Mazal Radio 87.7 FM مزل راډيو

  • Home
  • Mazal Radio 87.7 FM مزل راډيو

Mazal Radio 87.7 FM  مزل راډيو مزل د ملي او اسلامي ارزښتونو پالونکې اداره

د اټکل له مخې د کابل او یو شمیر ولایتونو د هوا حالت!
01/11/2025

د اټکل له مخې د کابل او یو شمیر ولایتونو د هوا حالت!

د خوست د سیمه‌ییزو مسولینو په منځګړیتوب د دغه ولایت په باک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ٢٩ کلنه خپلمنځي شخړه، چې له دوا...
01/11/2025

د خوست د سیمه‌ییزو مسولینو په منځګړیتوب د دغه ولایت په باک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ٢٩ کلنه خپلمنځي شخړه، چې له دواړو لوريو پکی پنځه تنه وژل شوي وو، حل شوه.

د تورخم ځایي مسوولین وایي، چې دغه دروازه نن یوازې د راستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ پرانیستل کیږي.مسوولینو له نورو مسافرو ...
01/11/2025

د تورخم ځایي مسوولین وایي، چې دغه دروازه نن یوازې د راستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ پرانیستل کیږي.
مسوولینو له نورو مسافرو غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې د تورخم پر لار له تلو څخه ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون وايي، په تانزانیا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ضد لاریونونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري د...
01/11/2025

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون وايي، په تانزانیا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ضد لاریونونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د اپوزیسیون مشرانو ادعا کړې چې د وژل شوو شمېر ښايي سلګونو ته رسېږي.

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې، د سې شنبې په ورځ د میلیسا توپان له دې وروسته چې د پنځمې کټګورۍ طوفان په توګه پر جامایکا ولګ...
01/11/2025

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې، د سې شنبې په ورځ د میلیسا توپان له دې وروسته چې د پنځمې کټګورۍ طوفان په توګه پر جامایکا ولګېد، لږ تر لږه ۱۹ کسان په دغه هېواد او لږ تر لږه ۳۰ نور، چې ماشومان هم پکې شامل دي، په هایټي کې ووژل.

افغان حکومت وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ په استانبول کې مذاکرات د پاکستاني لوري د غیرې منطقي غوښتنو له امله له پر...
29/10/2025

افغان حکومت وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ په استانبول کې مذاکرات د پاکستاني لوري د غیرې منطقي غوښتنو له امله له پرمختګه پاتې شوې دي.

👇
مزل یوټیوب چینل
www.youtube.com/.7FMOffici https://youtu.be/ZGmuPrQu18M?si=LzLVgWa5egd35_Ui

Enjoy the videos and music you love, upload original content, and share it all with friends, family, and the world on YouTube.

سعودي عربستان ویلي چې د نیوم په ښار کې به د فوټبال لوبې لپاره د نړۍ لومړی اسکای سټیډیوم جوړ کړي، چې د ځمکې له سطحې څخه ب...
29/10/2025

سعودي عربستان ویلي چې د نیوم په ښار کې به د فوټبال لوبې لپاره د نړۍ لومړی اسکای سټیډیوم جوړ کړي، چې د ځمکې له سطحې څخه به ۳۵۰ متره لوړ وي.

👇
مزل یوټیوب چینل
www.youtube.com/.7FMOffici https://youtu.be/ax3bDGdh9lE?si=oWzhmtSleklGEArY

Enjoy the videos and music you love, upload original content, and share it all with friends, family, and the world on YouTube.

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت محتسبینو په هلمند او غزني ولایتونو کې ۴۲۲ رو...
29/10/2025

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت محتسبینو په هلمند او غزني ولایتونو کې ۴۲۲ رواني ناروغان د درملنې په موخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کړي دي.

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰ زیانمنو شویو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي ...
29/10/2025

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰ زیانمنو شویو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین سره لیدنه کې ...
29/10/2025

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین سره لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو، د نفت، اوړو، غنمو او خوراکي توکو د تبادلې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه بحث کړی دی.
په لیدنه کې د پنبې صادرات د همکاریو په لومړیتوبونو کې شامل شوي او ټینګار شوی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري دې ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

د ملګرو ملتونو د څېړنې خپلواک کمېسیون ویلي، چې د اسرائیلي ځواکونو له خوا په غزه کې د جنګي جرمونو، د بشریت ضد جنایتونو او...
29/10/2025

د ملګرو ملتونو د څېړنې خپلواک کمېسیون ویلي، چې د اسرائیلي ځواکونو له خوا په غزه کې د جنګي جرمونو، د بشریت ضد جنایتونو او نسل وژنې په تړاو شاوخوا ۱۶ زره اسناد، زرګونه انځورونه او څېړنیز راپورونه راټول شوي دي.
د کمېسیون غړي کریس سیدوتي څرګنده کړې، چې له ۲۰۲۳م د اکتوبر له ۷مې وروسته، اسرائیلي ځواکونو د فلسطینیانو پر ضد پراخ جنګي جرمونه ترسره کړي او عاملین یې تثبیت شوي دي.

29/10/2025

سعودي عربستان ویلي چې د نیوم په ښار کې به د فوټبال لوبې لپاره د نړۍ لومړی "اسکای سټیډیوم" جوړ کړي، چې د ځمکې له سطحې څخه به ۳۵۰ متره لوړ وي.

Address


61122

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93782999987

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mazal Radio 87.7 FM مزل راډيو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Mazal Radio 87.7 FM مزل راډيو:

  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share