
27/10/2022
خبرتيا
د لوګر ولايت له درنو ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو، علماء کرامو او د قلم له خاوندانو څخه يو ځل بيا په ډېر درنښت هيله کوو، چې موږ سره په مياشتنۍ خپرونه (لوګر جرېده) کې قلمي همکاري وکړي. خپلې ادبي، علمي، ټولنيزې، ديني او معلوماتي ليکنې راوليږي، چې موږ يې په مياشتنۍ خپرونې کې خپرې او نشر کړو.
يادونه:
- ليکنې بايد له ٥٠٠ تر ٦٠٠ کليمو زياتې نه وي.
- ليکنې د هرې مياشتې تر ٢٥مې نيټې مخکې د جرېدې مديريت ته راواستول شي.
- ليکنې د ادبياتو په معيار برابرې، اسلامي او افغاني ارزښتونه پکې خوندي وي.
نو هيله من يو، چې خپلې ليکنې مو په لاندې پته (ادرس) را واستوٸ.
برېښناليک : [email protected]
واټساپ شميره: 0777456765
لوګر ولايت، مرکز پل علم ښار، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د جرېدې مديريت