Zabul Shkula Radio/زابل ښکلا راډیو

Zabul Shkula Radio/زابل ښکلا راډیو Independent Media Outlet
خپلواکه او ناپېیلې

10/08/2025

ماليې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د تېرې چنګاښ مياشتې په ترڅ کې د هېواد له ګمرکونو څخه د ۱۶۶ ټانکره بې‌کيفيته نفتي توکو له بېرته ورګرځېدو خبر ورکړی دی.

ياد وزارت وايي، له دې شمېرې ۱۶۱ ټانکره ډېزل او ۲ ټانکره پټرول له نيمروز بندر څخه او ۳ ټانکره پېټرول له شېرخان بندر بېرته ورګرځول شوي دي.

وزارت وړاندې ډاډ ورکړی، چې هېواد ته د لوړ کیفیته او معیاري نفتي موادو ورادېدو ته زمینه برابروي او دغه راز د بې‌کیفیته او غیر معیاري هغو په کلکه مخنیوی کوي.

09/08/2025

د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې د اسرائیلو له لوري د غزې تړانګې د نیولو پرېکړه په کلکه غندلې او دا اقدام یې غیرانساني، د سولې لپاره خطرناک او د فلسطيني ولس پر وړاندې د نسل‌ وژنې هڅه بللې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ریاض د غزې د نیولو په اړه د اسرائیلو وروستۍ پرېکړه غندي او له نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا غوښتنه کوي چې د اسرائیلو ټولې سرغړونې او تېري سمدستي ودروي.

ياده دې وي، چې د اسرائیلو کابينې د غزې د بشپړ نيولو طرحه تصويب کړه، چې تر دې دمه د نړيوالو له توند غبرګون سره مخ شوې ده.

ارمنستان او اذربایجان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب د دایمي سولې، د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي او د اقت...
09/08/2025

ارمنستان او اذربایجان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب د دایمي سولې، د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي او د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا تړون په واشنګټن کې لاسلیک کړ.
د « ټرمپ د سولې دهلېز» په نوم کریدور به اذربایجان له نخجوان سره ونښلوي، چې ورسره به د درې واړو هېوادونو ترمنځ پانګونه او سوداګري پراخه شي.

09/08/2025

خپل ماشومان مو ددوان له مصنوعې خوراک څخه وساتی او په طبعې میوجاتو ئې ونازوئ

د امریکا د خوړو او درملو ادارې له خوا د داسې «وېز» څاڅک منظوري ورکړل شوې چې کله یې استعمال کړئ تر لس ساعتونو به ستاسې د ...
08/08/2025

د امریکا د خوړو او درملو ادارې له خوا د داسې «وېز» څاڅک منظوري ورکړل شوې چې کله یې استعمال کړئ تر لس ساعتونو به ستاسې د سترګو نظر قوي او په نارمل حالت وي.
اوس به د عینکو پرځای فقط د سترګو څاڅکي استعمالیږي.
ساینسي علومو پوهان وايي؛ دا د نوي ټیکنالوجې یو لوی ګام ده او بشریت د نورو پرمختګونو انتظار کوي

بامیانو کې د ۲میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت مخابراتي سایټونه جوړیږي.د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې په بامیانو ول...
07/08/2025

بامیانو کې د ۲میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت مخابراتي سایټونه جوړیږي.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې په بامیانو ولایت کې د ۲میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۲ نويو مخابراتي سایټونو د فعالولو چارې پیل شوې.
د دې وزارت د خبر پاڼې له مخې ټکنالوژۍ وزارت له بودجې څخه د یو میلیون ۸۰۰ زره ډالرو لګښت ورکول کیږي.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا (پنجشنبه د زمري ۱۶مه) په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، خو...
06/08/2025

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا (پنجشنبه د زمري ۱۶مه) په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولايتونو کې د تېز باران، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی

په کابل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ۲.۵ کیلو متره داخلي سړکونو د رغونې پروژه د شاوخوا ۲۰ میلیونه ۹۹۷ زره افغانیو ...
06/08/2025

په کابل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ۲.۵ کیلو متره داخلي سړکونو د رغونې پروژه د شاوخوا ۲۰ میلیونه ۹۹۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوه.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ لپاره د اساسي پروژو پلې کېدو ته لومړیبتوب ورکوي.
ښاغلي ندیم له قراردادي شرکت غوښتي، چې د کار کیفیت او د بشپړېدو نېټې ته جدي پام وکړي.

قزاقستان کې د افغانستان او مرکزي آسیا د پراختیا مرکز جوړیږي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي «انتونیو گوتریش» ددې مرکز د جوړید...
04/08/2025

قزاقستان کې د افغانستان او مرکزي آسیا د پراختیا مرکز جوړیږي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي «انتونیو گوتریش» ددې مرکز د جوړیدو په هکله «الماتي» ته سفر کړی.
«انتونیو گوتریش» په همدې مناسبت ویلي چې دا مرکز به د سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره په گډه د افغانستان بیارغونې لپاره کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت ویلي چې د «مس عینک» په لرغونو سیمو کې موندل شوي ۱۴۳۰ قلمه پخواني آثار د لرغون پیژندنې ریاست ته...
04/08/2025

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت ویلي چې د «مس عینک» په لرغونو سیمو کې موندل شوي ۱۴۳۰ قلمه پخواني آثار د لرغون پیژندنې ریاست ته منتقل شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې دا آثار له ۵ زرو کلونو ډیر لرغونتوب لري او د خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، هډوکو او لرګیو څخه جوړ شوي دي. د وزارت په وینا دا لرغونې آثار به د پاک کاري، ترمیم، تشخیص او تسجیل وروسته ملي موزیم ته وسپارل شي.

د امریکا ولسمشر «ډونلد ټرمپ» ویلي پر هند تجارتي  تعرفه پدې دلیل لوړوي چې نوې ډیلي له روسیې د تیلو پیرودل نه دروي.«ډونلد ...
04/08/2025

د امریکا ولسمشر «ډونلد ټرمپ» ویلي پر هند تجارتي تعرفه پدې دلیل لوړوي چې نوې ډیلي له روسیې د تیلو پیرودل نه دروي.
«ډونلد ټرمپ» په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي چې هند له روسیې څخه په پراخه کچه تیل اخلي او بیا یې په آزاد بازار کې په لوړه بیه پلوري.
د ټرمپ په وینا هند په یوکراین کې د خلکو وژل کیدو ته اهمیت نه ورکوي.

04/08/2025

د عربي رسنیو د راپورونو له‌مخې، د حکمت الهجري په مشرۍ ملېشو د سوریې السويداء ولايت کې اوربند مات کړی دی.

د راپور له‌مخې، دغو وسله‌والو ملېشو پر ګڼو کليو بريدونه کړي، چې له امله یې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سوريې کورنيو چارو وزارت، د اوربند د ماتېدو پړه پر ياغي ډلو اچولې او ويلي یې دي، چې دولت هڅه کوي د خلکو ژوند عادي حالت ته راوګرځوي.

ورته مهال العربیه خبري شبکې، د خپلو سرچینو له‌ قوله لیکلي، چې د سوریې امنیتي ځواکونه توانېدلي چې یاغیان پر شا وتمبوي او له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د سوریې په السویداء ولایت کې د حکومت پلوه قبایلو او ځایي دروزیانو ترمنځ سختې نښتې وشوې، چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته

Address

H #-26, S #-4, Block #-43, District#-2, Hawashnasi Village
Qalat
2602

Telephone

+93706262820

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zabul Shkula Radio/زابل ښکلا راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Zabul Shkula Radio/زابل ښکلا راډیو:

Share

Category