Logar News لوګر نیوز

Logar News لوګر نیوز د لوګر د باور وړ او پر وخت خبرونو سرچینه

دا ښکلی ویلا د کندهار خلکو په استازیتوب د تجار اسحاقزي له لوري راشد خان ته تحفه ورکړل شوه.
03/10/2026

دا ښکلی ویلا د کندهار خلکو په استازیتوب د تجار اسحاقزي له لوري راشد خان ته تحفه ورکړل شوه.

 #لوګر کې روغتیايي مرکزونو ته د ۴۰ زره ډالرو غیرطبي توکي برابر شويد لوګر د عامې روغتیا ریاست وايي، د یونیسف په مالي ملات...
23/09/2026

#لوګر کې روغتیايي مرکزونو ته د ۴۰ زره ډالرو غیرطبي توکي برابر شوي
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وايي، د یونیسف په مالي ملاتړ او د «کف» موسسې په تخنیکي همکارۍ، د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته د شاوخوا ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت غیرطبي توکي برابر شوي دي.
مسؤولین وايي، دغه توکي به په نږدې راتلونکې کې د روغتیايي مرکزونو د اړتیاوو له مخې ووېشل

د امریکا یوه F-16 جنګي الوتکه د جرمني په لوېدیځ کې د سپانګډاهلم هوايي اډې ته څېرمه لوېدلې ده. د راپورونو له مخې، پیلوټ ل...
23/09/2026

د امریکا یوه F-16 جنګي الوتکه د جرمني په لوېدیځ کې د سپانګډاهلم هوايي اډې ته څېرمه لوېدلې ده.

د راپورونو له مخې، پیلوټ له الوتکې په خوندي ډول وتلی او د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.

د پېښې د علت په اړه څېړنې روانې دي.

 #لوګر کې د دیني مدرسې د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوېد لوګر د  #ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیې» دیني مد...
23/09/2026

#لوګر کې د دیني مدرسې د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر د #ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیې» دیني مدرسې د نوې ودانۍ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې دي.

د یادې مدرسې نوې ودانۍ د سیمې د خلکو په شخصي ۵۰۰ زره افغانیو لګښت، پر نیم جریب وقف شوې ځمکه جوړېږي.

د ودانۍ په طرحه کې څلور درسي ټولګي، یوه اداري خونه او نور اړین ملحقات شامل دي. د ودانۍ له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۲۰۰ طالب‌العلمان په مناسب درسي چاپېریال کې خپلې زده کړې ترسره کړي.

#لوګر #ازره

له قواري او خندا خو یې هسې هم ټول پیژنۍ، خو راځئ در و یې پیژنم.د الجزایر اوسیدونکی نبیل (سبتي) په 2014 کال کې د سندرو وی...
23/09/2026

له قواري او خندا خو یې هسې هم ټول پیژنۍ، خو راځئ در و یې پیژنم.
د الجزایر اوسیدونکی نبیل (سبتي) په 2014 کال کې د سندرو ویلو په یوه پروګرام کې ګډون وکړ، د خپلې ښکلې خندا له امله یې مسابقې ته ادامه ورنکړای شوه، مګم کله چې یې تلویزون دا خندا او خپرونه نشر کړه نو د ټولې نړۍ توجه یې ځانته راواړوله، د فناوری په نوم یو مراکشي شرکت چې ددې خپرونې سپانسر و نبیل (سبتي) ته ددې خندا او د نړیوالو رسنیو د توجه جلبولو له امله 3 میلونه ډالر جایزه ورکړه.

د نبیل (سبتي) د پلار له مړینې وروسته یې د کورنۍ مصارف د نبیل په غاړه و، چې د ډېرو تنګسو او مشکلاتو سره مخ و خو اوس یې ژوند د یوې خندا له امله ډېر اسوده او روښانه دی. هغه اوس وخت کې په ټولنیزه رسنۍ ټیکټاک کې د نړۍ له هر ګوډ څخه په ټولیز ډول یو میلون فالورس لري چې د همدې ټیکټاک له لارې په زړه پورې عاید ترلاسه کوي.

کله چې رب العزت اوغواړې چې ستا ژوند بدل کړي، یوه ډېره کوچنۍ بهانه درته جوړوي، نو په خپل رب باور او صبر ولرئ.

 #لوګر کې له یوې لېسې سره ۴۰۰ امریکایي ډالره مرسته وشوهد لوګر د  #محمدآغې ولسوالۍ په  #زاهدآباد کلي کې د محمد جان خان هل...
23/09/2026

#لوګر کې له یوې لېسې سره ۴۰۰ امریکایي ډالره مرسته وشوه
د لوګر د #محمدآغې ولسوالۍ په #زاهدآباد کلي کې د محمد جان خان هلکانو لېسې سره د شهید محمد جان خان د کورنۍ د دوو ښځینه غړو له لوري ۴۰۰ امریکایي ډالره نقدي مرسته وشوه.
د لېسې ادارې په وینا، دغه مرسته به په شفاف ډول د کمپیوټر خونې لپاره د اړینو کمپیوټرونو او نورو تجهیزاتو په پېرلو ولګول شي.

لغمان کې د فلاینکوچ موټر د چپه کېدو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتېد لغمان ولایت مقام وایي، دا پېښه د بادپښ ولسوالۍ ...
23/09/2026

لغمان کې د فلاینکوچ موټر د چپه کېدو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
د لغمان ولایت مقام وایي، دا پېښه د بادپښ ولسوالۍ په کپرګلۍ سیمه کې د یوه فلاینکوچ موټر د چپه کېدو له امله یو تن مړ شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، ټپیان د درملنې لپاره د مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 #لوګر کې د ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوېد لوګر د کرکټ امریت د کلني پلان له مخې، د ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ د ...
23/09/2026

#لوګر کې د ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې
د لوګر د کرکټ امریت د کلني پلان له مخې، د ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې دي. په سیالیو کې څلور لوبډلې ګډون لري او موخه یې د استعدادونو ارزونه او د لوګر د ۱۷ کلنو منتخبې لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

مولوي اول‌خان هاشمي د  #ازرې ولسوالۍ مرستیال وټاکل شود لوګر د ازرې ولسوالۍ لپاره مولوي اول‌خان هاشمي د نوي مرستیال په تو...
23/09/2026

مولوي اول‌خان هاشمي د #ازرې ولسوالۍ مرستیال وټاکل شو
د لوګر د ازرې ولسوالۍ لپاره مولوي اول‌خان هاشمي د نوي مرستیال په توګه ټاکل شوی او د یادې ولسوالۍ د ولسوال، امنیه قوماندان او یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو په حضور کې رسماً معرفي شو.
د معرفي په مراسمو کې نوموړي ته د خپلې دندې اړوند مسؤولیتونه ور وپېژندل شول او له هغه وغوښتل شول چې خپلې اداري چارې په منظم ډول او له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ترسره کړي.
مولوي اول‌خان هاشمي ژمنه وکړه چې ورسپارل شوې دنده به په پوره مسؤولیت ترسره کړي او د اداري چارو د ښه تنظیم او کاري نظم د ټینګښت لپاره به هڅې وکړي

 #کابل- #لوګر سړک د لومړي فاز قیر اچولو چارې پیل شويد کابل–لوګر سړک د لومړي فاز د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې دي او تا...
23/09/2026

#کابل- #لوګر سړک د لومړي فاز قیر اچولو چارې پیل شوي
د کابل–لوګر سړک د لومړي فاز د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې دي او تازه د ۸۷۴ مترو په اوږدوالي د فرعي لیکو قیر چارې هم بشپړې شوې دي.
د یاد سړک لومړۍ برخه له نجات څلي تر چرخ‌آب پورې ۷ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري.
په پروژه کې د کانالونو، پُلګوټو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او څراغونو جوړول او نصبول هم شامل دي.
ټاکل شوې چې د سړک د جوړولو چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي.

Address

Logar Province
Pol-e `Alam
0000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Logar News لوګر نیوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share