Globe News

Globe News Official Globe News TV Page

Latest world, regional and Afghanistan news.

Fast and reliable updates from around the globe.

نړیوال، سیمه‌ییز او د افغانستان تازه خبرونه.
رښتیني او چټک معلومات له ټولې نړۍ څخه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر Abbas Araghchi ویلي چې امریکا د ایران پر وړاندې په جګړه کې خپلو مهمو اهدافو ته نه ده رسېدلې.ه...
26/03/2026

د ایران د بهرنیو چارو وزیر Abbas Araghchi ویلي چې امریکا د ایران پر وړاندې په جګړه کې خپلو مهمو اهدافو ته نه ده رسېدلې.
هغه زیاته کړې چې واشنګټن ونه توانېد چې چټک پوځي بری ترلاسه کړي او نه یې هم په تهران کې د نظام بدلون رامنځته کړ.
ارغچي ټینګار کړی چې که څه هم ځینې بریدونو زیانونه اړولي، خو د ایران ټکنالوژي او د خلکو اراده لا هم پیاوړې پاتې ده.

ناسا اعلان کړی چې په راتلونکو اوو کلونو کې به شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالر د سپوږمۍ پر اډې جوړولو او د اټومي انرژۍ پر بنسټ د ...
25/03/2026

ناسا اعلان کړی چې په راتلونکو اوو کلونو کې به شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالر د سپوږمۍ پر اډې جوړولو او د اټومي انرژۍ پر بنسټ د مریخ فضايي بېړۍ جوړولو باندې ولګوي.
دا پلان د دې لپاره دی چې د انسانانو فضايي ماموریتونه لا پراخ شي او په اوږدمهاله توګه په سپوږمۍ کې دایمي حضور رامنځته شي، او همداراز مریخ ته د سفر لپاره پرمختللې ټکنالوژي برابره شي.

کاناډا د اسراییلو هغه پلانونه په کلکه غندي چې غواړي د لبنان سویلي سیمې ونیسي، او ټینګار کوي چې د لبنان ملي حاکمیت باید د...
25/03/2026

کاناډا د اسراییلو هغه پلانونه په کلکه غندي چې غواړي د لبنان سویلي سیمې ونیسي، او ټینګار کوي چې د لبنان ملي حاکمیت باید درناوی وشي.
همداراز، کاناډا له Hezbollah څخه غواړي چې پر اسراییلو بریدونه ودروي او د دې ډلې د وسلو د ایښودلو غوښتنه هم کوي.

یو امریکایي چارواکي ویلي چې شاوخوا ۳۰۰۰ سرتېري د 82nd Airborne Division څخه تمه ده چې منځني ختیځ ته واستول شي، خو تر اوس...
25/03/2026

یو امریکایي چارواکي ویلي چې شاوخوا ۳۰۰۰ سرتېري د 82nd Airborne Division څخه تمه ده چې منځني ختیځ ته واستول شي، خو تر اوسه کوم رسمي امر نه دی صادر شوی.

دغه ځواک کولای شي چې د منظورۍ له ترلاسه کولو وروسته په ۱۸ ساعتونو کې چمتو او ځای پر ځای شي.

عراقي چارواکو د ملي امنیت شورا هغه پرېکړه تایید کړې چې له مخې یې نیمه‌پوځي ډلو ته اجازه ورکړل شوې چې په الانبار کې د امر...
25/03/2026

عراقي چارواکو د ملي امنیت شورا هغه پرېکړه تایید کړې چې له مخې یې نیمه‌پوځي ډلو ته اجازه ورکړل شوې چې په الانبار کې د امریکا د شکمن برید په غبرګون کې ځوابي اقدام وکړي، هغه برید چې پکې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د هېواد د حاکمیت د دفاع او د ورته پېښو پر وړاندې د غبرګون لپاره شوې ده.

چارواکي وايي چې په تېره یوه ورځ کې د اسراییلو په بریدونو کې په لبنان کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي.دوی...
25/03/2026

چارواکي وايي چې په تېره یوه ورځ کې د اسراییلو په بریدونو کې په لبنان کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي.
دوی زیاتوي چې د مارچ له ۲مې نېټې راهیسې د وژل شویو کسانو ټول شمېر ۱,۰۷۲ ته رسېدلی دی.

اسراییلو د ملګرو ملتونو سفیر Danny Danon وايي چې د اسراییلو هېواد د امریکا او ایران ترمنځ په ادعا شوو خبرو کې برخه نه لر...
25/03/2026

اسراییلو د ملګرو ملتونو سفیر Danny Danon وايي چې د اسراییلو هېواد د امریکا او ایران ترمنځ په ادعا شوو خبرو کې برخه نه لري. هغه ټینګار کړی چې اسراییل به په ایران کې خپل بریدونه دوام ورکړي او هدف یې دا دی چې ایران د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو له ترلاسه کولو څخه منع کړي.
هغه مخکې هم ویلي وو چې یوازې خبرې کافي نه دي او باید د ایران د اټومي وړتیاوو د ختمولو لپاره جدي اقدام وشي .

نیال سټنیج، چې د سپینې ماڼۍ کالم لیکونکی دی، وایي چې د امریکا ولسمشر Donald Trump داسې ښکاري چې د وضعیت څخه د وتلو لاره ...
24/03/2026

نیال سټنیج، چې د سپینې ماڼۍ کالم لیکونکی دی، وایي چې د امریکا ولسمشر Donald Trump داسې ښکاري چې د وضعیت څخه د وتلو لاره لټوي.
هغه زیاتوي چې ټرمپ ښايي د اقتصادي فشار او زیانونو د زغملو وړتیا ډېر وخت ونه لري او ژر به له دې حالت څخه د وتلو هڅه وکړي.

د رويترز د راپور له مخې، د برنت خام تېل فیوچرز (آجل قراردادونه) د بازار د پرانېستلو پر مهال له یو ډالر څخه زیات لوړ شوي ...
24/03/2026

د رويترز د راپور له مخې، د برنت خام تېل فیوچرز (آجل قراردادونه) د بازار د پرانېستلو پر مهال له یو ډالر څخه زیات لوړ شوي او ۱۰۱.۰۱ ډالرو ته رسېدلي دي.

د Alexei Likhachev، چې د روساتوم مشر دی، ویلي چې د بوشهر اټومي برېښناکوټ څخه به نور کارکوونکي وایستل شي، خو یو شمېر به ه...
23/03/2026

د Alexei Likhachev، چې د روساتوم مشر دی، ویلي چې د بوشهر اټومي برېښناکوټ څخه به نور کارکوونکي وایستل شي، خو یو شمېر به هلته پاتې وي.
هغه زیاته کړې چې غیر ضروري کارکوونکي او د هغوی کورنۍ مخکې هم ایستل شوي، خو اړین تخنیکي کارکوونکي به د مهمو سیستمونو د ساتنې لپاره په ځای کې پاتې شي.

د Francesca Albanese، چې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ده د اشغال شوو فلسطیني سیمو لپاره، ویلي دي چې نړۍ اسرائیلو...
23/03/2026

د Francesca Albanese، چې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ده د اشغال شوو فلسطیني سیمو لپاره، ویلي دي چې نړۍ اسرائیلو ته داسې اجازه ورکړې چې فلسطینیان شکنجه کړي.
هغې زیاته کړې چې د اشغال شوې فلسطیني سیمې ژوند د فزیکي او رواني کړاوونو یو دوامداره حالت ګرځېدلی دی.

د ڪولمبیا یوې پوځي الوتکې چې ۱۲۵ کسان پکې سپاره وو، د کولمبیا په سوېل کې د الوتنې له پورته کېدو لږ وروسته نسکوره شوې ده....
23/03/2026

د ڪولمبیا یوې پوځي الوتکې چې ۱۲۵ کسان پکې سپاره وو، د کولمبیا په سوېل کې د الوتنې له پورته کېدو لږ وروسته نسکوره شوې ده.
لږ تر لږه یو کس په دې پېښه کې وژل شوی، او د پېښې د علت د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

Address

Afghanistan. Laghman. Miterlam
Mehtar Lam

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Globe News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share