05/03/2026
خبرتیا!
په پام کې ده، چې سبا د جمعې د لمانځه وروسته د لوګر ولسونو لخوا د پاکستان پوځي رژیم پروړاندې د خپلو زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د غچ اخیستونکو بریدونو د ملاتړ او د اجیر پوځي رژیم له لوري د ملکي وګړو په نښه کولو د غندنې په موخه لاریون ترسره شي.
په همدې موخه د لوګر ټولو قدرمنو ولسونو ته خبر ورکول کیږي، چې په دغه لاریون کې په پراخه کچه ګډون وکړئ.
نېټه: د جمعې مبارکه ورځ، د حوت میاشتې ۱۵مه، د ماسپښین ۱:۴۵ بجه.
ځای: پل علم ښار، د عبدالله ابن مسعود جامع جومات.