حادثه زیرگیری با موتر در رژه قهرمانی؛ کام لیورپولیها تلخ شد
ویدیوهای منتشر شده در فضای مجازی نشان میدهد که در جریان رژه قهرمانی تیم فوتبال لیورپول انگلیس، یک موتر به میان جمعیت آمده و طرفداران این تیم را زیر میگیرد.
طبق گزارشات اولیه ۲۷ نفر از هواداران تیم لیورپول در این رویداد راهی شفاخانه شده و جزییات بیشتر در دسترس نیست.
27/05/2025
مالیې وزارت:
نږدې ورځو کې به یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د نغدې مرستو ویشلو لړۍ پېل شي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خپلې ایکس پاڼې له لارې خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لومړۍ ربعې (حمل، ثور او جوزا) نغدي مرستې به په راتلونکو ورځو کې د ټول هېواد په کچه، مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ووېشل شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مرستې به په نوبتوار ډول وېشل کېږي او ټول مستحقین به ترې برخمن شي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ۶۸۵زره یتیمان، معلولین او کونډې ثبت دي چې له جملې یې ۳۹۵زره یتیمان، ۱۹۱زره معلولین او ۹۸زره کونډې دي.
***
27/05/2025
د بیلاروس او پولېنډ سرحد یوه ځنګل کې شاوخوا ۲۰۰ افغانان بند پاتې دي
د بیلاروس او پولېنډ تر منځ په "برېسک" نومې صفري نقطه کې ۲۰۰ افغانان په خورا ناوړه حالت کې په ځنګل کې بند پاتې دي
د بند پاتې افغانانو په وینا، نه بېلاروس او نه هم پولېنډ ته پرېښودل کیږي، او د پولیسو له بد وضعیت سره مخ دي.
د دوی په وینا، خوراکي توکې ورسره ختمې شوي او اوسمهال د ژوندي پاتې کېدو لپاره واښه، د ونو پاڼې خوري او د ډنډونو اوبه څښي.
د معلوماتو له مخې، په ایسارو کسانو کې زياتره ټپیان هم دي.
دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د مسلې حل لپاره جدي اقدام وکړي.
دا پوله له 2021 وروسته د سیاسي کشمکشونو، مهاجرتي کړکیچ او د اروپايي اتحادیې بندیزونو له کبله زیاته څارل کېږي.
20/05/2025
له امریکا وروسته، اروپايي ټولنه هم پر سوریې لګېدلي بندېزونه لېرې کوي.
د فرانسې خبري اژانس راپور له مخې، د اروپايي ټولنې ټولو ۲۷غړیو هېوادونو استازو هوکړه کړې چې پر سوریې لګېدلي بندېزونه لېرې او ډېر ژر رسمي اعلان وکړي.
پر سوریې لومړي پراخ بندېزونه د ۲۰۱۱ کال په ترڅ کې لګول شوي وو، کله چې د بشار الاسد رژیم پر ضد ولسي پاڅونونه پیل شول.
دا بندېزونه د بشري حقونو د سرغړونو، تاوتریخوالي، او د ولسي خلکو د ځپلو له امله لګېدلي وو.
***
20/05/2025
د مبایل روږدو لپاره؛
امریکا کې یو نوي پېل شوي شرکت داسې مبایل جوړ کړی چې تشه ښیښه ده.
دغه آلې ته یې د میټافون نوم ایښی او بیه یې ورته ۲۰ډالر ټاکلی، خو په اصل کې مبایل نه دي او یواځې د ځیرک تلیفون بڼه لري.
دا د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې د موبایل پر استعمال روږدي دي، بار بار پر جیبونو ګوتې وهي او یا خالي لاسونه خوند نه ورکوي.
"میټافون" د سمارټ فون شکل او احساس په نقل کولو سره د تلیفون روږدي کیدو سره مبارزه او د تلیفون کارولو په اړه د صحي عادتونو رامینځته کولو کې مرسته کوي.
میتافون یو تکتیک تجربه وړاندې کوي، کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د تلیفون کارولو فزیکي عادت پوره کړي.
***
19/05/2025
جوبایډن په پروستات سرطان اخته شوی.
د امریکا پخوانی ولسمشر جوبايډن د پروستات پر سرطان اخته او هډوکو ته یې خپور شوی.
د رویټرز راپور له مخې، جوبایډن او کورنۍ یې له ډاکټرانو سره د درملنې پر لارو چارو غور کوي.
راپور کې راغلي، نوموړي دوه ورځې وړاندې وړاندې وروسته له هغه معاینات وکړل چې د تشو متیازو کې سیستم کې یې د سرطان ځینې نښې څرګندې شوې.
د هغه زوی Beau Biden هم په ۲۰۱۵ کې د سرطان له امله مړ شوی و.
پروستات سرطان د نارینهوو یو عام سرطان دی چې د پروستات په نوم غدې کې پیدا کېږي چې د مثانې لاندې پرته ده او د سپرم د تغذیې لپاره مایع تولیدوي.
د دغه سرطان له امله ناروغ ته د تشو متیازو زیاتوالي ستونزه راولاړیږي، مني کې وینه وي،د شا، مثانې او پښو درد هم ورسره وي، او د پښو بې بې حسي رامنځته کوي.
***
18/05/2025
هېواد کې د ملاامانو او اذان کوونکو لپاره له جوماتونو څخه کورونو ته د برښنا تارونه غځول منع اعلان شول.
د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رئيس ښاغلي امير عبدالله جهاند په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې، د جوماتونو لپاره ځانګړي شويو مېټرونو برېښنا؛ يوازې د همدې عبادتځايونو د روښانتيا، اوبو او اړونده چارو لپاره کارول کېږي.
هغه زیاتوي چې، له دې مېټرونو برېښنا څخه هر ډول ګټه اخيستنه په کلکه منعه ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره مارچ میاشت کې د (ط) مشرتابه له لوري هېواد کې د جوماتونو د برښنا لګښتونه معاف شول.
هغه له دولتي ادارو غوښتي وو چې په اینده کې د یادو لښګتونو د تادیې غوښتنه نه کوي خو دقیقه څارنه دې کیږي، ترڅو د مسجدونو برق په نورو ځایونو کې استعمال نه شي"
***
14/05/2025
د نړۍ تر ټولو بې وزله ولسمشر مړ شو.
د یوروګوای هېواد (حوزی موجیګا) چې د نړۍ تر ټولو بې وزله ولسمشر ګڼل کېده، د سرطان له امله په ۸۹کلنۍ کې ومړ.
د راپورونو له مخه، هغه خپله ټوله شتمني پر بې وزله خلکو ویشلې وه چې د ژوند تر پایه په یوه ساده کور کې اوسېده او یو عادي موټر یې درلوده.
د یوروګوای اوسني ولسمشر (یاماندو اورسي) ویلي چې، نوموړي خپلو بچیانو ته شتمني نه؛ بلکې مینه او ویاړ پرېښوده.
یوروګوای د جنوبي امریکا یو وړوکی او پرمختللی هېواد دی چې اقتصاد یې پر کرنه، مالدارۍ او خدماتو ولاړ دی. دا هېواد له برازیل او ارجنټاین سره ګډه پوله لري او د دیموکراسي، زدکړې، او بشري حقونو له پلوه ښه نوم لري.
***
13/05/2025
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پخپل لومړي بهرني سفر ریاض ته ورسېده.
هغه به له سعودي عربستان وروسته قطر او متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي.
تمه کېږي چې د امریکا او منځني ختیځ درې هېوادونو ترمنځ به تر ټریلیون ډالرو د زیات ارزښت پانګونې اعلان وشي، چې سعودي عربستان له وړاندې په امریکا کې د ۶۰۰ میلیارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده.
د قطر شاهي کورنۍ به نوموړي ته د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښه یوه لوکسه طیاره هم په ډالۍ کې ورکړي.
***
12/05/2025
ویرات کوهلي هم له ټیسټ کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.
کوهلي د ټیسټ په ۱۴کلن لوبیز ژوند کې ټولې ۱۲۳ سیالۍ ترسره کړي او ۹زره۲۳۰ منډې لري، چې په ۶۸لوبو کې یې لوبډلمشري هم کړي.
هغه ویلي، "دا سخته پرېکړه ده، مګر ښه احساس کوم او ډېرې خاطرې مې ورسره تړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ وړاندې د هند کرکټ لوبډلې کپتان روهیت شرما هم د چهارشنبې په ورځ له ټیسټ کرکټ څخه د تقاعد اخیستلو اعلان وکړ.
ټاکل شوې ده چې هند د له جون میاشتې تر جولای پورې په انګلستان کې پنځه ټیسټ لوبې وکړي او اوس د ټیسټ ټیم لپاره نوي کپتان ته اړتیا لري.
***
11/05/2025
هېواد کې د شطرنج لوبې تر امر ثاني وځنډول شوې.
د افغانستان بدني روزنې او سپورت ادارې مسوولین وایي، چې د شطرنج لوبه د شرعي ملاحظاتو له امله ځنډول شوې ده.
د مسوولینو په خبره، د دې لوبې په اړه یې شرعي څېړنې پیل کړې، چې په بشپړېدو سره به یې د شطرنج فدراسیون د فعالیت او نه فعالیت په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.
شطرنج چې شاهانه لوبه بلل کیږي، د نورو هېوادونو په څېر افغانستان هم خپله لوبډله درلوده او بېلابېلو هېوادونو ته د سیالۍ لپاره یې سفرونه کول
***
Be the first to know and let us send you an email when Shoor news posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.