لیاقت خان لایق Liaqat layeq

  • Home
  • لیاقت خان لایق Liaqat layeq

لیاقت خان لایق Liaqat layeq تعلیم ،مینه، وطن

د IPL په پنځمه لوبه کې پنجاب لوبډله د ګجرات پر وړاندې لوبیږي!
07/03/2025

د IPL په پنځمه لوبه کې پنجاب لوبډله د ګجرات پر وړاندې لوبیږي!

د کال 1960د وخت نرخونه چېک کۍروغ چرګ کړاھې په 4روپۍ(دا کورنې چرګ دې  فارمې چرګان به هاغه وخت نه وو)د چاې پېالۍ په  2  ان...
01/11/2024

د کال 1960د وخت نرخونه چېک کۍ
روغ چرګ کړاھې په 4روپۍ(دا کورنې چرګ دې فارمې چرګان به هاغه وخت نه وو)
د چاې پېالۍ په 2 انې( 16 انې یوه روپۍ ده، نن سبا په 50روپۍ پېاله چاې دې)
په 4 انې پراټه ده 4انېز ته به پاؤ وئیلې کېدو
تاسو نور هم وېنۍ خو پېسه نه وه ګورې په دغه وخت کښې د نوي پرائمرې د استاد شروعاتې تنخواه صرف 40روپۍ وه

د افغانستان نوولس کلنه کم عمره کرکټ ملي لوبډله نن ماسپښین د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د راتلونکې درې اړخیز...
01/11/2024

د افغانستان نوولس کلنه کم عمره کرکټ ملي لوبډله نن ماسپښین د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ او اسیا جام سیالیو لپاره په تمریناتي کمپ کې د ګډون او چمتووالي په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس، ښاغلي نصیب خان، له روانېدو وړاندې له افغان لوبغاړو سره وکتل او له هغوی سره یې خپلې مهمې سپارښتنې شریکې کړې. نوموړي په یاده ناسته کې د لوبغاړو پر غوره تمریناتو او بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ، ترڅو افغان لوبډله له پوره چمتووالي سره میدان ته ښکته شي او د افغان ابدالیانو په څېر خپلو هېوادوالو ته ویاړ او خوښي راوړي.

د ناستې په پای کې ټولو ګډونوالو په راتلونکو سیالیو کې د افغان لوبډلې د غوره لوبو او بریاو لپاره دعا وکړه.
- - -
Afghanistan Future Stars are off to UAE to feature in a 10-day long conditioning camp ahead of the Tri-Nation Series and the ACC Men's U19 Asia Cup 2024. 🤩

Before their departure to UAE, ACB CEO Mr. Naseeb Khan met the Future Stars and extended his best wishes to them as they prepare to take on Pakistan U19 and UAE U19 before embarking on their journey at the Youth Asia Cup, starting late this month in UAE. 🇦🇪

زما پلار پۀ ما شرمېږيهم مې مور پۀ ما شرمېږيوړه خور پۀ ما خفه ده ترور او خور پۀ ما شرمېږيمشر کشر پکښې نیشته هر یو ورور پۀ...
31/10/2024

زما پلار پۀ ما شرمېږي
هم مې مور پۀ ما شرمېږي

وړه خور پۀ ما خفه ده
ترور او خور پۀ ما شرمېږي

مشر کشر پکښې نیشته
هر یو ورور پۀ ما شرمېږي

بس ټول کور راباندې تنګ دے
بس ټول کور پۀ ما شرمېږي

د ماما زامن مې هم دي
ځوے د ترور پۀ ما شرمېږي

خپل خپلوان مې رانه تښتي
کور پۀ کور پۀ ما شرمېږی

دا خپل شکل مې دښمن دے
خپل انځور پۀ ما شرمېږي

نۀ د پلار نۀ د ادې شوم
نۀ د هغې نۀ د دې شوم

نۀ پۀ کور کښې مې پرېږدی څوک
نۀ پۀ کور کښې د کمرې شوم

نۀ بهر ته راوتے شم
نۀ د سکول نۀ د خُجرې شوم

نۀ هلک شوم نۀ جینۍ شوم
بس خو هسې خرې پۀ خرې شوم

نۀ د لوبو نۀ د کار شوم
نۀ د ډلې او پرې شوم

نۀ نقصان د چا د پاره
نۀ د نفعې نۀ فائیدې شوم

بس پۀ خپل ځان باندې بوج یم
بس بېخي زرې زرې شوم

زۀ د پلار د کوره لاړم
زۀ د ورور د کوره لاړم

ما وړې خوئیندې کړې پاتې
هم د مور د کوره لاړم

راوتم د کوره چرته
خو پۀ زور د کوره لاړم

خپل خپلوان رانه پردي شو
ترې زړۀ تور د کوره لاړم

پۀ بړق بړق باندې ژړل مې
ښۀ پۀ شور د کوره لاړم

پۀ تېزۍ باندې بهر شوم
لکه اور د کوره لاړم

د منزل مې پته نۀ وه
پۀ یو لور د کوره لاړم

زۀ د کلي نه بهر شوم
زۀ د ښار پۀ کوڅو سر شوم

نۀ مې کور نۀ مې کېږدۍ وه
اوږے تږے او نهر شوم

یو خوا بل خوا ګرځېدم به
کاواک شوے ووم اوتر شوم

نۀ وارٍث د مور او پلار شوم
نۀ مالک زۀ د دوتر شوم

نۀ د کور کلي خاوند شو
خو بس هسې در پۀ در شوم

نۀ وادۀ نۀ د وادۀ شوم
چنغله نۀ منګېتر شوم

نۀ بابا د ماشومانو
نۀ مادر شوم نۀ پدر شوم

بس زۀ دغه شان بوډا شوم
او نۀ خواخې شوم نۀ سخر شوم

زۀ د خلکو د زور نۀ ووم
پۀ ما واړه زورور وو

انسانیت ورپکښې نۀ وو
ټول د سېلمې ځناور وو

خېر کۀ ښپې یې څلور نۀ وې
نۀ لکۍ او نۀ یې ښکر وو

زۀ به دوۍ ته ګډېدمه
ګډېدۀ زما پۀ سر وو

زۀ د دوۍ د لوبو څیز ووم
چورلېدۀ زما پۀ سر وو

زۀ د دوۍ نه ځارېدمه
ځارېدۀ زما پۀ سر وو

د دوۍ تنده د هوس به
ماتېدۀ زما پۀ سر وو

شپه او ورځ به پکښې نۀ وه
دا هر څۀ زما پۀ سر وو

نور د خپله ژونده تنګ شوم
د خپل ځان سره پۀ جنګ شوم

پېغورونه راته کېږي
زۀ پۀ هر یو پېغور رنګ شوم

زۀ لباس لرم لغړ یم
د پرتوګ شوم د لنګ شوم

پۀ خپل زړۀ دننه سوَزم
نۀ زۀ شمع نۀ پتنګ شوم

زۀ خپل ځان راټولووم خو
ڼۀ راجوړ شومه نۀ ړنګ شوم

بس خو بل خوشحالوومه
چا ته مۍ او چاته بنګ شوم

د سړو د ناستې نۀ یم
نۀ د ښځو پۀ رنګ رنګ شوم

بس سندرې دي ټپې دی
یا د ټنګ شوم يا د ډنګ شوم

کله هغه کله دا کړم
ځان د خلکو نه جُدا کړم

پټې اوښکې تویوومه
پټه پټه شان ژړا کړم

کله نور خلک مې وژني
کله زۀ مرګ ته تابیا کړم

چې به کله زۀ مړ کېږم
ټوله ورځ دغه سودا کړم

ټول مخلوق راپورې خاندی
تا د خلکو د خندا کړم

خدایه ولې دې پیدا کړم
خدایه ولې دې پیدا کړم

ډاکټر تاج محمد بونېر

23/10/2024

Address


Telephone

+93728423712

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when لیاقت خان لایق Liaqat layeq posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share