Mahal Radio - مهال راډیو

Mahal Radio - مهال راډیو مهال راډيو يوه ازاده او خپلواکه راډيو ده چې له پل علم ښار څخه په ۸۹.۹ اف ام څپو نشرات کوي.

د لوګر امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د پادخواب شانه په سیمه کې یې د نشه‌یي توکو یو پلورونکی ...
07/10/2026

د لوګر امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د پادخواب شانه په سیمه کې یې د نشه‌یي توکو یو پلورونکی نیولی دی.
د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د سرپرست مدیر مولوي واحدالله شاهین په خبره، له نیول شوي کس څخه د عملیاتو پر مهال درې کیلوګرامه چرس، شاوخوا ۳۰ ګرامه تریاک او ۱۵ دانې ټابليټ کا ترلاسه شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ وایي، چې د نشه‌یي توکو د قاچاق، پلور او استعمال پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

 #لوګر کې د خلکو اړتیاوو ته د رسېدنې او پراختیايي همکاریو پر پراختیا بحث وشود لوګر ولایت د مسؤولینو،  #یوناما، تمویل کوو...
07/10/2026

#لوګر کې د خلکو اړتیاوو ته د رسېدنې او پراختیايي همکاریو پر پراختیا بحث وشو
د لوګر ولایت د مسؤولینو، #یوناما، تمویل کوونکو او همکارو مؤسسو ترمنځ په ګډه غونډه کې د خلکو پر اړتیاوو، موجودو ستونزو او د پراختیايي او بشري همکاریو پر پیاوړتیا بحث وشو.
په غونډه کې د دولتي ادارو او مرستندویه بنسټونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وشو او د لوګر د بېلابېلو برخو ستونزې او غوښتنې له ګډونوالو سره شریکې شوې.
Radio - مهال راډیو

 #پل علم کې د پټاقیو راکړه ورکړه بنده شوېد لوګر د صنعت او سوداګرۍ او استخباراتو ریاستونو ګډو څارنو پر مهال په پل علم ښار...
07/10/2026

#پل علم کې د پټاقیو راکړه ورکړه بنده شوې
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ او استخباراتو ریاستونو ګډو څارنو پر مهال په پل علم ښار کې ۱۵۴ دانې لویې پټاقۍ راټولې او ضبط شوې.
مسؤولین وایي، د پټاقیو راکړه ورکړه د عامه خوندیتوب او د احتمالي خطرونو د مخنیوي په موخه بنده شوې او د بازارونو څارنه به دوام ولري.
Mahal Radio - مهال راډیو@followers

پس از چهار دهه، دشمنی میان دو خانواده در  #لوگر پایان یافتدشمنی میان دو خانواده در منطقه گمران ولسوالی محمدآغه لوگر، که ...
07/10/2026

پس از چهار دهه، دشمنی میان دو خانواده در #لوگر پایان یافت
دشمنی میان دو خانواده در منطقه گمران ولسوالی محمدآغه لوگر، که حدود ۴۰ سال پیش آغاز شده بود، با تلاش بزرگان قومی، علمای دینی و مسؤولان محلی از طریق صلح و سازش پایان یافت.
بزرگان دو خانواده از پایان این دشمنی ابراز خرسندی کرده و گفتند که از این پس در فضای صلح، برادری و همدلی زندگی خواهند کرد.
در مراسم سازش، بر عفو، بخشش و حل اختلافات از راه گفت‌وگو تأکید شد.
Radio - مهال راډیو

سوداګریزه خبرتیا.!🍽️ پاکیز هوټل؛ د خوندورو خوړو او غوره خدمتونو کور!قابلي پلو، ازبکي پلو، چپلي کباب، بریاني، قرایي، سیخ ...
07/10/2026

سوداګریزه خبرتیا.!
🍽️ پاکیز هوټل؛ د خوندورو خوړو او غوره خدمتونو کور!
قابلي پلو، ازبکي پلو، چپلي کباب، بریاني، قرایي، سیخ کباب، شامي کباب، روش الفحم او تارو کباب.
✨ د هر ډول محفل لپاره د خوړو چمتو کول
🚚 د خوړو فرمایش تر دروازې پورې
☕ شیدې چای، پرټه او تازه چای
📍 پته: د لوګر ولایت مرکز، د کابل ـ ګردېز عمومي سړک، د کوچيانو لېسې مقابل.
📞 ۰۷۸۰۸۰۲۴۴۱ | ۰۷۷۱۱۱۷۰۷۸
👤 مسؤول: هرات خان عیسی‌خېل
پاکیز هوټل؛ خوندور خواړه، خوږې خاطرې!
#لوګر #کباب
Radio - مهال راډیو

 #لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني هواره شوهد لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د ګمران سیمې د اوسېدونکو ترمنځ هغه شخ...
07/10/2026

#لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني هواره شوه
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د ګمران سیمې د اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه، چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې رامنځته شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او قومي مخورو په هڅو د روغې جوړې له لارې هواره شوه.
نور جزیات زمونږ په ویب سايټ کې ولولئ...
https://mahalradiofm.com/2026/10/07/%d9%84%d9%88%da%ab%d8%b1-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%af%d9%88%d9%88-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88-%d8%aa%d8%b1%d9%85%d9%86%da%81-%db%b4%db%b0-%da%a9%d9%84%d9%86%d9%87-%d8%af%da%9a%d9%85%d9%86%d9%8a/
@topfansMahal Radio - مهال راډیو

ګوترېش: د افغان کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له عزت سره ويد ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په اسلام‌ابا...
07/10/2026

ګوترېش: د افغان کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له عزت سره وي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، ملګري ملتونه له پاکستان سره د کډوالو د حقونو او خوندیتوب د اصولو د رعایت په برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.
ګوترېش ټینګار کړی چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له عزت سره ترسره شي.
نوموړي ویلي، پاکستان له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربه پاتې شوی چې د جګړو او بې‌ثباتۍ له امله دغه هېواد ته کډه شوي دي.
Mahal Radio - مهال راډیو@followers

د کرنې وزیر ازبکستان ته تللید کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان په رسمي بلنه او د دغه هېواد...
07/10/2026

د کرنې وزیر ازبکستان ته تللی
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان په رسمي بلنه او د دغه هېواد د پلازمېنې تاشکند په کوربه‌توب، په یوه نړیوال تخنیکي فورم کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
د کرنې وزارت وايي، عمري به په دغه دوه‌ورځني فورم کې، چې نن او سبا دوام کوي، د وچې پورې تړلو هېوادونو د خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا په اړه په بحثونو کې ګډون وکړي.
د سرچینې په وینا، نوموړی به د سفر پر مهال له ازبکستان او نورو ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د افغانستان د کرنې او اقتصادي ظرفیتونو، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د جلب او د مسلکي پوهې او تجربو د شریکولو په اړه هم خبرې وکړي.
Mahal Radio - مهال راډیو@followers

په بدخشان کې چاودنې ۲ کسان ټپیان کړيد بدخشان امنیه قوماندانۍ وايي، نن (چهارشنبه) سهار د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار ک...
07/10/2026

په بدخشان کې چاودنې ۲ کسان ټپیان کړي
د بدخشان امنیه قوماندانۍ وايي، نن (چهارشنبه) سهار د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې چاودنه شوې، چې له امله یې دوه کسان سطحي ټپیان شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، د پېښې په تړاو څلور مشکوک کسان نیول شوي او په اړه یې نورې څېړنې روانې دي.
د کامګار په وینا، ټپیان ملکي کسان دي چې په یوه کرولا موټر کې سپاره وو او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
Mahal Radio - مهال راډیو@followers

د حوثیانو دوو توغندیو د عدن هوايي ډګر په نښه کړید عدن د امنیت ادارې د رسنیو دفتر وايي، نن (چهارشنبه) سهار د حوثیانو له ل...
07/10/2026

د حوثیانو دوو توغندیو د عدن هوايي ډګر په نښه کړی
د عدن د امنیت ادارې د رسنیو دفتر وايي، نن (چهارشنبه) سهار د حوثیانو له لوري توغول شوي دوه توغندي د دغه ښار نړیوال هوايي ډګر په نښه کړی، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
عربي رسنیو «العربیه» او «الحدث» هم د عدن نړیوال هوايي ډګر د توغندیز برید د هدف ګرځېدو خبر ورکړی دی.
Mahal Radio - مهال راډیو@followers

Address

Pule Alam Logar
Logar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mahal Radio - مهال راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Mahal Radio - مهال راډیو:

Shortcuts

Share

Category