10/03/2025
په لغمان کې ۱۵۰ یتیمو, معلولو او بی وزله کورنیو ته د سولرو توزیع پیل شو.
دوشنبه کب ۲۰مه ۱۴۰۳
د لغمان اقتصاد ریاست څخه ZIAR RADIO 91.5 FM z ته په معلوماتو کې راغلي چې د یاد ریاست رئیس مولوي جان محمد حامد په لارښوونه د یاد ریاست د غیر امارت ي موسساتو د انسجام عمومی مدیر عبدالکریم فیصل لخوا یادو کورنیو ته د سولرو د ویش بهیر څخه نظارت ترسره شو.
معلومات زیاتوي چې یاده مرسته د شهدا او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ او د HHRD موسسې په تخنیکي او مالي همکارۍ ترسره شوې چې هرې کورنۍ ته دوه سولر تختۍ، چوکات، یو چتي پکه، دوه ګروپونه او ۲۰ متره لین ورکړل شو.