01/12/2025
د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي د اوزبېکستان له کرېکټ فدراسیون سره یې د دغه هېواد په پلازمېنه تاشکند کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ د همکاریو د پراختیا او هلته د دغې لوبې د ودې په موخه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د اعلامیې له مخې، د افغانستان کرېکټ بورډ به د اوزبېکستان له کرېکټ فدراسیون سره د کرېکټ تخنیکي برخو کې د روزنې ترڅنګ د افغان ابدالیانو، له نولس کلنو کم عمره او د کورني کرېکټ مخکښې لوبډلې به په اوزبېکستان کې د دغه هېواد له لوبډلو سره دوه اړخیزې لوبې هم کوي.