تبدیلۍ عملیات تر سره شول.

نوموړي ویلي چې یاد عملیات د کابل طبي علومو پوهنتون د سینې، زړه او رګونو په تدریسي روغتون کې د یوه ناروغ لپاره په بریالیتوب سره ترسره شوي.

نوموړي زیاته کړې چې له عملیاتو وروسته د ناروغ صحت د ډاډ وړ دی او کوم مشکل نلري.

اسرایېلي ځواکونو په رفح ښار کې په یوه روغتون برید کړینن ټکی اسیا (پنجشنبه، جوزا ۳مه، ۱۴۰۳ل): فلسطیني رسنیو خبر ور کړی چې...
23/05/2024

اسرایېلي ځواکونو په رفح ښار کې په یوه روغتون برید کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، جوزا ۳مه، ۱۴۰۳ل): فلسطیني رسنیو خبر ور کړی چې اسرایېلي ځواکونو د غزې په رفح ښار کې پر یوه روغتون د توغندیو بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، د یادو بریدونو له امله په روغتون کې پېنځه تنه شهیدان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ وړاندې د فلسطین د عامې روغتیا وزارت په غزه او رفح ښار کې په روغتونونو د اسرایېلو بریدونه تایید کړل.

دې وزارت ویلي و چې تر دا مهاله د اسرایېلو د هوایي او ځمکني بریدونو له امله ۳۳ روغتونونه، ۵۳ روغتیايي مرکزونه او ۱۳۳ امبولانسونه ویجاړ شوي او له منځه تللي دي.

د نن ورځې د اسعارو بیه د افغانيو پر وړاندې نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، د جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل)
22/05/2024

د نن ورځې د اسعارو بیه د افغانيو پر وړاندې

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، د جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل)

امريکا کې لاريون کوونکي بلینکن جنګي مجرم دينن ټکی اسیا (چهار شنبه، جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بل...
22/05/2024

امريکا کې لاريون کوونکي بلینکن جنګي مجرم دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسرائیلو لومړي او دفاع وزیر نیولو په اړه د جزا نړېوالې محکمې پرېکړه غندې او د دې محکمې پر لوی څارنوال یې نیوکه کړې.

نوموړي په دې اړه د امریکا مشرانو جرګې ته شاهدي لپاره وربلل شوی و، خو د قهرجنو لاریونو کوونکو له لوري د شاهدي پرمهال د هغه خبرې شپږ ځله قطع کړلې او غزه کې د حماس پر وړاندې د جګړې په اړه یې د امریکا پالیسي وغندله.

لاریون کوونکو چې لاسونه یې په سور رنګ، رنګ کړي و بلنکین جنګي مجرم وباله او هغه یې فلسطین کې په نسل وژنې تورن کړ.

له ناروې وروسته د ایرلنډ او اسپانیا حکومتونو اعلان وکړ چې د یوه دولت په توګه به فلسطین په رسمیت وپېژني.نن ټکی اسیا (چهار...
22/05/2024

له ناروې وروسته د ایرلنډ او اسپانیا حکومتونو اعلان وکړ چې د یوه دولت په توګه به فلسطین په رسمیت وپېژني.

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): د ایرلنډ لومړي وزیر سایمن حارث وروسته له هغې چې د ناروې لومړي وزیر د فلسطین رسمیت‌پېژندنې اعلان وکړ، ویلي، دغه هېواد به هم فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

د اسپانیې لومړي وزیر پډرو سانچز هم نن چهارشنبه، جوزا ۲مه ویلي چې د یاد هېواد د وزیرانو شورا به د جوزا پر ۸مه د یوه دولت په توګه فلسطین په رسمیت وپېژني.

د ایرلنډ لومړي وزیر په یوې خبري غونډه کې وویل: «نن ناروې، ایرلنډ او اسپانیا اعلان کوو چې هر یو به فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت پېژندوو. موږ هر یو به اوس هر هغه ملي ګامونه پورته کړو چې د دې پرېکړې د پلي‌کولو لپاره اړین وي.»

هغه زیاته کړه: «زه ډاډه یم چې نور هېوادونه به په راتلونکو اوونیو کې د دې مهم ګام په اخیستلو کې له موږ سره یوځای شي.»

له دې اعلان وروسته د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاټز له ناروې او ایرلنډ څخه خپل سفیران ورغوښتي دي.

اسراییلو ویلي چې د اروپايي هېوادونو له لوري د یوه دولت په توګه د فلسطین رسمیت‌پېژندنه به (افراط‌پالنې او بې‌ثباتۍ) ته لمن ووهي.

ټولګټو وزارت د زیانمن شوو لارو د جوړولو هڅې روانې کړينن ټکی اسیا ( چهار شنبه، د جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): د ټولګټو چارو وزارت وا...
22/05/2024

ټولګټو وزارت د زیانمن شوو لارو د جوړولو هڅې روانې کړي

نن ټکی اسیا ( چهار شنبه، د جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): د ټولګټو چارو وزارت وایي چې په دې وروستیو کې د سېلابونو له امله په یو شمېر ولایتونو کې سړکونه زیانمن شوي چې د جوړلو لپاره یې هڅې په چټکۍ سره روانې دي.

دې وزارت ویلي چې د تېرو سېلابونو له امله د بامیان ـ سرپل، بامیان ـ بغلان، پروان او بغلان لویې لارې زیانمنې شوي چې د ټولګټو چارو وزارت مسوولین یې په ترمیم کولو لپاره په کار بوخت دي.

یاد وزارت زیاتوي چې د وروستیو شدیدو سېلابونو له امله د بدخشان، سمنګان، سرپل، بلخ، تخار، پکتیا او نورستان ولایتونو ترانسپورتي ځایونه خراب شوي چې ددې وزارت اړوند ټیمونو یې د جوړولو لپاره ټولې هڅې روانې کړي دي.

مسوولینو په اسلام کلا بندر کې یو تن د اسعارو د قاچاق په تور نیولینن ټکی اسیا ( چهار شنبه، د جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): د هرات په ...
22/05/2024

مسوولینو په اسلام کلا بندر کې یو تن د اسعارو د قاچاق په تور نیولی

نن ټکی اسیا ( چهار شنبه، د جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): د هرات په اسلام کلا بندر کې د ګمرکونو د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې یو تن د اسعارو د قاچاق په تور نیولی دی.

د یادې قطعې مسوولین وایي چې نیول شوي کس غوښتل چې له دې لارې ایران ته ۳۲ زره ۵۰۰ یورو قاچاق کړي.

د ګمرکي مسوولینو په وینا، نیول شوی کس د لا نورو پلټنو په موخه د اسلام کلا بندر د استخباراتو مدیریت ته سپارل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په له دې وړاندې په تورخم او سپین بولدک کې د ګمرکونو د ساتنې قطعې مسوولینو ګاونډي هېواد ته د اسعارو او تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې د نتانیاهو او یواف ګالانت د نیولو غوښتنه کړېنن ټکی اسیا ( سې شنبه، د جوزا لومړۍ، ۱۴۰۳ل): د جرمونو...
21/05/2024

د جرمونو نړیوالې محکمې د نتانیاهو او یواف ګالانت د نیولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د جوزا لومړۍ، ۱۴۰۳ل): د جرمونو نړۍوالې محکمې (ای سي سي) تازه خبرداری ورکړی چې د اسرایېلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه دفاع وزیر یواف ګالانت دې د جنګي جنایتونو په تور ونیول شي.

د یادې محکمې لوی څارنوال کریم خان ویلي چې نتانیاهو او د هغه دفاع وزیر به د بشر ضد جرایمو او جنګي جرمونو په تور ډېر ژر محکمې ته راکش کړای شي
دا په داسې حال کې ده چې اسرایېلو په غزه او رفح ښار کې تر دمه د بریدونو له امله د ۱۵ زره ماشومانو په ګډون ۳۵ زره فلسطنیان شهیدان شوي او له څه باندې ۸۳ زرو زیات ټپیان شوي دي.

Address

Lashkar Gah

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نن ټکی اسيا nunn.asia posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share