Zinat Radio - زینت راډیو

Zinat Radio - زینت راډیو زینت راډیو، چې په 1387 کال کې جوړه شوې، د لوګر په مطبوعاتي بهیرکې ځلانده هنداره ده. FM 105.7

لوګر کې د اوسپنې ویلې کولو د یوې سترې فابریکې جوړولو چارې پیل شوې.د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په صنعتي ښارګوټي کې د ر...
18/05/2026

لوګر کې د اوسپنې ویلې کولو د یوې سترې فابریکې جوړولو چارې پیل شوې.

د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په صنعتي ښارګوټي کې د رحیم ګردیزي شرکت په څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې د اوسپنې ویلې کولو د یوې سترې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د شرکت د مسؤلینو په وینا، دغه فابریکه به ۱۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او لس زره نورو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه رامنځته کړي، چې د جوړولو چارې به یې د راتلونکو څلورو کلونو په موده کې بشپړې شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله ذاهد، د لوګر مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین د یادې فابریکې د چارو پیل د هېواد په صنعتي برخه کې لویه لاسته‌راوړنه بللې او په وینا یې، تیر یوه کال کې د ا.ا مشرتابه له لوري د صنعتي ښارګوټو لپاره سل زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شبیراحمد صدیقي وایي، دا مهال د محمداغې صنعتي ښارګوټي کې د ۳۵ بېلابېلو فابریکو د جوړېدو چارې روانې دي، چې په وینایې نږدې راتلونکې کې به پانګوالو ته د ۱۰۰۰ جریبه نورې ځمکې د وېش لړۍ هم پیل شي.

12/05/2026

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست نوي رئیس، قاضي ثواب جان اسلام‌یار، وویل چې د رسنیو ملاتړ، د فرهنګي فعالیتونو پراختیا او د جهادي ارزښتونو ساتنه به یې له مهمو کاري لو....

10/05/2026

د یادونې ده چې د لوګر مرکز اړوند اشنپور سیمه کې هم د راستانه شویو کډوالو لپاره د یوه بل استوګنیز ښارګوټي جوړولو پلان موجود دی.

د لوګر نوي ټاکل شوي مرستیال والي او امنیه قوماندان دندې پیل کړې.مولوي انعام الله صلاح الدین د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې د...
09/05/2026

د لوګر نوي ټاکل شوي مرستیال والي او امنیه قوماندان دندې پیل کړې.

مولوي انعام الله صلاح الدین د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې د لوګر ولايت د نوي مرستيال والي او ملا فریدالله قیام د نوي امنیه قوماندان په توګه معرفي شول.

د ا.ا د مشرتابه د فرمان له مخې، د پکتيا پخوانی مرستيال والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدين د لوګر د مرستيال والي او د میدان وردګ پخوانی مرستيال والي ملا فریدالله قیام د لوګر د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

په غونډه کې د لوګر والي قاري صلاح الدین ایوبي، علماوو او مسئولينو د اسـ.لامي نظام د خدمت، همغږۍ او اخلاص پر ارزښت خبرې وکړې او نويو ټاکل شویو مسؤلینو ته يې د بريا هيله څرګنده کړه.

د لوګر امنیتي مسوولان وایي، هغه دوه کسان چې څو ورځې وړاندې یې د دې ولایت د مرکز اړوند حصارک سیمه کې د یوې کورنۍ څلور غړي...
30/04/2026

د لوګر امنیتي مسوولان وایي، هغه دوه کسان چې څو ورځې وړاندې یې د دې ولایت د مرکز اړوند حصارک سیمه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي وو، نیول شوي دي.
د لوګر امنیه قومنداني ویاند مولوي سلطان محمدسنګین زینت راډیو ته وویل چې یاد کسان د امنیتي ځواکونو د پرله‌پسې هڅو په پایله کې لومړی پېژندل شوي او وروسته نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، نیول شویو کسانو د لومړنیو پلټنو پرمهال پر خپل جرم اعتراف کړی او څرګنده کړې یې ده چې د دې جنایت اصلي انګېزه غلا وه.
د نیول شويو کسانو د اعترافاتو له مخې، هغوی د غلا په نیت کور ته داخل شوي وو، خو کله چې د کورنۍ غړو وپېژندل، د شواهدو د له‌منځه وړو لپاره یې د کورنۍ ټول غړي (پلار، مور او دوه ځامن) په ډزو وژلي دي.
چارواکي وایي، د پېښې د عاملینو دوسیه د نورو څېړنو او د شرعي سزا د تطبیق لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې.

لوګر کې دردناکه پېښه؛ناپېژانده کسانو د یوه کور څلور تنه په قتل رسولي.د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، چې ناپ...
27/04/2026

لوګر کې دردناکه پېښه؛
ناپېژانده کسانو د یوه کور څلور تنه په قتل رسولي.

د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، چې ناپیژانده کسانو مرکز ته څېرمه په حصارک کلي کې د یوه کور څلور تنه په بې رحمه ډول قتل کړي دي.

د یادې قوماندانۍ ویاند مولوي سلطان محمد سنګین ویلي، پېښه کې د محمدموسی په نوم یو ۶۰ کلن سپین ږیری، د هغه مېرمن او دوه ځامن شـ.هـیدان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي او قومي مشر حاجي عبدالرحمن توکلي له ځایي مسوولینو غوښتي، څو د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، امنیتي ځواکونو د یادې پېښې په تړاو درې تنه شکمن کسان نیولي هم دي.
زینت راډيو – لوګر.

د رڼا پر لور ـ به سوی روشنایی.د خپرونې موضوع : ( د زده کړو ارزښت ـ په کورنۍ کې خوندي او ملاتړې چاپېریال رامنځته کول) (د ...
25/03/2026

د رڼا پر لور ـ به سوی روشنایی.
د خپرونې موضوع : ( د زده کړو ارزښت ـ په کورنۍ کې خوندي او ملاتړې چاپېریال رامنځته کول)
(د رڼا پر لور) د دې اونۍ په خپرونه کې، دپکتیا پوهنتون له قدرمن استاد ډاکټر میرضیاءالرحمن محرابي سره د زده کړو په ارزښت او دا چې څنګه کولی شو په کور کې خپلو ماشومانو ته خوندي، ارامه او ملاتړی زده کړیز چاپېریال رامنځته کړو. بحث کوو.
دخبرونې د خپرېدو نېټه: پنجشنبه، د مارچ ۲۵ مه ۲۰۲۶ - د خپرېدو وخت: 09:30 تر 10:00 بجو د ګهیځ.
د بیاځلې یاتکرار وخت او نېټه: د جمعې او شنبې ورځ شنبه (د مارچ ۲۷ مه او ۲۸ مه 2026) د سهار 09:30 تر 10:00 بجو پورې
د رڼا پر لور ـ به سوی روشنایی.

د زینت راډیو مشرتابه او کارکوونکي د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وايي.هيله‌من یو چې دغه اختر د...
19/03/2026

د زینت راډیو مشرتابه او کارکوونکي د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وايي.

هيله‌من یو چې دغه اختر د افغانستان او د اسلامي نړۍ د ټولو وګړو لپاره د خير او برکت، په ټولو ستونزو د برياليتوب او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت لامل وګرځي.

 د افغانستان سترې محکمې سبا د پنجشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.
18/03/2026


د افغانستان سترې محکمې سبا د پنجشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

مولوي نورالله حکمت د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا د نوي رئیس په توګه دنده پیل کړه.شیخ محمد قاسم راشد، چې له تېرو څه...
10/03/2026

مولوي نورالله حکمت د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا د نوي رئیس په توګه دنده پیل کړه.
شیخ محمد قاسم راشد، چې له تېرو څه باندې څلور کالو راهیسې د یاد ریاست مشري کوله؛ تازه د کلیو د بیارغونې او پراختیا په وزارت کې د تدارکاتو رئیس ټاکل شوی دی.
ویل کیږي د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا نوی ټاکل شوی رئیس، د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکی دی او وړاندې تردې یې د کابل د اوبو او انرژۍ ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کړې.

Address

Pul-e-alam
Logar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zinat Radio - زینت راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Zinat Radio - زینت راډیو:

Shortcuts

Share

Category