وروسته له اوږد انتظاره په اول وار د رسول(ص) د قبر زیارت ته راغلی
احساس یې څه دي!؟
نه شم کولای دا احساس ووایم ،نه په اوښکو نه په بل هیڅ شي.
یعنې ډېر لوړ او ښه احساس دی
یو رباني او الهي احساس دی
دا لګ خلک له لېرو ځاینو چې راغلي دا احساسولی شي
یعنې احساس کوي چې ته وا نږدې شوي دي، نږدې شوي رسول (ص) ته!
او تاسو فکر کوئ چې هرڅه ختم شوه
مګر په یوه شیبه کې ...
خدای تعالی هر څه سم کړي..
26/09/2023
له دنیا څه خبر یاست!؟
دغه خلک له خدایه نه ویرېږي!
نارینه له ښځو سره رذالت کوي!
او بیا ورسره واده کوي!
ښځې ځانونه خرڅوي
او نارینه خپل جنسیت ته تغیر ورکوي
ښځه خپل ماشومان چې دنیا ته یې راوړي زنا ته یې کش وي.
څوک په انجونو تېر کوي
حرام ورځ تر بلې زیاتېږي
ایه حرام ،حلال شوي دي؟
ایا دا خلک د جنت پروا نه لري؟
مګر دا خلک به لاړ شي جهنم ته ځکه چې جهنم بې چټي نه ده پیدا شوی.
26/09/2023
له یو عالم څخه پوښــتنه وشوه,
چې غرور څه ته وایې؟
عالم وویل:
کله چې له خاورو جوړ انسان خپل حد
او اصلیت هېر کړي غـرور بلل کیږي.!
اللهﷻ دې مو له غرور او تکبر نه وساتي!😢
KHALILI
26/09/2023
حجاب الهی امر دی نه د ملا او شیخ
الله تَبَارَک وَتَعَالَی خپل محبوب پیغمبر ته په خطاب کې وایی:
[اې پېغمبره (ص)!] خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چي پر خپل ځان باندي د خپلو ټكريو پلوونه خواره کړي. دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، تر څو چي هغوی وپېژندلای شي او ونه ځورول شي. الله تعالی ښه بخښونکی او مهربان دى.
26/09/2023
لس سترې غلطياني
① چاته خپل راز وئېل او بيا پرې د ساتلو ټينګار کول .
② په دې نيت ګناه کول چې يو څو ځله به يې وکړم او بيا به يې پريږدم .
③ خپلو عوائيدو څخه زيات مصرف کول او بيا د غيبي مرستې اُميد لرل .
④ د يو چا ظاهري بڼه ليدل او بيا پرې پريکړه کول .
⑤ د والدينو خدمت نه کول او له اولاد نه د خدمت طمع لرل .
⑥ کوم کار چې خپله نشې کولې د نورو په اړه هم غير ممکن فکر کول
⑦ کار نه کول او د ښه راتلونکي خوبونه ليدل .
⑧ خپلوان پريښودل او په پرديو اعتماد کول.
⑨- د خپل ځان په اړه تر ټولو د هوښيار فکر کول .
⑩د خلکو عزت احترام نه کول او له هغوی څخه د احترام توقع درلودل
Be the first to know and let us send you an email when wazhat وضاحت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.