26/12/2025
په غزه کې د طب له پوهنځي څخه د ۱۶۸ نجونو د فراغت مراسم نن د شفاء روغتون د کمپلیکس په ویجاړې شوې ودانۍ کې ترسره شول.
یاد مراسم په داسې شرایطو کې ترسره شول چې غزه له سختو بشري او امنیتي بحرانونو سره مخ ده، خو سره له دې هم انجونو خپلې زده کړې بشپړې کړې او د روغتیايي خدمتونو ډګر ته د داخلېدو لپاره چمتو شوې،
د فراغت په مراسمو کې ویناوالو د زدهکړو پر ارزښت، د انجونو پر هوډ او د علم پر ځواک ټینګار وکړ او ویې ویل چې علمي پرمختګ د جګړو او ویجاړیو تر سیوري لاندې هم نه شي درېدلی. فارغ شوو زدهکوونکو دا مراسم د امید، زغم او د ژوند د دوام سمبول وباله.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې لا هم تر شپږم ټولګي پورته د انجونو پر مخ د تعلیم دروازې تړلې دي او زرګونه انجونې له خپل بنسټیز تعلیمي حق څخه بېبرخې پاتې دي، هغه حق چې د نړۍ په ډېری جګړهځپلو هېوادونو کې هم خوندي ساتل شوی دی.
https://katawaztimely.com/