Badlon Srak Radio بدلون څرک راډيو

Badlon Srak Radio بدلون څرک راډيو د قوي او ژمن ټېم پر مټ دقیق معلومات تر تاسو در رسوو

29/10/2025

پکتیکا مرکزي زندان کې د اسلام اساسات کتاب سيالی، د اخيستل شوې ازموينې پايلې اعلان شوې.
نور معلومات دلته وګورئ!

https://www.youtube.com/

29/10/2025

پکتیکا کې درې امنیتي پوستې او دوه بابه دروازې جوړي شوې دي.
نور معلومات دلته وګورئ!

https://www.youtube.com/

د پکتیکا ۹ ولسوالیو ته نوي ولسوالان ور پیژندل شويد پکتیکا ولایت مقام رسنیز دفتر  وایې د دې ولایت د نهو ولسوالیو لپاره نو...
28/10/2025

د پکتیکا ۹ ولسوالیو ته نوي ولسوالان ور پیژندل شوي

د پکتیکا ولایت مقام رسنیز دفتر وایې د دې ولایت د نهو ولسوالیو لپاره نوي ولسوالان ګمارل شوي او پر خپلو دندو یې پیل کړی دی.

سرچینې هغه ولسوالۍ چې نوي ولسوالان ورته ګمارل شوي سرروضه ، زیړوک ، ګیان ، سروبی ، شکین ،ګومل ، خیرکوټ ، تروې او وړممۍ يادي کړې دي.

د ولایت مقام رسنیز دفتر زیاتوي چې د معرفت په مراسمو کې له نويو ولسوالانو څخه د اسلامي، ملي او اداري اصولو پر بنسټ د صادقانه خدمت هېله ښودل شوې ده.

له نویو ګمارل شویو ولسوالانو څخه په ټینګار غوښتنه شوې چې له ولسونو سره نږدې اړیکې وساتي، د شفافو خدمتونو د وړاندې کولو هڅه وکړي او د امنیت، انکشاف او نظم لپاره پر خپله دنده کې رښتیني پاتې شي.

28/10/2025

د پکتیکا امنيه قومندانې له لوري له ۸۰ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
نور معلومات دلته وګورئ!

https://www.youtube.com/

په ښرنه ښار کې ۲۹۱ کیلوګرامه تر وخت تېر توکي نیول شويد پکتيکا ولايت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مستهلكينو د ملاتړ کميسون ا...
27/10/2025

په ښرنه ښار کې ۲۹۱ کیلوګرامه تر وخت تېر توکي نیول شوي

د پکتيکا ولايت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مستهلكينو د ملاتړ کميسون استازو په ښرنې ښار کې د خوراکي او غيري خوراکي توکو له هټيو څخه څارنه کړې ده.

دا څارنه کې چې د علي بابا عالي ليسې تر څنګ یو شمېر هټيو څخه شوې په پایله کې یې ۲۹۱ کیلوګرامه توکي ضبط او د صنعت او سوداګرۍ ریاست په ډيپو کې مهرلاک شوي دي.

د پکتیکا ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس ملا ښادي خان حسين حيدري وایې دوی په دوامداره ډول څارنې کوي تر څو په بازار کې د تر وخت تېر او بې‌کيفيته توکو مخه ونيسي.

د پکتیکا ولایت، پوهنې ریاست وایې د جاني‌خېل ولسوالۍ اړوند د نعمانیه دیني مدرسې لپاره د ځایې خلکو په مالي مرسته د ۳۴۵ زره...
27/10/2025

د پکتیکا ولایت، پوهنې ریاست وایې د جاني‌خېل ولسوالۍ اړوند د نعمانیه دیني مدرسې لپاره د ځایې خلکو په مالي مرسته د ۳۴۵ زره افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې‌ اخېستنې ته وسپارل شوه.

دوی ویلي یاده ودانۍ چې ۶ درسي خونې او یو دهلیز لري، د عصري معیارونو له مخې په لوړ کیفیت جوړه شوې ده.

د پکتیکا پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد له خلکو وغوښتل، چې د پوهنې برخې د پیاوړتیا لپاره لا ډېره همکاري وکړي.

پکتیکا کې يو تن له (۲۷۰۰۰) زره جعلي بانک نوټونه سره يو ځای نيول شوید پکتیکا ولایت امنيه قومندانې وایې په مټاخان ولسوالۍ ...
27/10/2025

پکتیکا کې يو تن له (۲۷۰۰۰) زره جعلي بانک نوټونه سره يو ځای نيول شوی

د پکتیکا ولایت امنيه قومندانې وایې په مټاخان ولسوالۍ کې د امنیتي منسوبينو يو تن له (۲۷۰۰۰) اوويشت زره جعلي پاکستاني بانک نوټونه سره يوځای نیولی دی.

سرچینې ویلي ياد کس د ننګرهار ولايت اوسېدونکی دی، چې پکتیکا کې يې په جعلي بانک نوټونو د مېوو د اخېستلو کاروبار کاوو.

د قومندانې په خبره نيول شوی کس تر پلټنو لاندې دی او اړوند ارګانونو ته به وسپارل شي.

26/10/2025

پکتیکا کې د یوې ولسي غونډې ګډونوالو د ملت پر یووالي او ورورولۍ ټينګار وکړ.
نور معلومات دلته وګورئ!

https://www.youtube.com/

د ارګون ولسوالۍ بالیش عالې لېسې ته د خلکو په شخصي لګښت د فوټبال لوبې لوبغالی جوړ شود پکتیکا ولایت پوهنې ریاست وایې د دې ...
26/10/2025

د ارګون ولسوالۍ بالیش عالې لېسې ته د خلکو په شخصي لګښت د فوټبال لوبې لوبغالی جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست وایې د دې ولایت د ارګون ولسوالۍ د بالیش عالې لېسې لپاره د دوو کسانو په شخصي لګښت د فوټبال لوبې لوبغالی، جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

د پکتیکا پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایې سپورت د ځوان نسل د بدني او ذهني روزنې لپاره مهم اړخ دی او په خبره یې د ښوونځیو په کچه د سپورټي لوبغالو جوړېدل د زده‌کوونکو د سالمې روزنې او ښه راتلونکې لپاره لوی ارزښت لري.

خالد زیاته کړه د باليش عالې لېسې پر لوبغالي جوړېدو خوښ دی، د دې کار قدرداني کوي او په وینا یې دا ډول خیريه کارونه نه يوازې د زده‌کوونکو د زده‌کړو فضا ته خوځښت ورکوي، بلکې د ټولنې د يووالي، ورورولۍ او پرمختګ لامل هم ګرځي.

د پکتیکا پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې په ياد لوبغالي (۱۴۴۰۰۰۰) افغانۍ لګښت راغلی چې د ځایې تجار شاهد افغان او یو بل اوسیدونکي ګل‌ اکبر فيضي له لوري ورکړل شوی دی.

انګور اډه کې د افغان راستنېدونکو لپاره معلوماتي سیسټم فعال شود پکتیکا ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وای...
26/10/2025

انګور اډه کې د افغان راستنېدونکو لپاره معلوماتي سیسټم فعال شو

د پکتیکا ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایې د دې ولایت اړوند د انګور اډې په دروازه کې یې د نویو راستنېدونکو افعانانو لپاره معلوماتي سیستم ( ARIS) فعال کړی دی.

سرچینې ویلي له ګاونډي هېواد سره د نورو دروازو په شان به هغه راستنېدونکې کورنۍ په دې سیستم کې ثبت کیږې، چې د انګور اډې له لاري خپل ګران هیواد ته راستنیږې.

د پکتیکا ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست دا څه لویه لاسته راوړنه بللې او زیاتوي چې اوس به په انګور اډه کې راستنېدونکو کورنیو ته د راستنېدنې انلاین فورم ورکول کیږې او هر ولایت ته چې راستنېدونکې کورنۍ ځې له اوږده ځنډ او انتظار څخه به نه کړیږې.

24/10/2025

د ۱۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پکتیکا اوو ولسوالیو ته د ودانیو جوړیدو چارې پیل شوې.
نور معلومات دلته وګورئ!

https://www.youtube.com/

23/10/2025

د پکتیکا نکې ولسوالۍ لپاره په ۲۲ میلیونه افغانۍ نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
نور معلومات دلته وګورئ!

https://www.youtube.com/

Address

Paktika
Sharnah
2402

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Badlon Srak Radio بدلون څرک راډيو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share