10/05/2026
د لغمان مرکز اړوند د بدیعالاباد ښوونځي لپاره د ۳۴۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه دوه پوړیزه معیاري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یکشنبه / د ثور ۲۰ مه
د لغمان د پوهنې ریس مولوي شاه جهان ساجد زیار راډیو ته وویل ، چې دغه ودانۍ ۱۲ درسي خونې، احاطه، لمریزه برېښنا، تشنابونه او د پاکو اوبو څاه لري، چې شاوخوا ۷۰۰ زده کوونکي به ترې ګټه واخلي.
ځايي چارواکي زیاته وي ، چې د ښوونیزو مرکزونو جوړول د زدهکوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د زدهکړو د ښه چاپېریال رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی.